د دوحې غونډې وروستۍ ورځ؛ د چين استازی وايي پر "افغانستان دې بنديزونه لېرې شي"

ګوتېرېش

د قطر پلازمېنه دوحه کې د ملګرو ملتونو په مشرۍ د افغانستان په اړه د ځانګړي کنفرانس دویمه او وروستۍ ورځ پیل شوې ده.

د دوحې په ناسته کې د چين استازی وايي، په غونډه کې له ترهګرۍ سره د مبارزې، د بشردوستانه مرستو د زياتېدو او په هېواد کې د معتدل حکومت جوړولو پر اړتيا، په افغانستان کې د سولې راوستلو او محدويتونو لېرې کولو په اړه خبرې وشوې.

نوموړی وايي، "ځينو استازو د افغانستان د اووه ميليارده ډالرو کنګل شوې شتمنۍ د خوشي کولو او د امریکا له خوا د بنديزو پر لېرې کولو هم ټينګاروکړ."

د ده په وينا، "نړيواله ټولنه دې له افغانستان سره مرسته وکړي، د فشار پر ځای دې د افغانستان درناوی وکړي، چې دواړه لوري وکولای شي د خبرو له لارې ښکېل شي"

دوحه

حفیظ الله معروف چې د دې غونډې د خبري پوښښ‌ لپاره دوحې ته تللی، وايي‌د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوتېرېش او ځینې نور استازي او ګډونوال د غونډې تالار ته ننوتل او نن به دوه مهمې غونډې کېږي.

په دواړو غونډو کې به د ملګرو ملتونو سرمنشي او د سیمې او نړۍ ځانګړي استازي برخه لري. په دغه ناسته کې د افغانستان له مدني او بشري فعالانو درې ښځې او دوه سړي‌ هم برخه لري. یوه یې محبوبه سراج ده.

نوموړې د بي‌بي‌سي یوې پوښتنې ته په ځواب کې چې طالبان په دغه ناسته کې د افغانستان په استازیتوب د نورو افغانانو په ګډون خوښ‌ نه دي، وویل "ولې نور افغانان برخه وانه خلي؟ افغانستان مدني ټولنه نه لري؟ افغانستان ښځې نه لري؟ افغانستان نور خلک نه لري؟ یانې ولې؟ دا زموږ ټولو لپاره سپکاوی دی، په ټوله مانا."

دوحه

د غونډې يوه ګډونواله شاه ګل رضايي چې د افغانستان د مندني ټولنې په استازولۍ غونډې ته ورغلې وايي، "موږ بايد د حلارې موندلو لپاره د پراخو او ټولشموله خبرو له لارې چې د ښځو او ټولو اړخونو ګډون په کې وي د بحث په لور ولاړ شو."

په قطر کې د طالبانو حکومت سفیر ډاکټر محمد نعیم بي‌‌بي‌سي ته په مرکه کې ویلي و چې دوی [د طالبانو حکومت] د افغانستان رسمي استازي دي او د هېواد په استازیتوب باید بل څوک دغې ناستې ته نه وای بلل شوي.‌ د دوحې په ناسته کې د طالب استازو د ګډون یو شرط همدا بلل کېږي.

پرون (یکشنبه) نژدې ټول بحثونه دوه اړخیزه او څو اړخیزه وو، خو د ورځې پای کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش په مشرۍ د سیمې له ځانګړو استازو سره ناسته نژدې څو ساعته وغځېده.

په دې ناسته کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتېرېش په ګډون د سیمې نژدې د ۲۵ هېوادونو او بنسټونو استازه برخه لري.‌

یو شمېر غربي ډیپلوماتان د افغانستان لپاره د دوحې په غونډه کې د نه ګډون په اړه د طالبانو له پرېکړې ناراضه ښکاري.

یوه لوېدیځ دیپلومات بي بي سي ته وویل، د طالبانو دا کړنه ښيي چې دوی [د طالبانو حکومت] له نړۍ سره په تعامل کې جدي نه دي او له دې پرېکړې سره یې د افغانستان له کړکېچه د وتلو پر لارو چارو د خبرو یو ښه فرصت له لاسه ورکړی دی.

د ویډیو تشریح، قطر کې د طالبانو سفیر: زموږ مهمو غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ویل شوی

په دوحه کې د طالبانو د حکومت سفیر ډاکټر نعیم له بي‌بي‌سي پښتو سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، په دغه ناسته کې یې د دوی استازو ځکه ګډون نه دی کړی چې نه غواړي "په دې ناسته کې تشریفاتي ګډون ولري."

نوموړی وايي، د دوی دوو مهمو غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ویل شوی. له افغانستانه په دغه کنفرانس کې یوازې د طالب استازو ګډون او د ملګرو ملتونو له سرمنشي‌ سره مخامخ خبرې د دوی دوه مهم شرطونه وو.‌

په دوحه کې دیپلوماتان هم وايي چې طالبانو د دې پرېکړې سره "د دوی اعتبار ته زیان رسولی دی".

د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینیټ په اېکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي، هغه پخپله د دوحې په غونډه کې ګډون نه کوي، خو هیله لري چې د دوحه غونډه کې به "هراړخیز" بحثونو د بشري او ښځو حقونو "لومړیتوب" ته ځانګړي شوي وي.

قطر په تېرو کلونو کې له طالبانو سره د امریکا په خبرو اترو کې مهم رول لوبولی او د ډېرو غونډو کوربه توب یې کړی دی.