تېرو دوه میاشتو کې ۲۵ پښتو داستاني کتابونه چاپ شوي

    • Author, ایمل پسرلی
    • دنده, بي بي سي

په تېرو اتو اوونیو کې په پښتو ژبه ۱۴ ناولونه، اووه د لنډو کیسو ټولګې، دوه د ډرامو مجموعې، یو داستاني کلیات او یو هم د داستاني طرحو کتاب د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته چاپ شوي دي.

په بله وینا په دغه موده کې هره اوونۍ تر درو ډېر پښتو داستاني اثار خپاره شوي. په زړه پورې خبره دا ده چې یوازې داستاني اثار نه بلکې په همدې موده کې ګڼ نور کتابونه هم خپاره شوي.

په کابل کې د اکسوس خپرندویه ټولنه وايي: "بې له شکه چې په تېره یوه نیمه لسیزه کې د کتاب لوستونکي ډېر شوي دي. اوس په لږ وخت کې د لوړ تیراژ کتابونه هم په بیا بیا چاپېږي. تر ډېره داستاني اثار لومړیتوب لري او په دوهم قدم کې ارواپوهنه ده چې دا هم کله کله تر داستاني اثارو مخکښه وي "

سروش کتابپلورنځي چې د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په میاشت کې یې پر بېلا بېلو مسایلو ۱۲ کتابونه خپاره کړل، د لوستونکو لېوالتیا تر بل هر وخت اوس ډېره ویني.

"دقیق ارقام نشته چې د داستاني اثارو لوستونکي به په یوه ټاکلې موده کې څومره زیات شوي وي، خو د کتابونو له چاپه ښکاري چې لېوالتیا زیاته شوې. یو لامل کېدای شي د ښو داستانونو د لیکلو تر څنګ ژباړه وي، چې خلکو یې د لیکوالانو او اثارو په اړه اورېدلي، له وړاندې تیار وي چې ویې لولي. بل لامل یې کېدای شي دا وي چې خلک یې د تفریح لپاره لولي، یا هغه محصلین چې له درسي کتابونو ستړي کېږي د ښه وخت لپاره داستانونه لولي. د خواله رسنیو رول هم مهم دی چې خلک د خپلې خوښې کتابونه له نورو سره شریکوي، هغوی هم لوستلو ته هڅېږي. د مطالعې لپاره د هڅونې پروګرامونه هم زیات شوي. نوي کتابتونونه جوړ شوي او ورځ تر بلې په ډېرېدو دي ".

په پېښور کې "کتاب کور " پلورنځی وايي، مشهور شوي ناولونه ډېر تود بازار لري. دوی د نصیر احمد احمدي "بغدادي پير " او د عبدالهادي احمدزي "ځوان زخمي پاچا " ناول یادوي چې څو ځلي چاپ شوي دي.

"له ناولونو ورهاخوا نن سبا د تاریخي کتابونو لوستونکي ډېر شوي دي. تېره میاشت موږ یو تاریخي کتاب چاپ کړی چې غټ کتاب دی. "خپل اتلان وپېژنئ ". ډاکټر ایاز یوسفزي لیکلی و. خو په یوه میاشت کې خرڅ شو اوس یې په دویم چاپ کار روان دی ".

د ۲۰۲۰ کال په لومړنیو اتو اوونیو کې د چاپ شویو پښتو داستاني اثارو ډېره برخه د ناولونو وه. دا چې تر لنډو کیسو او ډرامو ولې ناولونه ډېر چاپېږي ، د سروس کتابپلورنځي مشر نجیب الله ځیرک یې دلیل پر ناولونو د لوستونکو روږدېدل او بلدېدل ګڼي:

"په ناول کې تر لنډو کیسو او ډرامو موضوعات ساده او په تفصیل سره بیانېږي. د کیسې غوټه نسبتاً په لنډه کیسه او ډرامه کې په ګرانه موندل کېږي. ډېر عام خلک په لنډې کیسې او ډرامې نه پوهېږي، په ناول بلد دي او خوند ورکوي ".

د اکسوس کتاب په باور: "تر لنډو کیسو په ناولونو کې د ژوند ډېر اړخونه اخیستل کېږي، او ځکه یې لوستونکي ډېر دي ".

د روان میلادي کال په لومړیو دوو میاشتو کې له چاپ شویو ۱۴ ناولونو څخه پنځه یې ژباړې دي. ژباړل شوي ناولونونه تر ډېره پولیسي او له تلوسې ډک دي.

