د پوتین خبرداری: اوکرایین ته د لوېدیځ پوځیانو استول به "وېرجنې" پایلې ولري

د روسیې ولسمشر ویلادیمر پوتین دغه خبرداری خپلو لویدیځو سیالانو ته په خپله کلنۍ رسنیزه غونډه کې ورکړی او وایي له روسیې سره جګړه به د هغه په ټکو " ډېرې غمجنې پایلې ولري."

ولسمشر پوتین په خپلې کلنۍ وینا کې د اوکرایین د دوه کلنې جګړې په اړه وغږید او یو ځل بیا یې پر اوکرایین یرغل "ځانګړي پوځي" عملیات وبلل.

ښاغلي پوتین وویل، د روسیې پوځ په دې کړکېچ کې نوښت درلود او له خپل ولس نه یې ځکه مننه وکړه چې پر اوکرایین یې د یرغل ملاتړ وکړ.

د هغه په وینا ډېر روسان له پیل راهیسې پر اوکرایین د برید په اړه د "هغه " د پرېکړې پلوي وو.

نوموړی زیاتوي: "له هېواد سره وفادارۍ کې زموږ یووالی او باور هغه معیارونه دي، چې د ځانګړو پوځي عملیاتو په پیل کې هغه مهال څرګند شول چې د روسیې ولس په غوڅ اکثریت له ټولو ازموینو او زیانونو سره سره د عملیاتو ملاتړ وکړ."

ښاغلي پوتین زیاته کړه، چې د دوی ځواکونه په اوکرایین کې پرمختګ کوي او نوې سیمې یې ازادې کړې دي.

نوموړی داسې مهال دا خبرې کوي چې د اوکرایین جګړه درېیم کال ته ننوتې ده، خو پوتین دا ونه ویل چې څنګه به یې پای ته ورسوي.

"لوېدیځ په خپل کور کې په نښه کولای شو"

خو ښاغلي پوتین په اوکرایین کې جګړه د روسیې د حاکمیت او امنیت لپاره وبلله او یو ځل بیا یې لویدیځو هېوادونو ته خبرداری ورکړ چې که اوکرایین ته خپل پوځیان واستوي، د اتومي جګړې خطر ډېرولی شي.

د روسیې ولسمشر وویل: "که د ناټو د غړو هېوادونو پوځیان اوکرایین ته واستول شي، نو دوی داسې وسلې هم لري چې په خپل کور کې یې په نښه کولای شي."

د هغه په وینا هغه څه چې د ناټو غړي هېوادونه یې کوي، نه یوازې ټوله نړۍ ښکېلولی شي بلکې د اتومي وسلو د جګړې خطر هم ورسره ډېرېږي.

د روسیې ولسمشر په وینا د هغو پوځیانو برخلیک اوس هم "موږ په یاد دی چې زموږ هېواد ته یې د راتلو هڅه کړې وه، خو که دا ځل داسې کومه هڅه وشي نو پایله به یې ډېره خواشینوونکې وي."

د روسیې ولسمشر پر لویدیځ یې تور پور کړی چې ګواکې هڅه کوي چې روسیه ویجاړه کړي.

د ناټو ګڼو غړو هېوادونو اوکرایین ته د پوځیانو د استولو احتمال رد کړی دی.

د پوتین په دغه دوه ساعته خبرو کې مختلفو مسایلو باندې خبرې وکړي خو یوازینۍ موضوع چې له سره یې ورته اشاره ونه کړه، د خپل سیاسي مخالف مشر الېکسي نوالنې مړینه وه.

الېکسي نوالنې د روانې میاشتې په لومړیو کې په زندان کې مړ شو چې پراخ نړیوال غبرګونونه یې وپارول او د هغه مړینه "سیاسي وژنه" بلل شوې ده. خو کریملین ماڼۍ د هغه په مړینه کې لاس لرل رد کړي دي.