ولې طالبانو زرګونه ټوکه کتابونه له بازاره ټول کړي؟

د اپرېل ۲۳ په نړۍ کې د کتاب او په ځانگړي ډول د کاپي رايټ نړیواله ورځ ده . ملګري ملتونه هر کال دغه ورځ د کتاب لوستنې ترویج او هڅونې او له هغه نه د خوند اخیستلو په موخه لمانځي.

خو په افغانستان کې چې د کتاب او لوستلو بازار لا له وړاندې سوړ او پیکه شوی دی، طالبانو په دې وروستیو کې زرګونه ټوک کتابونه په دې خاطر ضبط کړي، چې دوی یې له ملي او اسلامي ګټو سره په ټکر کې بولي.

په ورته وخت کې د طالبانو د حکومت د اطلاعات او کلتور وزارت چارواکي په تېر یوه کال کې شاوخوا دوه زره کتابونو د خپرېدو خبره ورکړی، چې تر نیمايي ډېر کتابونه یې د سیریل نمبر یا ISBN له ترلاسه کولو او د اطلاعاتو او کلتور وزارت له خوا تر څېړلو وروسته چاپ شوي دي.

یو شمېر لیکوالان چې کتابونه یې د طالبانو حکومت راټول کړي وايي، د طالبانو له خوا ټاکل شوي کمیسیون د هغو کتابونو په راټولولو بندیز لګولی چې د دوی له افکارو سره سم نه دي، چي د ليکوالانو په باور دا د بیان پر آزادۍ بندیز او محدودیت لګول دي.

د کتاب او چاپ د نړیوالې ورځې په مناسبت د بي بي سي خبریال سید انور په افغانستان کې د کتاب چاپ او لوستلو وضعیت ته کتنه کړې.

د ملګرو ملتونو کلتوري‌ او علمي ادارې – یونیسکو کتاب د تېر او راتلونکي ترمنځ اړیکه، د نسلونو او کلتورونو تر منځ یو پل بولي او ټینګار کوي، چې همدا کتاب دی، چې پوه او هنر له یوه انسان نه بل ته لېږدوي.

په افغانستان کې په تېرو څلورو لسیزو کې د سیاسي نظامونو له بدلون سره سره د کتابونو سره چلند هم سیاسي شوی دی، د نورو پر افکارو بندیز لګول او د خپلو افکارو او نظریو د خپرولو هڅه د حکومتونو د پلانونو برخه وه او ده.

په وروستیو کې د طالبانو حکومت هم یو شمېر کتابونه، چې له ارزښتونو سره په ټکر کې ګڼل کېږي را ټول کړي دي.

د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال مهاجر فراهي د کتابونو د ټولولو په اړه سپیناوي کوي او وايي ددغه د منع شوي کتابونو چاپ او پلور منع اعلان شوی دی:

"اسلامي امارت د یو مسؤل نظام په توګه د هغو موادو د مخنیوي مسؤلیت لري چې زموږ په ټولنه کې د ځوان نسل د انحراف لامل ګرځي. په تېرو کلونو کې هېواد ته کتابونه واردېدل او یا هم دلته راوړل کېدل، چې د اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو خلاف وو. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په دې برخه کې اقدام کړى او هغه کتابونه چې د قومونو ترمنځ د بې اتفاقۍ سبب کېږي او هم له اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې دي د څه د پاسه ١٥٠ خپروندویه مرکزونو سره په همغږۍ راټول شوي دي."

نذیر سهار چې اوس له هېواد نه بهر ژوند کوي، د هغو لیکوالانو په ډله کې ده چې کتابونه یې د طالبانو له خوا له بازارونو ټول شوي دي. هغه د خپل کتاب د محتوا په اړه د وضاحت ترڅنګ، د طالبانو د حکومت دغه کړنه د افکارو او د بیان د ازادۍ خلاف عمل بولي.

د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکي د دغو نیوکو په ځواب کې وايي، هېچا ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له دیني او کلتوري ارزښتونو سره په ټکر کې کتابونه وارد او خپاره کړي.

افغانستان کې لسګونه زره کتابونه راټول شوي

د ۱۵۰ عنوانه کتابونو د پلور له بندیز سره هم مهاله، تر اوسه لسګونه زره کتابونه په کابل او ولایتونو کې راټول شوي دي، د دغه وزارت د نشراتو مرستیال مهاجر فراهي په تېر یوه کال کې د شاوخوا دوه زره کتابونو د چاپ خبر ورکوي:

"په تېر کال کې په هېواد کې ډېر کتابونه چاپ شوي دي. د هغو کسانو شمېر چې وزارت ته تللي او د کتابونو د چاپ لړۍ یا ISBN شمېره یې ترلاسه کړې، ۱۰۶۳ ته رسېږي. په ورته وخت کې، موږ معلومات لرو چې ځینې چاپ شوي کتابونه له وزارت څخه د ماشینونو شمېرې نه دي ترلاسه کړې. په ټولیز ډول په یو کال کې شاوخوا دوه زره کتابونه په هېواد کې دننه چاپ شوي دي."

ښاغلی فراهي وايي، له دې وروسته به هر هغه څوک چې په هېواد کې دننه کتاب چاپوي، باید رسمي سريال (پرله پسې) شمېره ترلاسه او د اطلاعات او فرهنګ له خوا د کتاب د منځپانګې له څېړلو وروسته به يې د چاپ اجازه ورکړل شي.

د طالبانو دغه کړنې د ځینو لیکوالانو له توند غبرګون سره مخ شوي چې کتابونه یې د هغو کتابونو په نوملړ کې شامل دي، چې چاپ او خپرول یې په افغانستان کې منع اعلان شوي دي.