په اوکرایین کې د روسیې ۵۰ زره پوځیان وژل شوي

بي بي سي تائیدوي، چې په اوکرایین کې د روسي وژل شویو پوځیانو شمېر اوس له ۵۰ زرو اوښتی دی.

بي بي سي ته مالومه شوې، چې په لومړۍ کرښه کې په وروستیو ۱۲ میاشتو کې، چې خپله مسکو یې د جګړې لومړۍ کرښې ته د ډېر شمېر سرتېرو استول (د غوښې څرخ) ستراتیژي بولي، د مرګژوبلې شمېر پکې د لومړي کال پرتله نژدې ۲۵ سلنه لوړ و.

د بي بي سي روسۍ څانګې، د رسنیو خپلواکه ډله میډیازونا او رضاکارې ډلې د ۲۰۲۲ کال له فبرورۍ راهیسې د مرګژوبلو شمېر مالوموي.‌

په هدیرو کې نويو قبرونو، د ډېری سرتېرو نومونو په موندلو کې مرسته کړې. د بي بي سي ټیمونو د رسمي راپورونو، ورځپاڼو، ټولنیزو رسنیو او نورو خپلواکو سرچینو څخه هم معلومات ترلاسه کړي دي.

د موندنو له مخې، د جګړې په دویم کال کې له ۲۷۳۰۰ څخه ډېر روسي سرتېري وژل شوي دي او دا څرګندوني، چې څنګه د سیمو نیولو لپاره لوړه انساني بیه پرې شوې ده.

روسیې په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.

د 'غوښې ماشینولو اصطلاح' د هغه طریقې لپاره کارول شوې چې مسکو پکې په پرله پسې ډول د سرتېرو څپې وړاندې کوي، چې د اوکرایین ځواکونو مخه ډب کړي او موقعیتونه یې روسیې توپخانې ته افشا کړي.

د وژل شویو ۵۰ زره شمېرې تر اوسه د هغه څه اته برابره ډېرې دي، چې روسیې په رسمي توګه د ۲۰۲۲ کال په سپټمبر کې وړاندې کړې وې.

ښايي د وژل شویو روسیې سرتېرو شمیر تر دې ډیر لوړ وي.

د بي بي سي په راپور کې د اوکرایین په ختیځ کې د روسیې تر اشغال لاندې دونېڅک او لوهانسک کې د وژل شویو ملېشو شمېر شامل نه دی. د هغوی په ور اضافه کولو سره ښايي د روسیې لوري د وژل شویو شمېره نوره هم لوړه شي.

هممهاله، اوکرایین هم د جګړې په ډګر کې د خپلو سرتېرو د مرګژوبلو په اړه ډېر لږ څرګندونې کوي.

ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي په فبرورۍ کې وویل، ۳۱ زره اوکراییني سرتېري وژل شوي دي، خو اټکلونه او د امریکا د استخباراتو د معلوماتو پر بنسټ، دا شمېر لوړ ښکاري.

'د غوښې ماشینولو تاکتیکونه'

د بي بي سي او میډیازونا د وژل شویو پوځیانو وروستي نوملړ له مخې ښکاري، چې په لومړۍ کرښه کې د روسیې د تاکتیکونو بدلېدل د خورا لوړې انساني بیې پرې کولو لامل شوي.

د جګړې مطالعاتو موسسې (ISW) په وینا کله چې روسان د وولدار ښار لپاره جنګېدل " د انساني څپو په بڼه یې غیر موثر جبهه یي بریدونو" څخه کار واخیست.

دغه انسټیټیوټ وايي، "ننګونکې سیمې، د جنګي ځواک نشتوالی، او د اوکرایین د ځواکونو په حیرانولو کې پاتې راتلل" د لږو لاسته راوړنو او لوړو جنګي زیانونو لامل شوي دي.

د ۲۰۲۳ کال په پسرلي کې د مرګژوبلو په شمېر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی و، هغه مهال د باخموت لپاره د جګړې په بهیر کې، د واګنر اجیرې ډلې له روسیې سره د دغه ښار په نیولو کې مرسته کړې وه.

د واګنر مشر، یوګیني پريګوژین، هغه مهال د خپلې ډلې د وژل شویو شمېر ۲۲ زره اټکل کړی و.

