د اوکرايين جګړې دويمه کليزه؛ یو شمېر لوېدیځوال مشران کیېف ته رسېدلي

د روسیې پوځ د ۲۰۲۲ م کال د فبرورۍ پر ۲۴ پر اوکرایین یرغل وکړ. د روسي پوځي پرسونل د هر اړخیزو بریدونو له پیلېدو سره، ډېری په دې باور و چې دا جګړه به په څو ورځو کې د کرېملېن په بري پای ته ورسېږي.

خو دا دی دوه کاله وروسته اوکرایینیان لا هم ټینګ مقاومت کوي. همدا تېره شپه ، چې د جګړې دوه کاله په بشپړېدو و، روسي الوتکو په اودیسه ښار کې ځینې موخې په نښه کړې. دا دویمه پرلپسې شپه ده چې روسی پوځ پر دې بندري ښار بمبارۍ کوي.

د بي بي سي د وروسیتو اټکلونو پر بنسټ، دې جګړې لږ تر لږه د څه د پاسه یو سلو لس زره (۱۱۰۰۰۰) وګړو ژوند اخیستی.

دواړو روسي او اوکراییني ځواکونو او ملکي وګړو ته درنه مرګژوبله اوښتې خو دواړه هېوادونه ورته د اوښتې مرګژوبلې اصلي شمېر نه په ډاګه کوي. اوکرایین د مرګژوبلې شمېر دولتي راز بللی او پر خپرولو یې بندیز لګولی.

د درنې مرګژوبلې سربېره جګړې میلیونونه اوکرایینیان په کور دننه له خپلو مېنو بې ځایه او بهر ته یې کډوالۍ ته اړ کړي.

بل لور پر اوکرایین د روسیې پوځي یرغل دویمې کلیزې په مناسبت له اوکرایین سره د یوموټیوالي څرګندولو په پار د ایټالیا لومړۍ وزیره جورجیا میلوني، د کاناډا لومړی وزیر جسټین ټروډیو، د بلجیم لومړی وزیر الکساندر ديکرو او د اروپايي کمېسیون مشره یورسولا وندیرلېن له اوکرایین سره د یوموټیوالي څرګندولو په پار کیېف ته رسېدلي دي.

د ایټالیا حکومت په یوه بیان کې ویل شوي، چې دغه څلور لوېدیځوال مشران په یوه ځای د پولنډ له لارې په ریل ګاډي کې نن اوکرایین ته ورسېدل.

روسي ښارونه هم له بریدونو خوندي نه دي پاتې او لسګونه زره ځوانان پوځ کې جبري چوپړ ته اړ ایستل شوي. جګړې پر روسیې او اوکرایین سخت ناوړه اغېز کړی خو د نړۍ ګڼ شمېر نور هېوادونه یې هم له اغېزو په څنګ نه دي پاتې.

د ملګرو ملتونو د ټولغونډې یا عمومي اسمبلې مشر دېنېس فرانسېس وویل د اوکرایین جګړې نړۍ کې نه باور او نه ټیکاو رامنځته کړی او نړیوال وضعیت یې د نه وړاندوینې وړ ګرځولی.

نوموړي وويل، "جګړې د اسمبلې هر غړی هېواد چې په دې تالار کې حضور لري اغېرمن کړی. که دا د خوړنتوکو د لوړېدونکو بیو له امله ده او که د انرژۍ د نه خوندیتابه له کبله. دا جګړه چې هېڅ ورته اړتیا نشته، بې له شکه، د نړي جغرافیوي-سیاسي او سیاسي-اقتصادي وضعیت د بدلون لامل ګرځېدلې. نه یوازې دا چې ښکېلو هېوادونو ته یې مخامخ تاوان اړولی بلکې د ګڼو نورو هېوادونو د پرمختګ او غوړېدنې مخه یې ډب کړې. "

ويل کېږي اوکرايين او روسيه دواړه د وسلو په برخه کې له ستونزو سره مخ ده. اوکرایین ته د ۶۰ میلیارد ډالرو په ارزښت د وسلو د ورکړې لایحه د امریکا په کانګرس کې ایسار ده.

د اروپايي ټولنې ځینې هېوادونه هم اوکرایین ته په پرانیستي لاس د مرستو د ورکړې مخالف دي. د خبرو له لارې جګړې د ختمولو هلو ځلو هم پایله نه ده لرلې.

ښايي همدا دلیل وي چې د اوکرایین د جګړې د دویمې کلیزې په پار د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ناسته کې سرمنشي انتونیو ګوتېرېش دا شخړه د اروپا په زړه کې یو پرانیستی ټپ وباله.