د پښتون ژغورنې غورځنګ مهم غړی ارمان لوڼی ووژل شو

بلوچستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالان وايي، د غورځنګ د مرکزي کمېټې یو غړی ابراهیم ارمان لوڼی نن شنبه ماښام په لورالایي سیمه کې له پولیسو سره په اخ و ډب کې وژل شوی دی.

د پېښې یو شمېر عیني شاهدان وایي، پاکستاني پولیس هلته د یو بل فعال د نیول لپاره ورغلي وو،‌ او د دواړو خواو ترمنځ د اخ و ډب پر وخت ارمان لوڼي پر سر ضربه وخوړه او ووژل شو.

ارمان لوڼی د پښتون ژغورنې غورځنګ د یوې مهمې ښځینه غړې وړانګې لوڼۍ ورور دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په یوه فيسبوک پیغام کې دغه پېښه غندلې او وايي، همدا اوس په لورالايي کې د پېښې په اړه احتجاج روان دی.

منظور پښتین پر پولیسو تور پور کړی، چې ارمان لوڼی یې د تشدد له لارې وژلی دی.

د ارمان لوڼي خور او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښې غړې وړانګې لوڼۍ په یوه ویډیويي پیغام کې له خلکو غوښتنه وکړه، چې د عدم تشدد پر لاره کلک او منظم پاتې شي:

''ارمان لوڼی د دې خاورې بچی و، هغه د وطن او خلکو د بقا او ژغورنې په لار کې سر ورکړ او زما ټولو پښتنو ته پیغام دی، چې په منظم ډول به د عدم تشدد پر لاره ځو او د راتلونکي تګلاره به ټاکو. هیڅوک به تشدد ته لاس نه اچوي، پر هغه پرېکړه به عمل کوو، چې منظور پښتین او زموږ نور مشران یې کوي. ''

د غورځنګ یوه ځايي فعال جلیل افغان د بي بي سي خبریال محمد کاظم ته وویل، لورالايي کې د پولیسو پر مرکز د برید پېښې خلاف د پښتون ژغورنې غورځنګ له څلور ورځني پرلت وروسته ارمان لوڼی په یوه ځايي پارک کې له ملګرو سره ناست و، چې پولیس هلته د ځینې کسانو نیولو لپاره ورغلل.

د ښاغلي افغان په خبره ارمان لوڼي پولیسو ته وویل، د دوی د هغو ملګرو نومونه دې ورکړي، چې غواړي ویې نیسي، هغوی به خپله د پولیسو مرکز ته ورشي، خو په وینا یې پولیسو پر نوموړي تشدد وکړ او ویې واژه.

نوموړي ادعا وکړه، چې ارمان لوڼی پر سر وهل شوی و، چې له کبله یې ساه ورکړه، خو لورالايي کې یوه لوړپوړي پولیس چارواکي وویل، د عدلي طب له معایناتو وروسته به معلومه شي، چې پر ارمان لوڼي تشدد شوی او که نه.

بل لور ته کوټه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ شپږ نیول شوي فعالان د اوو ورځو لپاره د پوښتنو ګروېږنو په موخه پولیسو ته سپارل شوي دي.

دغه کسان په کوټه کې د لورالايي پېښې خلاف د مظاهرې له کبله نیول شوي وو.

پر دوی د دولت خلاف د خلکو لمسولو، بېلا بېلو قشرونو تر منځ د کرکې راپورته کولو او په حکومتي چارو کې د لاسوهنې په ګډون بېلا بېل تورونه لګول شوي دي.

بل لور ته د پاکستان بشري حقونو سازمان په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، ''ارمان لوڼي د سوله ییز مخالفت قانوني او اخلاقي حق درلود او د هغه ظالمانه وژنه هغه اړتیا په ګوته کوي، چې باید وکتل شي او ځواب وموندل شي، چې د دغه هېواد د اوسېدونکو بنسټیزو حقونو ته هم په څومره عادي نظر کتل کېږي. ''