په تېر مني کې د اوکرایین ختیځ کې اودیویکا ښار نیول هم د روسي پوځیانو د تلفاتو د زیاتېدو یو بل لامل بلل کېږي.

د قبرونو شمېرل

رضاکاران چې له بي بي سي او میډیا زونا سره کار کوي، د جګړې له پیل راهیسې په روسیه کې په ۷۰ هدیرو کې د پوځیانو نوي قبرونه شمېري.

له هوا څخه اخیستل شوي انځورونه ښيي چې هدیرې د پام وړ پراخې شوې دي.

د بېلګې په توګه په ریازان کې د بوګورودسکوی هدیره معلومېږي، چې یوه بشپړه نوې برخه پکې اضافه شوې ده.

له ځمکې اخیستل شوي انځورونه او ویډیوګانې ښیې، ډیری نوي قبرونه په اوکرایین کې د وژل شويو سرتېرو او افسرانو دي.

د شاهي متحده خدماتو انسټیټیوټ وايي،‌ په ۲۰۲۲ کال کې پر اوکرایین د یرغل په پیل کې، روسیې وکړای شوای، چې د پېچلو پوځي عملیاتو ترسره کولو لپاره خپل مسلکي سرتېري وکاروي.

خو د دفاعي چارو شنوونکو په وینا، د دغو تجربه لرونکو سرتېرو ډېره برخه اوس ښايي وژل شوي او یا هم ټپیان وي او پر ځای یې داسې کسان ځای پر ځای شوي چې لږ روزل شوي او یا لږه پوځي تجربه لري، لکه رضاکاران، ملکيان او بندیان.

د جګړې لومړۍ کرښې ته د بندیانو لېږل

د واګنر په مشرۍ، له زندانونو نويو جنګیالیو ته د جګړې ډګر ته له تګ مخکې ۱۵ ورځنۍ پوځي روزنه ورکړل شوې وه.

بي بي سي ته مالومه شوې، د دفاع وزارت ځینې استخدام شوي سرتېري د دوی د قراردادونو په لومړیو دوو اوونیو کې په لومړۍ کرښه کې وژل شوي.

بي بي سي د هغو زندانیانو له کورنیو سره هم خبرې کړې چې وژل شوي او یا یې سرتېري لا هم ژوندي دي. د هغوی په وینا د دفاع وزارت له خوا د زندانیانو د جلب او جذب او پوځي روزنه کافي نه ده.

یوې کونډې بي بي سي ته ویلي، د هغې مېړه د تېر کال د اپریل په اتمه په زندان کې تړون لاسلیک کړی و، خو درې ورځې وروسته هغه په لومړۍ کرښه کې جګړه کوله.

"زه ډاډه وم چې دلته به څو اوونۍ روزنه ورکول شي، چې دوی یې په اړه خبرې کوي. او دا چې لږ تر لږه د اپریل تر پایه یې لومړۍ کرښې ته د لېږلو وېره نه وي."

د هغې په وینا له خپل مېړه د حال په تمه وه، خو ورته معلومه شوه چې مېړه یې د اپرېل په ۲۱مه وژل شوی و.

'مرګ ته تیار اوسئ'

کله چې واګنر د زندان له بندیانو سره تړون کاوه، معمولا د شپږو میاشتو لپاره و. هغوی ته ویل کېدل، که د تړون تر پایه ژوندي پاتې شول، په پای کې به ازادي کړل شي.

خو له تېر سیپټمبر راهیسې، د دفاع وزارت له خوا لست شويو بندیانو ته ویل شوي، باید تر هغه جګړه وکړي چې دوی پکې ووژل شي یا جګړه پای ته ورسېږي، هر یو چې لومړی راورسېږي.

بي بي سي د بندیانو وروستي کیسې اورېدلي چې له خپلوانو یې غوښتي، د مناسب یونیفورم او بوټانو په اخیستلو کې مرسته ورسره وکړي. داسې راپورونه هم ورکړل شوي چې بندیان د مناسب کټ، طبي تجهیزاتو یا آن له ټوپک پرته جګړې ته لېږل شوي.

د روسیې د جګړې ملاتړی او بلاګر ولادیمیر ګروبنیک په خپل ټیلیګرام چینل کې لیکي: "ډېرو سرتېرو داسې وسلې درلودې چې د جګړې لپاره مناسبې نه وې."