تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د پښتون ژغورنې غورځنګ پېژندل شوی غړی ګیلهمن وزیر په برید کې ټپي شوی
- Author, راصد ځواک
- دنده, بيبيسي
په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر یوه پېژندل شوي غړي ګیله من وزیر برید شوی دی.
پر خواله رسنیو خپرو شویو تصویرونو کې ښکاري چې نوموړی ظاهرآ یوه روغتونو کې پر کټ پروت دی او روغتیاپالان ورسره بېړنۍ روغتیايي مرسته کوي.
په تصویرونو کې دا هم لیدل کېږي، چې د نوموړي پر سر پټۍ لګول شوې او جامې یې په وینو سرې دي.
تر اوسه دا نه ده روښانه چې ګیله من وزیر د بدن په کوم ځای او څو ځایه لګېدلی، خو ملګرو یې روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ ښودلی دی.
د رپوټونو له مخې، پر هغه دا برید نن یکشنبه ماښام مهال د پاکستان د پلازمېنې اسلام اباد په اېف-۱۷ سیمه کې شوی دی.
تر اوسه چا د دغه برید مسوولیت نه دی منلی.
پر ګیله من وزیر برید پاکستان او افغانستان دواړو کې له پراخ غبرګون سره مخامخ شوی او ګڼو کسانو د خواله رسنیو پیغامونو کې غندلی دی.
ګیله من وزیر د پښتون ژوغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین نږدې ملګری، د دغه غورځنګ د مرکزي شورا غړی او پر دې سربېره د پښتو ژبې شاعر دی.
دی اکثرآ په خپلو انقلابي شعرونو کې پښتانه یووالي ته رابولي او د تېرو کلونو د جګړو او ناخوالو کیسې کوي.
نوموړی همدا راز پر خواله رسنیو او د پيټيایم په غونډو او جلسو کې د پاکستان پر اېسټبلېشمنټ او وسله والو ډلو دواړو د بېباکه او توندو نیوکو له کبله مشهور دی.
د یادونې ده چې د پاکستان حکومت ګیله من وزیر د دغه راز څرګندونو له کبله نیولی او څو میاشتې بندي کړی هم و.
هغه له بنده تر خوشې کېدو وروسته ادعا کوله چې په زندان کې سخت ربړول شوی دی.
ګیله من وزیر کلونه مخکې په خلیج هېوادونو کې کار او مزدوري کوله، خو د نوموړي په وینا پر خواله رسنیو بحثونه او انتقادونه یې د دې لامل شول چې د پاکستان حکومت یې د ورشړل کېدو غوښتنه وکړي.
پاکستاني چارواکو په دې اړه څه نه وو ویلي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ پر دغه مخکښ غړي دا برید داسې مهال شوی، چې همدا نن (یکشنبه) د پښتونخوا بېلابېلو ښارونو کې سلګونو خلکو د دغه غورځنګ په بلنه د پاکستان پوځ لخوا د عزم استحکام په نوم د نویو پلان شویو پوځي عملیاتو خلاف احتجاجونه وکړل.
دوی همدا راز په روان سره اوړي د پښتونخوا په ډېرو سیمو کې د برېښنا د اوږدو پرچاویو او له افغانستان سره پر ډیورنډ کرښه د تګ راتګ او سوداګرۍ پر وړاندې د خنډونو خلاف هم غږ پورته کړ.
پاکستان کې تر دې مخکې هم د ارمان لوڼي او عارف وزیر په ګډون د پښتون ژغورنې غورځنګ ګڼ غړي او مشران په بېلابېلو بریدونو کې وژل شوي دي.
همدا راز ډېرو نورو یې میاشتې او آن کلونه زندانونه هم تېر کړي دي.