تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د کتاب نړیواله ورځ؛ افغانستان کې د کتابونو ښځینه پېرونکې ډېرې شوې، خو چاپ یې کم شوی
- Author, سید ولي ناصر
- دنده, بي بي سي
د افغانستان پلازمېنه کابل، ختیځ ننګرهار او لوېدیځ هرات ولایتونو کې خپرندویې ټولنې وايي، د تېر پرتله د کتاب پېرلو او لوستلو دود کمرنګه شوی چې له امله یې د کتابونو په چاپ کې هم له ۸۰ تر ۹۵ سلنې کمی راغلی دی.
تېرې دوه لسیزې په افغانستان کې د کتابونو بازار ورځ تر بلې په غوړېدو و، هر کال به له کابل او ولایتونو د نویو خپرندویه ټولنو او کتاب پلورنځیو د پرانیستل کېدو خبرونه ور کول کېدل، خو په جلال اباد ښار کې د مومند خپرندویه ټولنه چې له کابو پنځوس کلونو کتابونه چاپوي، وايي، تېره یوه لسیزه کې د لومړي ځل لپاره د کتاب د چاپ او پلورلو بازار ډېر کم شوی دی.
ددغې خپروندویه ټولنې مشر "نجیب مومند" بي بي سي ته وویل:
"موږ به په جمهوریت کې د میاشتې له ۱۰ تر ۱۵ کتابونه چاپول، خو له تېرو اتو میاشتو چې نظام بدل شوي، موږ یوازې څلور کتابونه چاپ کړي دي. بازارونه ډېر خراب دي، دومره 'سودا' نه کېږي چې د دوکانونو کرایيي او د کارکوونکو معاشونو پوره کړو."
په دې هر څه سربېره، د طالبانو له واکمنېدو را وروسته چې مېرمنې تر ډېره له ښوونځيو، دفترونو او نورو برخو په کور کېنول شوې، یوې برخې یې د کتابونو لوستلو ته مخه کړې ده.
په کابل کې د اکسوس کتابپلورنځي او خپرندویه مرکز وايي، د طالبانو له واکمنېدو وروسته یې په ټوله کې د کتابونو پلور کم شوی، خو د ښځینه پېرونکو شمېر یې بیا برعکس دی.
دغه کتاب پلورنځی چې تر کور او کارځایه د کتاب رسولو خدمتونه هم لري، مشر یې "صفي الله ناصري" بي بي سي ته وویل:
"له تحول وروسته د کتاب د انلاین بڼې خرڅلاو کابو ۳۰ سلنه کم شوی دی، خو د روان لمریز کال له پيله زموږ د ښځینه پېرونکو شمېر د پخوا پرتله زیات شوی چې ډېری یې د درسي کتابونو ترڅنګ ناولونه، دیني، ارواپوهنې او نور کتابونه پېري."
د ژباړل شويو کتابونو سوړ بازار
په وروستیو کلونو کې له بهرنیو ژبو پښتو او دري ته د کتابونو ژباړل، د ګټې وټې لرونکو نویو دندو له ډلې یوه وه.
میراحمد یاد چې تېره یوه لسیزه کې یې له نورو ژبو پښتو ته له ۷۰ ډېر کتابونه ژباړلي، بي بي سي ته وویل، د کتاب د بازار وضعیت ته په کتو، خپرندویه ټولنې اوس د کتاب چاپولو ته زړه نه ښه کوي:
" دا چې د کتابونو مطالعه او د پلور بازار کم شوی، نو له همدې امله ډېرې خپرندويه ټولنې اوس د کتاب چاپولو ته زړه نه ښه کوي. زما خپله اوه - اته کتابونه چاپ ته پراته دي. ګڼو نورو ژباړنو هم راته ویلي چې ناشران یې ژباړل شوي کتابونه نه چاپوي."
کارپوهان په افغانستان کې وروستی سیاسي تحول چې له امله یې پر نورو برخو سربېره، په علمي او کلتوري برخو هم پراخ اغېز پرېوتی، د کتاب د چاپ صنعت او مطالعې کلتور د کمرنګۍ لامل ګڼي.
د دوی په خبره، رواني ټکان، خراب اقتصادي وضعیت، ناهیلي او نور مسایل د دې سبب شوي چې خلک له کتاب لوستلو واټن واخلي چې بېرته عادي کېدل به یې وخت ونیسي.
په ننګرهار کې د ختیځ خپرندویه ټولنې او کتاب پلورنځي مسوول "انعام الله ناصري" بي بي سي ته وویل:
"پخوا مو ډېری پېرونکي محصلین وو او هغوی به ازاده مطالعه هم کوله، خو اوس چې په هېواد کې غریبي ده، هغوی د لارې کرایه هم نه لري. ځینې محصلین راشي، د ۵۰ افغانیو کتاب را واخلي او جیب کې یې ۳۰ افغانۍ وي."
نړیواله ورځ
د اپرېل ۲۳مه د کتاب او کاپي رایټ له نړيوالې ورځې سره برابره ده. دا ورځ په ګڼو هېوادونو کې د کتاب لوست دودېدو لپاره په ځانګړیو مراسمو لمانځل کېږي.
په افغانستان کې د جمهوریت مهال د کتابونو د نندارتونونو له جوړېدو نیولې د کوچنیو کتابخونو لرونکو هنري او کلتوري مرکزونو تر جوړېدو پورې د کتاب لوستلو هڅوونکي او ترویجي پروګرامونه په زیاتېدو وو.
خو د خپروونکو ټولنو، کتابپلورنځیو او افغان ژباړنو له کیسو داسې برېښي چې سږ کال به په افغانستان کې د دې ورځ لمانځل کمرنګه وي.
د ملګرو ملتونو کلتوري او ښوونیز سازمان یا یونیسکو د کتاب د نړیوالې ورځې په مناسبت لیکلي:
" کتاب ولولئ، هیڅکله به د یوازیتوب احساس و نه کړئ".
د څېړونکو بنسټونو څېړنې ښيي چې له انټرنټ او په ځانګړي ډول له ټولنیزو شبکو استفادې سره د کتاب لوستلو دود کم شوی دی، خو یونیسکو وايي، د کورونا وبا له امله چې خلک په کورونو کې ایسار شول، په نړیواله کچه یو ځل بیا د کتاب لوستلو کلتور وغوړېد او ډېرو چې له خواله رسنیو ستړي شوي وو، بېرته د کتاب لوستلو ته مخه کړه.