چمن کې پرلتوال: "له نن وروسته به لکه د پخوا په پېژندپاڼه تګ راتګ کوو"

د عکس سرچینه، Social media
په چمن کې له نږدې یوولس میاشتو اعتراضونو او پرلپسې پرلت وروسته تنظیمونکي وايي چې بالاخره یې مهمې غوښتنې منل شوې دي.
د دغې پرلت او حکومت تر منځ د منځګړي پلاوي یوه مشر ملک عنایت الله کاسي نن (یکشنبه، د جولای ۲۱مه) زرګونو پرلت کونکو ته په وینا کې ویلي: "د یولسو میاشتو خواري مو پایله ورکړې او ټولې غوښتنې مو منل شوې."
نوموړي وویل سر له سبا به د پولې دواړه غاړې تګ راتګ له "تذکره او شناختي کارډ سره کېږي."
د دریځ پر سر د هغه دا اعلان په ولولو، خوشحالیو، چکچکو او شعارونو بدرګه کېده. ښاغلي کاسي وویل د پرلت له منځه نیول شوي ټول بندیان هم له زندانه بېرته را خوشي شوي دي.
هغه وویل له حکومته یې د شناختي کارډونو جوړولو لپاره ځانګړې اسانتیاوې غوښتې او که څوک پاکستانی کارت نه لري په (ټوکن) به اوښتلی او بېرته راتللی شي.
د پرلت تنظیمونکو ویلي چې د "حکومت او پرلت کمېټۍ تر منځ اصولي جوړجاړی وشو."
ویل کېږي د خلکو تګ راتګ لپاره به یو نوی مېکانیزم جوړیږي، خو سملاسي به خلکو ته اجازه ورکړل شي چې پر پخوانۍ تګلاره تګ راتګ وکړي.

د عکس سرچینه، Social media
اخوا د بلوچستان حکومت لا په رسمي ډول په دې اړه څه ندي ویلي، خو یوه ویاند یې دا منلي چې "زموږ او پرلت کمېټۍ له لوري یوه هوکړه شوې ده."
د افغانستان لخوا د طالبانو حکومت هم لا په دې اړه څه نه دي ویلي.
له دې مخکې نږدې ۱۱ میاشتې وړاندې د پاکستان حکومت د چمن او سپین بولدک تر منځ پر پوله د تګ راتګ لپاره پاسپورټ حتمي اعلان کړی و.
په پاسپورټ د تګ راتګ تګلارې له اعلان وروسته د سیمې زرګونو خلکو په اعتراضونو لاس پورې کړ او کمساري اوږده پرلت ته کښېناستل.
ځايي خلکو ویل د تېر په څېر دې د کرښې دواړو غاړو ته له ویزې پرته د تګ راتګ اجازه ورکړل شي.
دغه اوږد اعتراض وخت نا وخت له تاوتریخوالي سره هم مل و او د پاکستان پر حکومت له دې کبله سختې نېوکې هم کېدلې چې د خلکو روزګار ته فکر نه کوي او د ځايي خلکو بنسټیزو غوښتنو ته پام نه کوي.
پاکستان ولې اوس د پرلت کوونکو غوښتنې ومنلې؟

د عکس سرچینه، Social media
پاکستان په ظاهره د اعتراض کونکو او پرلت کونکو له سخت او پرلپسې کړاوه او مداوم مقاومت وروسته د دوی له منځه نیول شوي کسان خوشي کړي او له پاسپورټ پرته یې په پخواني ډول تګ راتګ منلی دی.
له دې اعلانه ور ها خوا د دواړو غاړو تر منځ د شوي هوکړې ډېر جزیات نشته.
له دې سره هم مهاله دا پرېکړه داسې وخت شوي چې د پاکستان د ځينو کړنو او تګلارو پر ضد اعتراضونه او نېوکې مخ په ډېریدو دي.
د چمن د پرلت تر څنګ په دې وروستیو کې د پښتونخوا ګڼو نورو سیمو کې هم د هغه څه په اړه چې لاریونوال یې "پښتون ضد کړنلارې" بولي اعتراضونه شوي دي.
دا هوکړه داسې مهال کېږي چې د کرښې بلې غاړې د سپين بولدک وېش بازار کې د وړمې ورځې اور لګېدنې سوداګرو ته درانه زیانونه اړولي دي. په دې بازار کې د چمن یو زیات شمېر اوسېدونکي هم په سوداګرۍ بوخت دي.











