تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د دوحې دویمه ناسته؛ چمتووالی بشپړ شوی، په څو ساعتونو کې پیلېږي
د قطر په پلازمېنه دوحه کې د ملګرو ملتونو په مشرۍ د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه نن یکشنبه پیلېدونکې ده. دغه غونډه به سبا هم روانه وي. حفیظ الله معروف چې د دغې جوړېدونکې دوه ورځنۍ ناستې د خبرې پوښښ لپاره دوحې ته تللی، وايي د ملګرو ملتونو د سر منشي انتونیو ګوتېرېش په ګډون ګڼ استازي د غونډې ځای ته رسېدلي دي.
ټاکل شوې د ورځې په لومړیو کې به دوه اړخیزې ناستې وي او د ورځې په وروستیو کې به د افغانستان لپاره د سیمې د هېوادونو ځانګړي استازي عمومي مجلس ولري.
ټاکل شوې، لکه د تېر په څېر د شاوخوا شلو هېوادونو استازي به پر افغانستان بحثونه کوي، خو غونډه به د بندو دروازو تر شا د خبریالانو له کمرو لېرې ساتل کېږي. لومړۍ غونډه د تېر ۲۰۲۳ کال د مۍ په لومړیو کې جوړه شوې وه.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت اعلان کړی چې دوی د دوحې په ناسته کې ګډون نه کوي.
د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزارت پرون شنبه (د فبرورۍ ۱۷مه) په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه وزارت "ملګرو ملتونو ته واضحه کړې ده چې، که اسلامي امارت د یواځيني مسؤول لوري په توګه د افغانستان په استازیتوب ګډون کوي او د دوحې ناسته کې د افغان پلاوي او ملګرو ملتونو ترمنځ په لوړه کچه پر ټولو مسایلو د واضحو خبرو زمینه برابره شي، نو ګډون به کټور وي، خو په دې برخه کې د نه پرمختګ له امله د امارت لخوا بېنتیجې ګډون ګټور ونه بلل شو."
په اعلامیه کې زیاته شوې "که ملګري ملتونه موجوده حقایق درک کړي او د څو محدودو لوریو تر اغېز او فشار لاندې رانه شي او دا ټکی په پام کې ونیسي چې د افغانستان اوسنی نظام د تېر شل کلن رژیم په څېر د چا تر اغېز لاندې نه راځي؛ نو د دې امکان شته چې د افغانستان اسلامي امارت سره په خبرو کې پرمختګ وشي."
دې غونډې ته په دوحه کې د طالبانو د سفارت استازي هم نه ورځي.
پحثونه پر څه کېږي؟
ملګري ملتونه او په ځانګړي ډول امریکايي ديپلوماتان هڅه کوي چې په افغانستان د طالبانو له حکومت سره د نړۍ چلن له "یوه دریځه وي." د دوحې په تېره غونډه کې هم یوه سلا پر دې شوې وه چې په افغانستان کې د بشري وضعیت د کابو کولو لپاره دې نړیواله ټولنه د طالبانو له حکومت سره ښکېله پاتې شي.
که څه هم د طالبانو ځینې مخالفان په افغانستان د ملګرو ملتونو او ځینو هېوادونو ښکېلتیا سره مخالف دي او په دې اړه یې غونډې هم کړې دي، خو د سیمې هېوادونه، امریکا او ملګري ملتونو په دې باور دي چې د طالبانو له حکومت سره له ښکېلتیا پرته بله لار نه لري، خو هممهاله دا ټینګار هم کوي چې دا ښکېلتیا د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندنې په مانا نه ده.
د دوحې په دوه ورځنیو ناستو کې به د ملګرو ملتونود عمومي منشي له لوري د ارزونکي فریدون سینیور اوغلو خپلواکو اروزونو باندې هم بحث کېږي چې امنیت شورا د رایو په اکثریت د ۲۰۲۳ کال په ډسمبر کې تائید کړې دي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ۲۰۲۳ کال په مارچ کې له عمومي منشي غوښتنه کړې وه چې د افغانستان په اړه خپلواکې ارزونې ورته وړاندې کړي. د همدې لپاره ښاغلي اوغلو د افغانستان به بېلابېلو ولایتونو کې له خلکو، طالب چارواکو او بهرنیانو سره خبرې کړې وې او پر بنسټ یې خپلې ارزونې لیکلې وې.
د هغه په ارزونو کې یوه مهم وړاندیز دا و چې نړیواله ټولنه او مرسته کوونکي دې له افغانستان سره ښکېلتیا ته دوام ورکړي. د هغه په وړاندیزونو کې دا هم ویل شوي وو چې د نړیوالې ټولنې په اقتصاد او سیاست کې د افغانستان د بېرته ورګډېدو لپاره یوې تګلارې ته اړتیا شته.
اوس اټکل دا دی چې ښايي د دوحې په مجللو هوټلونو کې د دوه ورځینو ناستو پر مهال پر همدغسې یوې تګلارې او بهیر هم بحث وشي- هاغسې چې په ارزونو کې یې وړاندیز شوی او امنیت شورا یې هم ملاتړ کړی دی.