تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د سپینې ماڼۍ پر ژوند د بل کلینټن ناول او جیمز پیټرسن ناول
د امریکا پخوانی ولسمشر بل کلینټن په سپينه ماڼۍ کې د خپل ژوند په اړه یو ناول لیکي.
د 'پرېذیډنټ از میسینګ ' نومي دغه ناول خپرندویه اداره وايي، ښاغلی کلینټن به دغه ناول له جیمز پيټر سن سره په ګډه ولیکي.
جیمز پیټرسن دا مهال نړۍ کې د خيالي کیسو له وتلیو لیکوالو یو بلل کېږي.
خپروندیان وايي، دغه ناول کې به هغه معلومات هم شامل وي، چې 'یوازې یو ولسمشر یې لري. '
دا به د پخواني ولسمشر لومړنی ناول وي او د ۲۰۱۸ کال په جون میاشت کې به له چاپه ووځي.
ښاغلي کلینټن د دغه ناول په باب د خبرو پر مهال ویلي:
'د فعال ولسمشر په اړه پر ناول کار کول، چې په کې به د ولسمشر په تړاو خبرې کېږي، د سپینې ماڼۍ په تړاو به په کې ویل کېږي او دا به ویل کېږي، چې واشنګټن څنګه کار کوي، خورا تفریحي چاره ده. '
نوموړي دا هم ویلي، 'له جیمز سره په شریکه کار کولو نه خوند اخلم، زه له ډېرې مودې راهیسې د هغه دلیکوالۍ مینه وال یم. '
د ناول د کېسې په تړاو تر اوسه ډېر څه نه دي ویل شوي، خو ښاغلي کلینټن ویلي، دی او جیمز به یې د تشهیر لپاره د هېواد لر او بر ته سفرونه وکړي.
بل کلینټن د سپینې ماڼۍ له پرېښودو وروسته پر بېلو موضوعاتو یو شمېر کتابونه لیکلي، خو دا لومړی ځل دی، چې د ناول لیکلو ته چمتووالی کوي.