په نورو خپرو شویو ناولونو کې د جاپاني وژل شوي مرستندویه ناکامورا پر رښتیني ژوند لیکل شوی ناول پر دې د پام وړ دی چې وخت ته په پام لیکل شوی دی.

له پښتو کتابونو د ځینو لوستونکو شکایت په تېرو وختونو کې دا و چې پر وخت بازار کې نه وي او یا له وخت سره سم مسایل نه څېړي.

د ۲۰۲۰ په لومړیو دوو میاشتو کې چاپ شوي پښتو ناولونه

· ټال - نصیر احمد احمدي

· اکبر خان: مینه او جګړه - اکمل داوی

· او بیا څوک نه و (ژباړه) - جبار فراز

· لېونی کابل - اصف مشال

· کوچنی شهزاده (ژباړه) - هوسۍ طارق

· د انسانانو ښکار - حاجي محمد رزمي

· بسپنه- عبدالهادی حماس

· وطن مې: د ناکامورا د ژوند ريښتینی داستان - نورالله سطانزوی

· فاحشه (ژباړه) - محمود مرهون

· ګلګوټه ساحه - میر حسن خان اتل

· ځوان زخمي پاچا - عبدالهادي احمدزی (دویم چاپ)

· هغه راهب چې فراري موټر یې خرڅ کړ (ژباړه) جبار فراز (دویم چاپ)

· ارمانجن شهید - بریال وزیروال

· د سوفي نړۍ (ژباړه) - شفیق امیرزی او وږمه وردګ (دویم چاپ)

تېرو دوه مشایتو کې چاپ شوې لنډې کیسې:

په تېرو اتو اوونیو کې د اوو لنډو کیسو د ټولګو له ډلې پنځه په پښتونخوا کې چاپ شوې دي. په ناولونو کې مو لیکوال ټول سړي و، یوازې د یوه ناول په ګډه ژباړنه کې مېرمن وږمه وردګ هم وه.

خو د لنډو کیسو په خپرو شویو ټولګو کې د اغلې کلثوم زېب ټولګه "تور ګلاب " هم وینو. په همدې موده کې د خپرو شویو لنډو کیسو ټولګو نوملړ:

· پټ پټونی - ایاز الله ترکزی

· تور ګلاب - کلثوم زېب

· د صحرا بادونه - فېروز اپرېدی

· توکلې لاړې - پروفیسر بهرام زخمي

· دستار- نصیب الله سیماب

· ابوالهول چې پېښه وکړه - حیات ژوند

· ژوند په موسمونو کې - ایمل پسرلی

په تېرو دوه میاشتو کې چاپ شوې ډرامې:

عمومآ د ډرامو ټولګې لږې چاپېږي. خو په تېرو اتو اوونیو کې له کابله د ښاغلي سیال یوسفي "شالون او ولمه " ډرامې او په پېښور کې د ښاغلي شعیب خان خټک له خوا یوه ژباړل شوې ډرامه چاپ شوه.

· بادشاه اېډیسن (ژباړه) شعیب خان خټک

· شالون او ولمه - سیال یوسفي

په نورو داستاني اثارو کې د ښاغلي ابراهیم سپېڅلي داستاني طرحې "د اوبو پر مخ ګامونه " او د استاد شپون داستاني کلیات په همدې تېرو دوو میاشتو کې چاپ شول.

داستاني طرحو ته پر کتاب داستاني کالمونه ویل شوي خو تر ډېره د تکل یا طرحو په بڼه دي. د استاد شپون داستاني کلیات د دوی د ټولو چاپ شویو ناولونو او کیسو ټولګه ده.

· د اوبو پر مخ ګامونه - ابراهیم سپېڅلی (داستاني طرحې)

· د استاد شپون داستاني کلیات - ټولوونکی: لعل پاچا ازمون

په پښتو ژبه لومړنی چاپ شوی داستاني اثر په ۱۸۷۶ کال کې و چې نقش نګین نومېده او حسیب حسن ژباړلی و. په تېرو ۱۴۴ کلونو کې داستاني اثار کال په کال په پښتو ژبه ډېر شوي دي. خو د کمیت بحث چې یې اوس مخ په حل کېدو ښکاري د کیفیت پوښتنه یې باید مطرح شي.