بایډن اوکرایین ته د وسلو نوې ۳۰۰ میلیون ډالري بسته استوي

سپینې ماڼۍ اعلان کړی، چې اوکرایین ته به د ۳۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت وسلې- چې مهمات، توغندي او د الوتکې ضد توغندي په کې شامل دي- ورکوي.

دا ناڅاپي خبر په داسې حال کې اعلانېږي چې په کانګرس کې اوکرایین ته د لا زیاتو مرستو د ځانګړې کولو لایحه د ګوندي اختلافاتو له امله ځنډول شوې ده.

دا په نژدې درېیو میاشتو کې د امریکا د پوځي مرستو لومړۍ ټولګه ده چې د اوکرایین په خاوره کې د روسیې د نورو پرمختګونو د مخنیوي لپاره استول کېږي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان وویل، دا مرستې "په هېڅ صورت د جګړې په ډګر کې د اوکرایین د اړتیاوو د پوره کولو لپاره کافي نه دي".

ښاغلي سلیوان د سې شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، "دا مهمات به د اوکرایین د توپچي اړتیاوې د یو څه وخت لپاره خو یوازې د لنډ وخت لپاره پوره کړي." هغه زیاته کړه چې "دا به د اوکرایین د مهماتو د کمښت مخه ونه نیسي."

سپینې ماڼۍ له څو میاشتو راهیسې له کانګرسه غوښتي چې اوکرایین، اسرائیل او تایوان ته د مرستو د استولو لپاره بودیجه تصویب کړي.

د دغه هېواد لپاره د ۶۰ میلیارده ډالرو پلان په سنا کې تصویب شوی، خو د استازو په جرګه کې رایه نه ده ورکړل شوې.

د جرګې رییس مایک جانسن تر دې دمه د سنا په پلان له غور کولو ډډه کړې. ښاغلي جانسن، چې د ډونلډ ټرمپ ټلوال دی، وویل چې جرګه به د هغه جلا قانون رایو اچولو ته وړاندې کړي، خو یوازې وروسته له دې چې کانګرس د متحده ایالاتو د کډوالۍ سیسټم د بیاکتنې لپاره بودیجه تصویب کړي.

د متحده ایالاتو نوې مرستې په داسې حال کې راځي چې جو بایډن له اوکرایین سره د پیوستون په نمایش کې په سپینه ماڼۍ کې د پولنډ ولسمشر او لومړي وزیر کوربه توب کوي.

همدارنګه، په همدې ورځ ډنمارک اعلان وکړ چې اوکرایین ته به شاوخوا ۳۳۶ میلیونه ډالره مهمات او د توپچي تجهیزات ولېږي.

په وروستیو میاشتو کې اوکرایین په داسې حال کې شاتګ ته اړ شوی چې ولسمشر ولادیمیر زیلېنسکي یې تېره میاشت لامل د وسلو "مصنوعي کمبود" وباله.