د عمرې ادا کولو په پلمه بهر ته د یو شمېر پاکستانیانو سفر او سوالګري

پاکستانیان

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, اسیه انصر
    • دنده, بي بي سي - اسلام اباد

د کورنیو چارو لپاره د پاکستان دولت وزیر طلال چودري وايي، هغه پاکستانیان به له قانوني تعقیب سره مخامخ شي، د سفر بندیزونه به پرې ولګول شي، چې د سوالګرۍ (دروېزې) په تور په نورو هېوادونو کې نیول کېږي او پاکستان ته شړل کېږي.

له دې مخکې د پاکستان پلټنو فدرالي ادارې (ایف‌ای‌اې) مشر د پاکستان پارلماني کمېټې ته ویلي، روان کال له بېلابېلو هېوادونو زرګونه پاکستانیان د دروېزې کولو په تور له نیول کېدو وروسته شړل شوي دي.

طلال چودري له بي‌بي‌سي سره په دې هکله خبرو کې وویل: ''پر هغو کسانو د سفر بندیزونو لپاره قانون چمتو کېږي، چې له نورو هېوادونو د دروېزې په تور پاکستان ته شړل شوي دي.''

بل لور د ایف‌ای‌اې مشر پاکستاني پارلمان ته وویل، روان کال له سعودي عربه ۲۴ زره او له متحده عربي اماراتو شپږ زره پاکستانیان هلته د سوالګرۍ په تور نیول شوي او بیا پاکستان ته استول شوي دي.

پاکستان کې چارواکي وايي، د همدې روان کال په اوږدو کې له اذربایجانه هم ''دوه نیم زره پاکستانیان د سوالګرۍ په تور شړل شوي دي.''

دا لومړی ځل نه دی، چې له سعودي عرب څخه پاکستانیان د سوالګرۍ په تور شړل کېږي.

له دې مخکې په مې میاشت کې د پاکستان کورنیو چارو وزارت مسوولینو پاکستان پارلمان ته ویلي وو چې د تېر یوه نیم کال موده کې له بېلابېلو هېوادونو له پنځو زرو ډېر پاکستانیان د دروېزې کولو په تور نیول شوي او شړل شوي دي.

چارواکي وايي، په دې موده کې له همدې تورونو سره تر ټولو ډېر خلک له سعودي عربه شړل شوي دي.

پاکستان کورنیو چارو وزارت مسوولینو د هغو رپوټونو له خپرېدو وروسته ویلي، د پنځو کلونو لپاره یې د دغو کسانو نومونه په پاسپورټ کنټرول لیسټ کې اچولي او سملاسي یې د دې کسانو پاسپورټونو لغو کولو امر کړی دی.

د پاکستان ایف‌ای‌اې ادارې مشر پارلمان ته پر سې شنبه د دې معلوماتو وړاندې کولو سربېره ویلي، ''ځینې کسان د عمرې ادا کولو په پلمه اروپايي هېوادونو ته سفر کوي، د ثبوتونو له ترلاسه کولو وروسته دغسې کسان له الوتکو کوز کړل شول، دې کسانو د عمرې ادا کولو په پلمه اروپا ته سفر کاوه، اسناد یې درلودل، ځکه له الوتکو کوز کړل شول.''

د ایف‌ای‌اې په معلوماتو کې ویل شوي، سږ کال ۲۴ زره کسان کمبوډیا ته تللي، ۱۲ زره یې تر اوسه نه دي ستانه شوي او ''برما ته په سیاحتي وېزې څلور زره کسان تللي، چې دوه نیم زره یې تر اوسه نه دي ستانه شوي.''

د ایف‌ای‌اې مشر په خبره له الوتکو د خلکو کوزولو او په غیرقانوني لارو د سفر کولو هڅو له کبله ''زموږ پاسپورټ په درجه بندۍ کې له ۱۱۸ مقامه ۹۲ ځای ته ورسېد.''

پاکستان هوايي ډګر

د عکس سرچینه، Getty Images

نشه‌يي توکي

په دې هکله له بي‌بي‌سي سره خبرو کې د کورنیو چارو لپاره د پاکستان دولت وزیر طلال چودري وویل، حکومت د غیرقانوني سفر په تړاو د زغم نه درلودلو پالیسي خپله کړې، په وینا یې ځینې داسې پېښې شوې چې له کبله یې بدنامي کېږي، خو په خبره یې ډېر خلک له هېواده بهر د کار او روزګار لپاره ځي.

نوموړي تائید کړه، چې ځینې بشپړې کورنۍ د عمرې ادا کولو په پلمه د سعودي عرب وېزې اخلي، بیا هلته سوالګري کوي او له نیول کېدو وروسته پاکستان ته شړل کېږي.

دی وايي: ''که یوه کورنۍ د عمرې وېزه اخلي او روان وي، څوک یې مخه نه شي نیولای، خو له بده مرغه ځینې کورنۍ د عمرې وېزې ترلاسه کوي، هلته له تګ وروسته دروېزه کوي، چې زموږ لپاره د شرم او خجالت لامل کېږي. سعودي عرب همداسې نژدې پنځه زره کسان په نښه کړل او بېرته یې استولي دي.''

د نشه‌يي توکو قاچاق په جرم د نیول شویو پاکستانیانو په هکله د یوې پوښتنې ځواب کې طلال چودري وايي، په جرمونو کې ښکېل پاکستانیانو ته کونسلګرۍ ته د لاسرسي فرصت ورکول کېږي او د نشه‌يي توکو مخنیوي لړ کې ایف‌ای‌اې د ''ستاینې وړ اقدامات'' کړي دي:

''لومړی ځل د حج په موسم کې له سعودي عربه داسې هېڅ شکایت نه دی ترلاسه شوی، چې کوم حاجي د نشه‌يي توکو لېږدولو کې نیول شوی و، له دې مخکې دغه ډول شکایتونه عام وو.''

د بدنامي لامل کېدونکو پېښو مخنیوي او په درجه بندۍ کې د پاسپورټ ځای ټیټېدو په هکله پوښتنې ته ځواب کې طلال چوهدري ادعا وکړه چې ''پاکستان د دې لپاره چې پاکستان د داسې پېښو مخنیوي لړ کې په خپلو قوانینو کې بدلونونه راولي، په داسې حال کې چې د پاسپورټ امنیتي فیچرونو زیاتولو سره زموږ د پاسپورټ معیار نړیوال هغه ته ورته دی او له همدې کبله اوس جعلي پاسپورټ چمتو کولو ناشوني ده، دغه راز موږ په هوايي ډګرونو کې ځینې نوي او عصري الات ځای پر ځای کړي او د مسوولینو وړتیاوې مو زیاتې کړې دي.''