تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ماینونه هره میاشت نژدې ۱۰۰ افغانانو ته تلفات اړوي
د ماینونو تلفاتو په اړه معلومات خپروونکې موسسې 'له ماینونو اغېزمن افغانان ' په وینا افغانستان کې هره میاشت نژدې ۱۰۰ کسانو ته د ماینونو چاودنو کې مرګژوبله اوړي.
دغه موسسه وايي، ۲۰۱۶ کال کې د ماینونو چاودنو نژدې ۲۰۰۰ کسان یا وژلي او یا یې ټپیان کړي دي. مسوولان وايي دغه شمېر د وړم کال پرتله ډېر دی. د دغې موسسې مشر اسلام محمدي وايي:
''له بده مرغه د وړم کال پرتله، پروسږ کال ۶۳۳ ډېر کسان ماینونو اغېزمن کړي دي. دا په لاس جوړشوي ماینونه دي، هروخت او هرځای کې چې وغواړي ځای پرځای کېدای شي. د دغو ماینونو ډېری قربانیان د افغانستان په سویلي ولایتونو کې دي.
رسمي شمېرې ښيي، له تېرو پنځو کلونو راهیسې افغانستان کې د نړۍ بل هر هېواد پرتله ډېرو کسانو ته د ماینونو چاودنې له کبله تلفات رسېدل، خو په یمن کې د جګړې له پراختیا وروسته اوس افغانستان دویم ځای لري.
له ماینانو د اغیزمنو افغانانو موسسې مسوولان وايي، اوس د افغانستان ۸۰ سلنه خاوره له هغو ماینونو پاکه شوې، چې د شوروي اتحاد یرغل پر مهال تر ځمکه لاندې شوي وو.