تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کرېکټ نړیوال جام؛ افغانستان نیوزیلنډ ته په ستر توپیر ماتې ورکړه
- Author, نور سعید
- دنده, بي بي سي
د کرېکټ د شل اووریز نړیوال جام د سیالیو په لړ کې د افغانستان او نیوزیلنډ تر منځ لوبه افغانستان د ۸۴ منډو په توپیر وګټله. افغانستان لومړۍ توپوهنه وکړه او په ټاکلو شلو اورونو کې یې نیوزیلنډ ته د ۱۶۰ منډو موخه وټاکله.
خو نیوزیلنډ د خپلې پاڼۍ په ۱۵ اعشاریه دوه اوور کې ایله ۷۵ منډې وکړې او افغانستان دا لوبه وګټله.
نیوزیلنډ توپ وهونکي په نننۍ لوبه کې له لومړي سره و نه توانېدل د افغان بالرانو یرغلګرانه توپ اچوونې پر وړاندې تر ډېرو په میدان کې پاتې شي او یو په بل پسې یې وېکټې له لاسه ورکړې.
فضل حق فاروقي د یوازې ۱۷ منډو بدل کې څلور وېکټې ترلاسه کړې.
فضل حق فاروقي تر اوسه له نهو وېکټو سره د نړیوال جام روانو سیالیو کې تر ټولو ډېرې وېکټې ترلاسه کوونکی بالر دی.
رحمان الله ګوربز د ننۍ لوبې غوره لوبغاړی وبلل شو، چې اتیا منډې یې وکړې. رحمان الله ګوربز له ابراهیم ځدراڼ سره په نننۍ لوبه کې خورا ښه پیل وکړ، له ۵۶ توپونو یې ۸۰ انفرادي منډې وکړې او دغه راز یې د ۱۰۳ شریکو منډو له جوړولو سره یې د افغانستان منډو ته یو ښه بنسټ ورکړ.
ابراهیم ځدراڼ هم له ۴۱ توپونو ۴۴ منډې ترلاسه کړې.
افغان لوبډلمشر راشد خان هم په ننۍ لوبه کې څلور وېکټې ترلاسه کړې. محمد نبي هم دوې وېکټې ترلاسه کړې.
د افغانستان په پاڼۍ کې بیا رحمان الله ګوربز ۸۰، ابراهیم ځدراڼ ۴۴، او عظمت الله عمرزي ۲۲ منډې وکړې. د نیوزیلنډ لخوا ټرېنټ بولټ او مټ هېنري دوه-دوه افغان لوبغاړي وسوځول.
افغانستان د لوبې په ۱۵ اوور کې افغانستان خپله لومړۍ وېکټه له لاسه ورکړه، چې ابراهیم ځدراڼ د ۴۴ منډو له جوړولو وروسته وسوځېد. ورپسې عظمت الله عمرزی هم د ۲۲ منډو له جوړولو وروسته وسوځېد. د محمد نبي له سوځېدو وروسته لوبډلمشر راشد خان له رحمان الله ګوربز سره د ملګرتیا لپاره د لوبې ډګر ته ووت، خو له د لوبې دې برخه کې نه یوازې راشد خان خپله وېکټه له لاسه ورکړه، بلکې رحمان الله ګوربز هم له ۵۶ توپونو د ۸۰ منډو له ترلاسه کولو وروسته وسوځېد.
دا د نړیوال جام سیالیو لړ کې ۱۴مه لوبه او په ګروپ سیالیو کې د افغانستان دویمه لوبه وه. نیوزیلنډ د نننۍ لوبې پچه وګټله او لومړی یې د توپ اچوونې پرېکړه وکړه.
رحمان الله ګوربز، ابراهیم ځدراڼ، ګلبدین نائب، عظمت الله عمرزی، نجیب ځدراڼ، محمد نبي، کریم جنت، نوین الحق، نور احمد او فضل حق فاروقي په نننۍ لوبه کې د افغانستان له لوري د راشد خان په مشري لوبه وکړه. رحمان الله ګوربز او ابراهیم ځدراڼ د افغانستان له لوري لوبه پیل کړه.
افغانستان ملي لوبډلې له دې مخکې په خپله لومړنۍ ګروپ سیالۍ کې یوګانډا ته د ۱۲۵ منډو په ستر توپیر ماتې ورکړه.
افغانستان د شل اوریزو نړیوال جام په روانو سیالیو کې له نیوزیلنډ، پي این جي، یوګانډا او ویسټ انډیز سره یو ځای ګروپ سیاليو کې لوبېږي.
د شل اوریزو نړیوالو لوبو د اصولو له مخې د دې لوبو په لومړي پړاو کې هره لوبډله د خپل ګروپ له نورو څلورو لوبډلو سره یوه یوه لوبه کوي.
افغانستان هم په دې پړاو کې له څلورو بېلابېلو لوبډلو سره سیالۍ لري، چې له نننۍ لوبې پرته یې دوې نورې سیالۍ لا پاتې دي.
افغانستان به خپله درېیمه لوبه د جون پر ۱۴مه نېټه له پاپ اونیوګېني یا پياېنجي سره او څلورمه هغه به د جون میاشتې پر ۱۸مه له ویسټ انډيز سره کوي.
د ۲۰۲۴ کال د نارینهو کرېکټ شل اوریزو نړیوالو لوبو جام د لومړي پړاو د هر ګروپ دوه غوره لوبډلې به بل پړاو ته وځي چې غوره اته یا سوپر-اېټ بلل کېږي.
دا اته لوبډلې به بېرته پر دوو ګروپونو وېشل کېږي او سیالۍ به سره کوي. دواړو ګروپونو نه به دوه غوره یعني څلور لوبډلې نیمه پایلوبو ته وځي.
له دوی به بیا د دغه شل اوریز نړیوال جام وروستي پړاو یعني پایلوبې ته دوه غوره لوبډلې لار مومي.
دا دوه لوبډلې به د جون پر ۲۹مه نېټه د ویست انډیز د بارباډوس سیمې په (د اوول) لوبغالي کې د ۲۰۲۴ کال د کرېکټ شل اوریز نړیوال جام اتلولۍ لپاره سیالي سره کوي.