د اسلامي همکاریو سازمان بېړنۍ ناسته؛ سویډن کې بیا د قرآنکریم نسخه سوځول شوې

د اسلامي همکاریو سازمان غړو هېوادونو د قرآنکریم سوځولو پر وړاندې د ګډ دریځ نیولو لپاره بېړنۍ ناسته کړې ده.

تر دې لږ مخکې دوو عراقیانو سویډن کې د پارلمان ودانۍ مخې ته د قرآنکریم یوه نسخه لومړی تر پښو لاندې او بیا سوځولې وه.

دغو دوو کسانو یوه میاشت مخکې هم د سویډن په پلازمېنه ستاکهولم کې د لوی جومات مخې ته د قرآن کریم نسخې سوځولې وې.

له دوی یوه چې سلوان نجم نومېږي، مخکې ویلي و، تر هغه به د قرآن سوځولو ته دوام ورکړي، چې په سویډن کې یې سوځول منع شوي نه وي.

په سویډن او ډنمارک کې وړاندې هم ځینو کسانو د قرآنکریم نسخې سوځولې وې او دغو پېښو د ډېرو مسلمانو هېوادونو غوسه او د بيان د ازادۍ په تړاو د سويډن د تګلارو په هکله پوښتنې راپورته کړې وې.

له دې سره هممهاله رپوټونه وايي چې جرمني کې هم پولیسو د یوه ډله ایرانیانو لخوا قرآنکریم ته د سپکاوي مخه نیولې ده.

د اسلامي همکاریو سازمان بیړنۍ غونډه د ګډ دریځ نیولو په موخه جوړه کړه.

په سویډن کې قران کریم ته د سپکاوي له دې تازه پېښې وروسته د اسلامي همکاریو سازمان د ځانګړې غونډې غوښتنه سعودي عربستان او عراق کړې وه.

د سعودي عربستان بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان د دوشنبې ورځې غونډه کې چې د ویډیو کنفرانس له لارې ترسره کېده وویل: "موږ د قرآنکریم سوځولو پېښې غندو. "

تر دې وړاندې د سویډن او ډنمارک حکومتونو ویلي وو، د اسلام ضد هر ډول عمل غندي.

تېره ورځ راپور ورکړ شوی و چې د ډنمارک حکومت د "امنیتي او ډیپلوماتیکو اندیښنو له امله" د قرآنکریم او نورو سپېڅلو کتابونو د سوځولو پر بندیز غور کوي.

د سویډن لومړي وزیر هم ویلي دي، هېواد یې ورته موخې ته د رسېدو لپاره پر یوه پلان کار کوي.

سویډن په ۱۹۷۰ کال کې مذهب ته د سپکاوي په تړاو قانون له منځه وړی.

د دې هېواد په اساسي قانون کې پر هره موضوع د بیان ازادۍ حق تضمین شوی دی.

په دې کې ''د مذهبي پیغام په هکله د پوښتنې'' حق هم شامل دی او داسې پوښتنې هم پکې شاملې دي، چې ''د باور لرونکو کسانو لپاره د ځور او خپګان لامل ګرځي.''

په ملګرو ملتونو کې بیا هغه مهال غم او غوسه خپاره شول، چې یو شمېر اروپايي هېوادونو وویل، د سپېڅلو کتابونو سوځول له سپکاوي ډک کار دی خو له نړیوال قانونه سرغړونه نه ده.