تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ننګرهار اچين کې يوه ځوان له زدکړو پاتې او يتيمو ماشومانو لپاره ښوونځی جوړ کړی
- Author, سيد ولي ناصر
- دنده, بي بي سي
په افغانستان کې د پوهنې لپاره د ولسي هڅو په لړ کې د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې یوه ځوان له ښوونځیو نه د بې برخې او يتيمو ماشومانو لپاره یو وړیا ښوونیز مرکز جوړ کړی دی.
دغه ځوان چې خان حیدر ارین نومېږي پخپله ترې د ماسټرۍ د پړاو لوړې زدکړې نیمګړې پاتې شوې او وايي شاوخوا پینځه سوه ماشومان یې په ښوونیز مرکز کې پر زدکړو بوخت دي، چې له نیمو ډېرې پکې نجونې دي.
خان حيدر ارين وايي، پخپل چم ګاونډ کې د يتيمانو بې وزلۍ د ده د ژوند بڼه بدله کړه او په خالي لاس يې پرېکړه وکړه، دغو ماشومانو ته چې په سیمه کې د اوږدو جګړو قرباني شوي، لیک لوست ور زده کړي.
نوموړی وايي،"د خوست شیخ زاید پوهنتون د حقوقو له پوهنځي څخه فارغ شوم، غوښتل مې ماسټري وکړم. کله مې چې په خپل کلي کې د ماشومانو وضعیت ته پام شو، نو ومې لیدل چې ماشومان په ځانګړې ډول یتیم هلکان او نجونې له زدکړو بې برخې دي. نو له ځان سره مې پرېکړه وکړه چې د یو څه وخت لپاره مې د لوړو زدکړو پلان وځنډوم او د دوی لاسنیوی وکړم، د زدکړو فرصت ورته برابر کړم او د ښوونې له کاروان سره یې ملګري کړم."
د اچین ولسوالي د افغانستان په ختیځ کې پر ډیورنډ کرښه پرته ده چې په تېره څه باندې یوه لسیزه کې د خونړي تاوتریخوالي شاهده وه. دا ولسوالي یو وخت د داعش ډلې د راټولیدو په مرکز بدله شوې وه چې سختې وسله والې نښتې په کې وشوې.
امریکا هم د نړۍ تر ټولو لوی د "بمونو مور" په نامه بم هم په همدې ولسوالۍ له هغه کلي لږ لرې غورځولی و چې خان حیدر ارین پکې زيږېدلی، لوی شوی او اوس یې له زدکړو د محرومو ماشومانو لپاره تعلیمي مرکز پکې جوړ کړی دی.
ښاغلی ارین وايي، "متوجه شوم چې د سیمې او شاوخوا کلیو ماشومان چې يو شمېر یې یتیمان دي، له زدکړو بې برخې دي، نو له همدې امله مې د تعلیمي مرکز د جوړولو پرېکړه وکړه."
نوموړی وايي، "په لومړۍ ورځ مې ۷۰ کلدارې او پنځه زده کوونکي لرل. د دوی لپاره مې قلمونه او کتابونه واخیستل او ورته مې وویل چې سبا راشئ او نور یتیم او بې وزله ماشومان هم له ځانه سره راولئ. د هرې ورځې په تېرېدو سره مې قلمونه او کتابونه اخیستل او د ماشومانو شمېر زیاتېده. له څو اونیو وروسته، د زده کوونکو شمېر ډېر شو."
ښاغلی ارين زياتوي، "زه په دې فکر کې وم چې د دې ماشومانو لپاره قلمونه او کتابونه څنګه برابر کړم. په جرمني کې مې خپل ورور ته وویل، نور مې د تعلیمي مرکز لګښت له وسه پوره نه دی. ورور مې راته وویل، دوام ور کړه، زه به پیسې در ولېږم. ورور مې پیسې را ولېږلې او ماشومانو ته مې کتابونه، کتابچې او قلمونه پرې واخیستل."
د ښاغلي ارين او د دې سيمې د قومي مشرانو په وينا، اوس مهال له لرې پرتو کليو دغه ښوونيز مرکز ته د راغلو زده کوونکو شمېر نږدې پنځه سوه تنو ته رسېدلى دى.
خان حیدر ارین یتیمو او له ښوونځي محرومو ماشومانو ته تعلیمي مرکز د خپل کلي د یوه شاړ حکومتي ښوونځي په کنډواله کې جوړ کړ.
ښاغلی ارین وايي، اوس یې د کلي نور ځوانان او سپین ږیري هم له ده سره د ده د هدف په ترلاسه کولو کې مرسته او همکاري کوي.
د دې سيمې يو قومي مشر محمد علي جان وايي، د ماشومانو د زدکړې په برخه کې د خان حيدر رول رغنده او حياتي و او اوس خلک د ده تر څنګ ولاړ دي.
نوموړی وايي، "پخوا دلته یو ښوونځی و. یوه شاړه او ویجاړه کوټه یې پاتې ده. په همدې کوټه کې درس پیل شو. پخوا ستونزې ډېرې وې، جګړې وې، چاودنې وې، اوس چې امنیت راغلی او د زدکړې بهر مو پیل کړې دی. اوس یې شمېر زیات شوی، هلکان او نجونې زده کړې کوي او ځینې ماشومان په ازاده فضا کې زدکړې کوي. له خان حیدر سره د قلمونو او کتابچو برخه کې مرسته کوو. موږ له ټولو خلکو څخه غوښتنه کوو چې خپل زامن او لوڼې د زده کړې لپاره را واستوي. دلته تعلیم وړیا دی او دا دروازه د دوی لپاره تل خلاصه ده. "
د خان حیدر ارین په هڅو په جوړ شوي ښوونیز مرکز کې اوس مهال ماشومانو ته د ریاضي، ساینس، پښتو او انګلیسي ژبو تدریس کېږي. ښاغلی ارین او د هغه ملګري هوډمن دي چې له دغه تعلیمي مرکزه فارغېدونکي ماشومان په شپږم او اوم ټولګي کې د شاملېدو لپاره چمتو کړي.
په دغه ښوونیز مرکز کې شاوخوا دوه نیم سوه نجونې هم د لیک او لوست زدکړه کوي. خو د طالبانو له خوا له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدکړو بنديز د افغانانو او د نړیوالې ټولنې د اندېښنو اصلي موضوع ګرځېدلې ده. دا لا څرګنده نه ده چې د طالبانو له خوا به د نجونو پر زدکړو بندیز کله لرې شي.
د سیمې قومي مشران وايي، خان حیدر داسې مهال یتیمانو او له ښوونځیو محرومو ماشومانو کې د زدکړو هیلې را ژوندۍ کړې چې ټول د تړل شویو ښوونځیو بیا پرانیستلو ته په تمه وو، خو روښانه نه وه چې دغه ښوونځي به کله پرانیستل شي.
د دغو مشرانو په خبره، اوس د طالبانو حکومت ځايي چارواکو پرېکړه کړې چې دغو کلیو کې شته شاړ ښوونځي بېرته جوړ او رسمي تدريس پکې بیا پيل کړي.