تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د افغانستان په تړاو د دوحې ناسته د افغان نجونو پر زدکړو ورټوله وه
دوحه کې د (ګډې راتلونکې جوړولو) په نامه دوه ورځنۍ ناسته چې پرون یکشنبه د ډيسمبر پر لسمه پیل شوې وه نن دوشنبه پای ته ورسېده.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ دوحه کې د (ګډې راتلونکې جوړولو) په نامه دوه ورځنۍ غونډې د پایلې په اړه پر خپله اېکس (ټوېټر) لیکلي، چې د قطر له دوه ورځني کوربتوب مننه کوي چې په افغانستان کې د ښوونې، د کډوالو د ملاتړ او بشردوستانه اړتیاوو په تړاو د ګډو ګټو له مشرانو سره یې غونډه جوړه کړه.
دی وايي، له یو شمېر خلاقو او ژمنو افغانانو سره یې د ټولو ښځو او سړو، نجونو او ماشومانو د حقونو (تعلیم او کار) د پرمختګ په تړاو عمومي بحث درلود.
ټام وېسټ وايي، د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو له ادارې سره یې د افغان کډوالو او بشري اړتیاوو په تړاو هم بحث درلود.
د دغې غونډې په وروستۍ ورځ چې د نړۍ مشران پکې راغونډ شوي و، د افغانستان په تړاو پر مهمو مسایلو هم بحث شوی، خو د خبرو ډېره برخه يې د افغان نجونو د زدکړ پر بېرته پیلېدو ورټوله وه.
دې ناسته کې د افغان نجونو، ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري هم ګډون کړی و.
آغلې امیري افغانستان کې د نجونو د زدکړو په بېرته پیلېدو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې افغانستان کې د زدکړو او ښوونې او روزنې برخه کې پانګونه نه یوازې "اخلاقي بلکه یوه ستراتیژیکه اړتیا ده."
نوموړي زیاته کړې "د دې لپاره چې افغانستان د خپل ځان او ګاونډیو هېوادونو لپاره په کوم ګواښ بدل نه شي دې برخه کې پانګونه اړینه ده."
د افغانستان پخواني حکومت کې د پوهنې وزیره رنګینه حمیدي چې د افغان ښځو په استازیتوب دغې غوندې ته رابلل شوې وه هغه باورنه رد کړل چې ګني (ښځې او نجونې د خپل راتلونکي د بدلولو توان نه لري."
نوموړې په خبرو کې خپل پلار ته اشاره وکړه، چې خپلو لوڼو ته یې د زدکړو زمینه برابره کړې او له امله یې د نوموړې ژوند بدل شوی.
مېرمن حمیدي ژمنه وکړه چې د ښځو او نجونو د زدکړو او کار برخه کې هر ډول هڅو ته چمتو ده.ملګرو ملتونو کې د افغان ځوانانو پخوانۍ استازې عایشه خرم چې د دوحې د غونډې له ګډون کوونکو ښځو وه ویلي، د افغان نجونو د زدکړو د رسمي پیلولو لپاره نړیوالو خبرو اترو ته اړتیا ده.
نوموړي پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي:" مونږ یقینا د نجونو د رسمي زدکړو د بېرته پېلولو لپاره رغنده نړیوالو خبرو اترو ته اړتیا لرو. خو په نړیوالو ناستو کې یې د مشروعیت او حق په تړاو خبرې تل د هغوی د استازو له خوا تضعیف شوي دي."
د بحث یوې بلې افغانې ګډونوالې او د ډیجیټل سیټیزن فنډ یوې بنسټګرې رویا محبوب ټولنه کې د ښځو پر اهمیت ټینګار وکړ او د نجونو د زدکړو برخه کې یې غفلت لوی مسولیت وباله.
د ناستې تنظیموونکو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي و چې، قطر او اندونیزیا باورمن دي چې زدکړې د ملتونو پرمختګ کې لویه ونډه لري او افغان ښځې هم باید استثنا نه وي.
ډاکټر غلام عمر قرغه بیا په دې برخه کې په نړیواله کچه د حل غوښتنه وکړه.
آغلې رینا امیري ټینګار وکړ چې د نجونو د زدکړو د بیا پېلولو لپاره دې طالبانو سره د بندو دروازو تر شا خبرې وشي.
ښاغلي قرغه یي هم طالبانو سره د خبرو لپاره د فضا جوړولو پر اهمیت خبرې وکړې او هیله یې وښوده ده چې طالبان به په دې خبرو کې ګډون ته چمتو شي.
په یاده غونډه کې د افغان نجونو د زدکړو سربېره افغانستان کې د بشر حقونو پر وضعیت هم خبرې کړي دي.
رنګینه حمیدي د خبرو پر مهال د افغانستان د برخلیک په ټاکلو کې د نړیوالې ټولنې مسولیت ته اشاره کړې او پر هغوی یې غږ کړی چې دا حل باید ومومي چې واک کې د پاتې کېدو په صورت کې له طالبانو سره څه ډول چلن وکړي.
له دې وړاندې هم په مهمو نړیوالو ناستو کې د نړۍ مشرانو افغانستان کې د نجونو د زدکړو پر پېلولو ټینګار کړی خو تر اوسه دې برخه کې د طالبانو په دریځ کې څه بدلون نه دی راغلی.
دوحه کې یاده دوه ورځنۍ غونډه چې موخه یې نړۍ کې د جګړو د درولو پر سر خبرې، کډوالي، انساني کړاو او د جنسیت پر بنسټ توپیري چلن ته د پای ټکي ابښودل یاد شوي و نن پای ته ورسېده خو افغانستان کې د طالبانو حکومت لا هم د دې غونډې په اړه لا هم څه نه دي ویلي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په نړیواله ورځ چې پرون وه، د طالبانو پر حکومت غږ وکړ چې خپل مکلفیتونه دې وپېژني او بشري حقونو ته دې درناوی وکړي.