اسرائيلو ته د حماس خبرداری؛ "که هوايي بریدونه ونه درول شي، لسګونه نیول شوي اسرائیلیان به ووژني"

د حماس ډلې لخوا د "طوفان الاقصی اپرېشن" عملیاتو او د اسرائیلو په ځوابي بریدونو کې تر دې دمه لږ تر لږه د ۹۰۰ اسرائیلیانو او ۷۷۰ فلسطنیانو د وژنې پخلی شوی دی.

د رپوټونو له مخې له سلو تر ۱۵۰ نور اسرئیلیان په غزه کز د فلسطنیانو لخوا برمته نېول شوي دي.

د اسرائیلو لومړي وزیر نتن یاهو ژمنه کړي چې د دې کسانو د خلاصون او پیدا کولو په موخه به له هر څه کار واخلي.

بلخوا حماس ډلې خبرداری ورکړی چې که اسرائیلو پر غزا هوايي بریدونه ونه درول، نیول شوي اسرائیلیان به ووژني.

د فلسطین د عامې روغتیا وزارت نن 'سې شنبه' ویلي د اسرائیلي ځواکونو په بریدونو کې لږ تر لږه ۷۷۰ فلسطنیان وژل شوي او له څلور زرو ډېر نور کسان ژوبل شوي دي.

هممهاله د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي، چې پر اسراییل برید کې د ۱۱ امریکايانو وژل کېدل هم تایید شوي دي.‌

هغه ویلي ګڼ نور امریکايي‌ وګړي بې‌درکه دي.

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نېتانیاهو دوشنبه ومنله چې د دوی سویلي‌ سیمو ته د شنبې پر ورځ د حماس یو شمېر ننوتي وسله وال تر اوسه هم جګړه او مقاومت کوي.

د اسراییل دفاع وزیر یواو ګالانت د غزې د "بشپړې کلابندۍ" امر کړی.

هغه ويلي"غزه به په بشپړه توګه کلابنده کړو، برېښنا، خواړه، اوبه، ګاز، هر څه به پرې وتړل شي."

د اسراییل او فلسطین ترمنځ د کړکېچ ډېرېدو ته په کتو د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، چې انقره د دښمنیو په درېدو او د یرغمل شویو کسانو په خوشې کېدو کې منځګړیتوب ته چمتو ده.

هغه له اسراییل وغوښتل چې پر فلسطیني سیمو هوايي بریدونه ودروي.

نوموړي هممهاله له فلسطیني وسله والو هم وغوښتل چې د اسراییلي ښارګوټو له ځورولو لاس واخلي.

د روغتیا نړیوالې ادارې غزې ته د مرستو رسولو لپاره غږ پورته کړی.

د روغتیا نړیوالې ادارې او د ماشومانو خوندیتابه لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې ادارې یا یونیسف غزې ته د مرستو رسولو په موخه د خوندي لارې غوښتنه کړې ده.

دا غوښتنه له هغې وروسته مطرح کېږي چې د اسرائيلو لخوا پر غزې برېښنا او اوبه پرې شوي او د خوراکي توکو لېږد را لېږد هم له ستونزو سره مخ دی.

د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي وولکر ترک بیا که له یوې خوا د حماس حملې غندلي له بلې خوا یې د اسرائیلیو لخوا د غزې کلابندي هم د ناقانونه عمل بللی دی.