په اسرائیلو کې د "بېړني حکومت" د جوړولو په تړاو هوکړه وشوه

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د اپوزېسیون مشر بیني ګانتز د "بېړني حکومت" په جوړولو هوکړه وکړه.

د نتنیاهو، ګانتز او د دغه هېواد د دفاع وزیر په شتون سره به یوه "جنګ کابینه" هم جوړه شي.

دا به په دې معنی وي چې د جګړې په وخت کې به "هېڅ دولتي قانون یا پرېکړه چې له جګړې سره تړلې نه وي " لومړیتوب نه ورکول کېږي، او په حکومت ټولې لوړ پوړي ګومارنې به په اوتومات ډول د جګړې په وخت کې وغځول شي.

بل پلو د غزې چارواکي وايي، د اسرائیلو د محاصرې له دوام سره د برېښنا یوازینۍ فابریکه د تېلو له کمښت سره مخ شوې او د برېښنا تولید امکان نه لري. د دې اونۍ په پیل کې اسرائیلو اعلان وکړ چې دوی به د پولې څخه د برېښنا، تېلو او اوبو مخه ونیسي.

په غزه کې د اسرائیلو د هوايي بریدونو په دوام د غزې ډېر خلک ښوونځیو او روغتونونو ته پناه وړي.

د اسرائیلو په شمال او جنوب کې د بریدونو د خطر زنګ اورېدل شوي او له غزې د ور ویشتل شویو توغندیو د لګېدو له امله د خلکو د ټپي کېدو رپوټونه ورکړل شوي دي.

د اسرائیلو پوځ وايي، د غزې پولې ته څېرمه یې د زېرمه ځواکونو په ګډون د ۳۰۰ زره پوځیان ځای پر ځای کړي دي.

په اسرائیلو کې د حماس د شنبې ورځې په بریدونو کې د وژل شويو کسانو شمیر ۱۲۰۰ ته رسېدلی دی، په داسې حال کې چې په غزه کې د اسرائیلو په هوایي بریدونو کې له زرو څخه ډېر کسان وژل شوي دي.

اسرائیلو د حزب الله د وسله والو د برید په ځواب کې د لبنان پر خاوره هم هوايي برید کړی دی.

د رپوټونو له مخې د امریکا پر پوځي مرستو لومړۍ بار الوتکه د اسرائیلو سویل کې ناسته ده. دا په داسې حال کې ده چې د امریکا جنګي بېړۍ او الوتکې هم د مدیترانې ختیځ ته رسېدلې دي.

واشنګټن ویلي، و دغه ځواک د دې لپاره سیمې ته استوي چې د هغو عواملو مخه ونیسي چې ښايي د وضعیت د لا ترینګلي کېدو او د جګړې د پراخېدو هڅه وکړي.‌