د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی عارف وزیر واڼه کې خاورو ته وسپارل شو

د پښتون ژغورنې غورځنګ وژل شوی غړی عارف وزیر نن یکشنبه د سویلي وزیرستان په واڼه کې په خپل پلرني کلي (غوا خوا) کې خاورو ته وسپارل شو. له سیمې رپوټونه وایي چې د نوموړي په جنازه کې زرګونو کسانو ګډون کړی و.

عارف وزیر تېره جمعه واڼه کې د وسله والو برید کې ټپی شوی و او وروسته یې د اسلام اباد پېمز روغتون کې ساه ورکړه.

نن یکشنبه د نوموړي د جنازې مراسمو کې د غورځنګ مشرانو منظور پښتین، علي وزیر او محسن دوړ هم ګډون کړی و.

منظور پښتین د جنازې پر مهال راټولو خلکو ته وویل، پښتانه باید یو موټی شي او له خپلو سیمو ترهګر ختم کړي، که نه نو راتلونکي نسلونه به یې هم د عارف وزیر په څېر وژل کېږي.

پښتونخوا، د پاکستان ځينو نورو سیمو او نړۍ کې د عارف وزیر وژنې پراخ غبرګونونه را پارولي دي.

د بښنې نړیوال سازمان د پاکستان له حکومته غوښتي چې پر هغه د برید پلټنه وکړي. خو تر دې دمه د پاکستان حکومت د دې پېښې په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

بله خوا پرون شنبه د پاکستان د پنجاب ایالت د ګورنر چودري محمد سرور دفتر ته منسوب یو ټویټ پر خواله رسنیو پراخ غبرګونونه را وپارول.

په دې ټویټ کې ادعا شوې وه چې د افغانستان د ملي امنیت ادارې غوښتل چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین ووژني، خو کله چې هغه ورنه پټ شو نو دوی د عارف وزیر مړی غورځنګ ته وسپاره.

د افغانستان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح نن پر خپله ټوېټر پاڼه په دې اړه د پښتون ژغورنې غورځنګ له غړو سره خواشيني څرګنده کړې او ویلي يې دي چې، ''دوی (پښتون ژغورنې غورځنګ) زموږ ګډ غم ژاړي او د ترهګرۍ د رېښو د ايستلو او په بشپړ ډول يې د له منځه وړو غوښتنه کوي''.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون یو شمېر نورو افغان سیاستوالو هم د هغه وژنه غندلې ده.

عارف وزیر د غورځنګ د مشر او د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړي علي وزیره تره زوی و.

نوموړی څه موده وړاندې د غورځنګ له ځینو مشرانو سره یو ځای کابل ته تللی و او هلته یې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د لوړې مراسمو کې هم ګډون کړی و.