بي بي سي ولې حماس وسله والو ته "ترهګر" نه وايي؟

پر بي بي سي نیوکې دي، چې په خپلو خبري پوښښونو کې ولې حماس د "وسله والو ترهګرو" په نامه نه یادوي. خو بي بي سي له خپلې دې تګلارې دفاع کړې.

د بي بي سي یوه ویاند ویلي، دا د بي بي سي ډېره پخوانۍ تګلاره ده چې پخپله دا اصطلاح چا ته نه کاروي، او یوازې د بل له خو په مستقیم نقل قول کې کارول کېږي.

د بریتانیا دفاع وزیر ګرانت شاپس ویلي "دا یو شرموونکی" سیاست دی.

د بي بي سي د نړیوالو چارو خیریال جان سیمپسون ویلي: "یو چاته تروریست ویل په دې مانا دي‌ چې تاسې یو اړخ نیسئ او له هغې پېښې سره بې پرې چلن نه کوئ."

خو د بریتانیا دفاع وزیر بیا وايي، بي بي سي باید خپل "اخلاقي اصول وټاکي."

نوموړي ال بي‌ سي راډیو ته ویلي: "دا نظر چې ګویا یو ډول توازون موجود ده، په حقیقت کې د بي بي سي شرموونکی سیاست دی، هغوی به تل د دوو اړخونو خبره کوي."

ښاغلي‌ شاپس زیاته کړې چې حماس "بې ګناه خلک، نوي زېږېدلي ماشومان، د جشنوارو ګډونکوونکي او متقاعدین وژلي." په بریتانیا کې یو منع کړل شوی سازمان دی، دا په دې مانا چې دولت رسما یو "ترهګریز" سازمان یاد کړی چې حمایت یې ناقانونه دی.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر جیمز کلورلي او د کلتور وزیرې لوسي فریزر هم له بي بي سي غوښتي‌ چې په خپل دغه سیاست له سره غور وکړي.

د کارګر ګوند مشر کېیر سټارمرهم ویلي، چې بي بي سي "باید وضاحت ورکړي چې ولې د (تروریست) کلمه نه کاروي."

ښاغلي‌ سټارمر ال بي سي راډیو ته ویلي: "مونږ حماس تروریست یاد کړی او زما په اند دا هغه څه دي چې مونږ یې شاهدان یوو."

د بي بي سي ویاند بیا ویلي: "مونږ تل د کلماتو کارولو ته ډېر پام کوو او جدي یې نیسو. هر څوک چې زمونږ خبري پوښښ ګوري او یا یې اوري، په کراتو به د تروریست کلمه اوري خو مونږ دا یوازې د هغه چا له خولې لیکو، چې دا کلمه یې په خپلو خبرو کې کارولې وي، مثال د بریتانیا حکومت. کلونه کېږي چې مونږ دا تګلاره لرو او نورو رسنیو سره ورته ده."

نوموړي همدا راز زیاته کړې: "بي بي سي د رسنیو د اصولو له مخې یوه خپلواکه رسنۍ ده او دنده یې خلکو ته د پېښو کره مالوماتو وړاندې کول دي، چې مخاطبین یې وکولی شي پخپله قضاوت وکړي."

جان سیمپسون پر اېکس "پخواني ټوېټر" لیکلي: "بریتانوي سیاستمداران په دې ډېر ښه پوهېږي چې بي بي سي ولې د (ترهګر) کلمې له کارولو ډډه کوي او د کلونو په اوږدو کې یې له دوی ډېر په شخصي توګه له دې سره همغږي پاتې شوي."

غزه کې د اسرائیلو جګړه تېره شنبه د اکتوبر پر اوومه د اسرائیلو په سویل برخه کې د حماس له برید وروسته پیل شوه، چې تر اوسه هم د نړۍ د خبرونو سرټکي ده.

د حماس وسله وال د اسرائیلو استوګنیزو سیمو ته ننوتي وو، لږ تر لږه ۱۲۰۰ کسان یې وژلي او لسګونه نور یې یرغمل نیولي دي.

اسرائیلو هم د غزې پر تړانګه هوايي‌ بریدونه کړي چې له ۱۰۰۰ زیات فلسطینیان یې وژلي دي.

اسرائیلو همدا راز غزه کې د برېښنا، اوبو او سون ټولې سرچینې بندې کړي دي.

د کلماتو په کارولو کې د بي بي سي لارښوونې څه دي؟

د بي بي سي له خوا جوړو شویو لارښوونو کې راغلي، د "تروریست" کلمه ښايي د وضعیت په پوهېدو کې خنډ رامنځته کړي."

په دې لارښوونو کې راغلي: "باید هغه څه چې پېښ شوي، لېدونکو ته یې بیان کړو، خو باید داسې کلمې وکاروو، چې په ځانګړي ډول د یوه کار ترسره کوونکی په ډاګه کړي. لکه بریدګر، برید کوونکی، ټوپکوال، سړي تښتوونکی، بلواګر او اورپکی."

دغه لارښوونی زیاتوي: "مونږ باید د نورو د خولې خبرې خپلې نه کړو، زمونږ مسولیت دا دی چې بې پرې واوسو او په داسې بڼه خبر وړاندې کړو چې قضاوت او ارزونه مخاطبینو ته پاتې شي."