د غزني‌ ګیرو ولسوالۍ کې د "پخواني ماین" چاودنې ۹ ماشومان وژلي‌

په غزني کې د طالبانو حکومت سیمه‌ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په ګیرو ولسوالۍ کې د یوه پخواني‌ ماین چاودنې لږترلږه ۹ ماشومان وژلي دي.

پژواک خبري‌اژانس د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست چارواکو په حواله لیکلي چې دا پېښه تېره ورځ ناوخته د ګیرو ولسوالۍ په ځدراڼو کلي کې شوې.

د غزني د اطلاعاتو امر مولوي‌ منصور افغان ویلي، چې د روسانو له وخته راپاتې ماین د لوبو پر مهال پر ماشومانو چاودلی دی.

د نوموړي‌ په وینا په وژل شویو کې پنځه نجونې او څلور هلکان دي او عمرونه یې هم د څلورو او لسو کلونو ترمنځ ښودل شوي دي.

دا مرګونې پېښه داسې مهال شوې چې روانه اوونۍ (د اپریل ۴مه) د 'ماین د خطر په اړه د عامه پوهاي‌ نړیواله ورځ' نمانځل کېږي.‌

د ماین پاکۍ موسسو د مالوماتو له مخې په افغانستان کې لسګونه ډوله ماینونه او ناچاودنه مهمات موجود دي.‌

یوناما یا په فغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت همدا نن (دوشنبه) پر خپله فېسبوک پاڼه یوه پیغام کې لیکلي، چې د تېرو څو لسیزو په اوږدو کې ماینونو او له جګړو پاتې شویو ناچاوده توکو زرګونو ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله اړولې، چې ډیرې یې ماشومان دي.

که څه هم افغانستان کې د ماینونو د قربانیانو کره شمېر مالوم نه دی، خو ملګرو ملتونو تېر کال په یوه رپوټ‌ کې وویل چې له ۱۹۸۹ زېږدیز راهیسې نږدې ۵۷ زره ملکي افغانان د ماینونو او ناچاودو توکو ه چاودنو کې یا وژل شوي او یا هم ټپي‌‌ شوي دي.

له جګړې پاتې شوي چاودیدونکي توکي او په لارو او کروندو کې ځای پر ځای شوي ماینونه،‌ تر ډېره د هغو بې ځایه شویو ملکیانو ژوند ګواښي، چې تر جګړې وروسته خپلو مېنو ته ګرځي.

دا خطر هغه مهال نور هم زیاتېږي چې پر دغو ماینونو د ملکي د سپرلۍ موټر وربرابر شي‌ او یا ماشومان ناچاودي مهمات ومومي او لوبې پرې کوي.

په افغانستان کې له ۱۹۸۹ زېږدیز کال راهیسې د ماین پاکۍ عملیات روان دي.‌

یوناما وايي،‌ د ماین پاکۍ برخه کې بشردوستانه همکارانو په دې موده کې شاواخوا ۳ زره مربع کیلومتره ځمکه له ماینونو او د نورو ناچاوده توکو پاکه کړې ده.

د ماينونو لټولو،‌ موندلو او شنډولو پروسه هم اوږده او له خطر تشه نه ده.

د ملګرو ملتونو عمومي‌ اسمبلۍ د ۲۰۰۵ کال ډسمبر کې د اپریل څلورمه د ماین د خطر په اړه د عامه پوهاوي‌ ورځ ونوموله او دا ورځ ۲۰۰۶ کال راهیسې رسمآ‌ نمانځل کېږي.‌

د دغه سازمان مالومات ښيي‌ چې اوس هم ماینونه او ناچاوده مهمات هر کال د نړۍ ۸۴ هېوادونو کې د ۱۵ او ۲۰ زرو ترمنځ‌ خلکو ته مرګژوبله اړولي.‌