پر غزې هوايي بریدونه دوام لري؛ اسرائیل کې د وژل شویو شمېر ۱۲۰۰ ته رسېدلی

پر اسرائیل د فلسطین د حماس غورځنګ د شنبې ورځې له کم ساري برید را وروسته سیمه کې په روان تاوتریخوالي کې د مرګژوبلې شمېر مخ په لوړېدو ده.

د اسرائیل حکومت ویلي چې په دغه هېواد کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۲۰۰ ته رسېدلی.

د دغه هېواد کان خبري رسنۍ ویلي د وژل شویو کسانو ستره برخه ملکیان دي.

د اسرائیل دفاع وزارت سې‌شنبه وویل چې د حماس وسله والو غزې ته نږدې د اسرائیلو په 'کفار عزه' کلي کې بشپړې کورنۍ له تېغه تېرې کړې او د ښځو او ماشومانو په ګډون یې له ځینو ان سرونه پرې کړې دي.

هممهاله په غزه کې هم د اسرائیلي ځواکونو په ځوابي بریدونو کې تر اوسه له ۹۵۰ ډېر کسان وژل شوي دي.

ملګري ملتونه وايي دغلته د اسرائیلي ځواکونو د دوامداره هوايي بریدونو له کبله له ۲۶۰ زرو ډېر کسان بې ځایه شوي دي.

تازه امریکا او اسرائیلو له مصر سره د دې لپاره خبرې پیل کړې، چې د غزې ملکي بې ځایه شویو ته دغه هېواد ته د اوښتلو خوندي لار برابره کړي.

اسرائیلو ویلي په غزه کې ځمکني عملیات هم پیلوي.

هممهاله د امریکا ولسمشر جو بایډن سې‌شنبه یوه خبري غونډه کې پر اسرائیل د حماس برید یوه کاملآ شیطاني کړنه وبلله.

هغه وویل حماس د فلسطینیانو استازی نه دی او دا چې اوس په غزه کې ملکي فلسطینیان د اسرائیل د بریدونو پر وړاندې د ډال په توګه کاروي.‌

ښاغلي بایډن ژمنه وکړه، چې هېواد له اسرائیلو سره ولاړ دی او دا به تضمینوي چې دغه هېواد د ځان دفاع کولی شي.

وروستي رپوټونه دا دي چې د امریکا پر پوځي مرستو لومړۍ بار الوتکه د اسرائیلو سویل کې ناسته ده.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا جنګي بېړۍ او الوتکې هم د مدیترانې ختیځ ته رسېدلې دي.

واشنګټن ویلي و دغه ځواک د دې لپاره سیمې ته استوي چې د هغو عواملو مخه ونیسي چې ښايي د وضعیت د لا ترینګلي کېدو او د جګړې د پراخېدو هڅه وکړي.‌

پر دې سربېره ټاکلې د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن هم چارشنبه اسرائیل ته سفر وکړي.

هغه به سیمې ته د دغه دوه ورځني سفر پر مهال پر اسرائیلي چارواکو سربېره اردن ته هم ولاړ شي.

غزه کې وضعیت څنګه دی؟

اسرائیلي ځواکونو له تېرو پنځو ورځو راهیسې پر غزې درانه هوايي ګوزارونه کوي.

دوی همدا راز دا تړانګه په بشپړ کلابنده کړې، او اجازه نه ورکوي چې ان بشري مرستې، خوراکي توکي او درمل ور انتقال شي.

اسرائیلي ځواکونه د دې لپاره پر غزې ورټول دي، چې هلته ځمکني عملیات پیل کړي.

اسرائیل وایي بریدونو ته به تر هغې دوام ورکړي،‌ چې حماس یې په بشپړ ډول له پښو نه وي غورځولی.

غزه کې د بي‌بي‌سي خبریال وايي، دغلته روان بریدونه دومره ځواکمن دي چې ده یې په تېرو شلو کلونو کې ساری نه دی لیدلی.

