تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي په دوحه کې راتلونکې میاشت د افغانستان په هکله غونډه رابللې
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټېفن دوجاریک وايي، د افغانستان لپاره به د بېلابېلو هېوادونو د ځانګړو استازه دویمه غونډه راتلونکې میاشت د قطر په دوحه کې وشي.
نوموړي په یوه خبري غونډه کې د فبرورۍ ۱۸مه او ۱۹مه هغې نېټې یادې کړې، چې په وینا یې دا غونډه به وشي. ښاغلی دوجاریک وايي، د سیمه ییزو سازمانونو او د افغانستان لپاره د ځانګړو استازو دا غونډه د عمومي منشي له لوري رابلل شوې ده.
هغه زیاته کړه د غونډې هدف د ملګرو ملتونو له لوري د افغانستان لپاره د خپلواک مفتش فریدون سنیرلي اوغلو وړاندیزونو په پام کې نیولو سره د افغانستان په هکله د نړیوالې ټولنې لا زیاتې همغږې او منسجمې تګلارې ارزونه ده.
ملګرو ملتونو په دې هکله ۲۷۲۱ شمېره پرېکړه لیک هم تصویب کړی دی. د یادونې ده، چې تېر ۲۰۲۳ کال مې میاشت کې د دوحې دا ډول لومړنۍ غونډه ترسره شوه.
له دې مخکې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د رياست الوزرا له سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير سره د ليدنې پر مهال د افغانستان لپاره د ناروې شارژدافير په قطر کې د دويمې نړيوالې ناستې نېټه په ډاګه کړه.
د رياست الوزرا له خوا خپرې شوې خبرپاڼې له مخې پال کلومان بېکر ويلي چې افغانستان له نړۍ هېر نه دی او د دغه هېواد په اړه د ملګرو ملتونو په مشرۍ دويمه غونډه به د فبرورۍ پر ۱۸ نېټه جوړه شي.
د رياست الوزرا له خوا د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې دوی ته هم په دغه غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.
ملګرو ملتونو د تېر کال په مې میاشت کې د افغانستان په اړه د قطر پلازمېنې دوحه کې دوه ورځنۍ غونډه جوړه کړې وه چې طالبانو په کې ګډون نه درلود.
د دوحې په تېره غونډه کې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو حقونه، ټولګډوني حکومت جوړېدل، ترهګرۍ او نشه يي توکو سره د مبارزې په اړونده مسلو خبرې شوې وې.
د رياست الوزرا د خبرپاڼې له مخې، د ناروې ډيپلومات د نجونو د زدکړو او کار زمينې برابرولو غوښتنه وکړه چې په ځواب کې ښاغلي کبير ويلي "اسلامي امارت د ښځو او نجونو د تعلیم مخالف نه دی" او په دې اړه "ځانګړې کمېټه کار کوي چې تعليم ته زمينه برابره کړي."
په افغانستان کې د طالبانو له بيا واک ته رسېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدکړو بنديز لګېدلی او د دې تر څنګ پر مېرمنو ګڼ نور محدوديتونه هم لګول شوي دي.
د رياست الوزرا په خبرپاڼه کې راغلي، چې ناروې په افغانستان کې له طبیعي پېښو سره د مبارزې لپاره دری میلیونه ډالره او له افغان کډوالو سره چې په زور بېرته افغانستان ته استول شوي ۷ میلیونه ډالره مرسته کوي.
ناروې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د رئيس الوزرا له سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير سره د دې ليدنې اړه څه نه دي ويلي.