اسراییل او حماس ډلې پرلپسې پنځمه ورځ پر یوه بل بریدونه کړي

د اسراییلو پوځ او حماس ډلې پرلپسې پنځمه شپه هم پر یوه بل بریدونه ته ادامه ورکړه. اسراییل وايي، هوايي او ځمکني پوځونو یې بریدونه کړي، خو غزې ته نه دي ننوتي.

دې نښتو نړیوالې اندېښنې راټوکولې دي او ډېری هېوادونه او نړیوال سازمانونه غواړي روان تاوتریخوالی ژر تر ژره ودرل شي، خو دې غوښتنو تر اوسه کومه ګټه نه ده کړې او

وروستیو ورځو کې اسراییلو خپل ۷۰۰۰ احتیاطي سرتېري خدمت ته وربللي دي.

بل لور ته حماس خبر ورکړی چې د اسراییلو پر سوېل یې خپل نوي توغندي توغولي چې د ۲۵۰ کیلومتر واټن ویشتلو وړتیا لري.

هغه څه چې کولی شي د دواړه خواوو ترمنځ د تاوتریخوالي کچه نوي پړاو ته پورې وهي.

له دې سره ورته وخت د یهودي او عربو اسراییلي وګړو ترمنځ د اخ و ډب نوې پېښې هم رامنځته شوې دي.

د حماس ډلې وسلوالو غزه کې تر هغه وروسته د اسراییل پر لور لسګونه توغندي وتوغول چې د اسراییلو په هوايي برید کې یې څو قومندانان ووژل شول او یوه ګڼ پوړې ودانۍ ونړېده.

د اسراییلو په هوايي بریدونو کې ګڼو فلسطیني ملکیانو ته مرګژوبله اووښتې چې په کې ماشومان هم ول.

اسراییل وایي، فلسطیني وسلوالو تراوسه پر اسراییل له زرو ډېر توغندي توغولي دي او دغه هېواد هم په ځواب کې پر غزه سلګونه هوايي بریدونه کړي دي.

د امریکا د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن چې له اسراییلي لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د فلسطیني ادارې له ولسمشر محمود عباس سره غږېدلی ویلي، دمګړۍ ټول تمرکز پر دې دی چې دواړو خواوو ترمنځ تاوتریخوالی ودرول شي:

"دا کار د هغو تماسو او جامع خبرو اترو یوه برخه ده چې د امریکا د دولت په ټولو کچو کې له خپلو شریکانو سره ترسره کوو. موخه دا ده چې هغه تاوتریخوالي ته د پای ټکی کېږدو چې د بېګناه ماشومانو، ښځو او نارینه و ژوند اخلي".

وروسته له دې چې پر دوشنبه جګړه پیل شوه او مخ په سختېدو شوه ملګرو ملتونو خبرداری ورکړ چې که ونه درول شي دا به په بشپړې جګړې بدله شي. دواړه لوري یو بل د تاوتریخوالو په پیل کولو تورنوي.

د غزې په تړانګه کې تر سلو ډېر کسان وژل شوي، او په اسراییلو کې اووه کسان وژل شوي.

د فلسطینۍ ادارې مشر محمود عباس د بهرنیو اړیکو سلاکار نبیل شعث بي بي سي ته وویل د اسراییلو بریدونه د دې لامل شول چې نښتې دوام ومومي.

ښاغلی شعث وايي، مسله د راکټي بریدونو درول نه ده. مسله د اسراییلو د یرغل درول ده. دا چې په بیت المقدس کې زموږ د خلکو پر وړاندې د اسراییلو اقداماتو ودرول شي او دا له لوېدیځې غاړې د غزې جلا کول غواړي او نه پرېږدي خلک د خپلې رایې ورکولو له حقه برخمن شي.

بل لور ته اسراییل فلسطینی لوری د بریدونو په ترسره کولو تورنوي. د بیت المقدس ښاروال مرستیاله فلور حسن ناهوم چې د بنیامین نتنیاهو په مشرۍ د لیکود ګوند غړې ده بي بي سي سره خبرو کې فلسطینیان تورن کړل چې د ځانګړو ګټو له پاره راکټي بریدونو ته ادامه ورکوي.

اغلې ناهوم وايي، حماس په ساده ګۍ کولی شي خپل بریدونه ودروي، خو دوی هڅوونکي کارونه کوي او له یوې مودې راهیسې د جګړې شا نیولې ده. حماس او ایران دواړه جګړه غواړي. فلسطیني اداره غواړي خلک د ټاکنو له نه ترسره کېدو منحرف کړي.

په یوه بل بدلون کې اسراییلو ټینګار کړی چې د لبنان له لوېدیځه ددغه هېواد پر شمال درې توغندي توغول شوي. اسراییلو ویلي چې توغندي پر نامېشتو سیمو پرېوتي. د اسراییلو پوځ نه دي ویلي چې څوک د دې کار مسول دي خو په لبنان کې سرچینې وايي دا کار ښايي یوې فلسطینۍ ډلې کړی وي.