د فلسطین روغتیا وزارت د فېسبوک په وروستي پیغام کې لیکلي، چې په غزه کې تر اوسه له ۹۵۰ ډېر کسان وژل شوي چې نږدې نیم یې ښځې او ماشومان دي.

دغه وزارت د څلور نیم زره کسانو د ټپي کېدو هم ویلي دي.

پر دې سربېره په لویدیزه غاړه کې هم د ۲۱ فلسطینیانو د وژل کېدو او لسګونو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړ شوی دی.

حماس منلې چې د غزې په هوایي بریدونو کې د دوی دوه چارواکي هم وژل شوي.

د 'زکریا ابو معمر' او 'جواد ابو شمال' په اړه ویل شوي چې د حماس د سیاسي بیرو غړي وو.

دوی سې‌شنبه سهار وختي 'خان یونس' کې په یوه برید کې وژل شوي.

غزه کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه سازمان یوې مدیرې جنیفر اسټن ویلي، په دې تراړه کې د دوی لخوا ۸۸ اداره کېدونکي ښوونځي د بې‌ځایه شویو خلکو په بیړنیو پنډغالو اوښتي دي.‌

هغې زیاته کړې "۱۷۷ زره کسانو موږ ته پناه راوړې" او دا چې دغلته ورغلي کسان یوازې ۱۲ ورځو لپاره خواړه او اوبه لري.

یوه فلسطیني-بریتانوي ډاکتر چې له لسیزو راهیسې د غزې له ټولو لوی او مشهور روغتون الشفاء کې خلکو ته خدمات رسوي، بي بي‌ سي ته ویلي چې د دې سیمې روغتیايي سیستم د پاشل کېدو په درشل ولاړ دی.

ډاکتر غسان ابو ستاح ویلي چې د غزې روغتیايي سیستم همدا اوس په ګونډو دی.

نوموړی وایي، تېرو ۷۲ ساعتونو کې له ۳۰۰۰ ډېر ټپيان وروړل شوي او که د درملو او مرستندویه توکو ورلېږدېدو لپاره بشر دوستانه دهلیز پراننیستل شي، غزه به دوام ونه کړي.

دی وایي "خلک په خپلو کورونو کې ټپي کېږی. نږدې ۳۰ تر ۴۰ سلنه یې ماشومان دي. په جګړه کې معمولآ هڅه کېږي چې ټپيان ژر رخصت شي چې نورو ټپیانو ته ځای وموندل شي. خو روغتون ته چې اکثرآ کسان راوړل کېږي، کورونه یې ویجاړ شوي، سړکونو ته یې نشوو ایستلی."

له غزې او نړۍ غبرګونونه څه دي؟

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوول جوزف بورېل ویلي غزه کې د اسرائیل ځینې اقدامات له نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې دي.

ښاغلي بورېل سې‌شنبه وویل چې اسرائیل د ځان د دفاع حق لري خو دا کار باید د نړیوالو او بشر دوستانه قوانینو له مخې وشي.

هغه دا څرګندونې د اروپايي‌ ټولنې د ۲۷ غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو له غونډې وروسته کړې دي.

نوموړي وویل چې د اروپايي‌ ټولنې ډېر غړي هېوادونه پر فلسطینیانو د مرستو د بندیدو مخالف دي.

تر دې یوه ورځ مخکې اروپايي کمېسیون اعلان کړی و چې فلسطینیانو سره به ټولې مرستې ودرول شي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي د اسرائیلو لخوا پر غزې د اوبو او برېښنا پرې کېدل له نړیوالو بشري حقونو سرغړونه ده.

هغه سیمې ته د امریکا د جنګي بېړیو په ورتګ هم نیوکه وکړه.

نوموړي وویل "د امریکا دا جنګي بېړۍ اسرائیل کې څه کوي؟ د کوم کار لپاره راغلي دي؟"