تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
نن د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر افغانستان غونډه کوي
د ملګرو ملتونو په مشرۍ په دوحه کې د افغانستان په اړه له ناستې څو ورځې وروسته نن ددغه سازمان د امنیت شورا غړي په نیویارک کې د یوې بلې غونډې لپاره راټولېږي.
که څه هم د دې ناستې اجنډا نه ده اعلان شوې، خو ویل کېږي چې غړو ته به یې د دوحې د تېرې ناستې جزییات واورول شي او دغه ناسته کې ټاکل شوې موخې تر کومه حده لاسته راوړل شوې دي.
د دوحې د غونډې په پای کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوتېرېش ویلي وو د غونډې ګډونوال پر یوه خوله وو چې افغانستان کې سوله غواړي؛ داسې سوله چې له ځان او نورو سره د ارام ژوند وکړي، افغانستان په بشپړ ډول له سیاسي او اقتصادي پلوه په نړیواله ټولنه کې ورګډ شي.
هغه ویلي وو ګڼ هېوادونه په افغانستان کې یو ګډشموله حکومت غواړي چې د ټولو قومونو استازي پکې شامل وي او همداراز د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو په برخه کې پرمختګونه د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندنه کې اصلي غوښتنه او بنسټیز شرطونه دي.
داسې اټکل کېده چې ښايي د دوحې په ناسته کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د نوي استازي د ګومارنې په اړه پرېکړه وشي، خو چین، ایران او ظاهراً پاکستان ددې کار مخالف وو.
د نوي استازي ګومارنې په اړه ښاغلي ګوتېرېش ویلي وو، په دې برخه کې سلامشورې پیلوي.
هغه زیاته کړه چې د افغانستان لپاره د طالبانو حکومت سره د اړیکو کمېټه جوړوي چې ددغه هېواد ګاونډیان او ځینې نور هېوادونه به یې برخه وي.
د افغانستان لپاره د دوحې دویمه ناسته کې د طالبانو حکومت ګډون ونه کړ او چارواکي یې پرلپسې ډول ددې پرېکړې دفاع کوي.
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي پرون کابل کې له یوې خصوصي رسنۍ سره خبرو کې یوځل بیا د ملګرو ملتونو له خوا د ځانګړي استازي د ګومارل کېدو مخالفت کړی دی:
"د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی تل داسې شرایطو کې ټاکل کېږي چې په یوه هېواد کې بحراني حالت وي یا یوه ستونزه وي. خو لله الحمد افغانستان کې هېڅ داسې ستونزه نه شته. په ورته مهال په افغانستان کې د یوناما دفتر شته او د ملګرو ملتونو استازی موجود دی، هم په سیاست او هم په بشري چارو کې له موږ سره همکار دي. نو په داسې حالت کې موږ کوم بل ځانګړي استازي ته اړتیا نه وینو چې له هغې یوه بله ستونزه جوړه شي."
"د تړل شویو دروازو ترشا د افغانستان په اړه ناستې ودروئ"
څلور ورځې وړاندې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ د دوحې له ناستې وروسته ویلي وو امریکا غواړي چې د ملګرو ملتونو په مشرۍ دا لړۍ دوام ومومي.
خو بل لوري ته د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مسؤلې هیدر بار په یوه ټویټ کې ویلي ملګري ملتونه باید د تړل شویو دروازو تر شا د افغانستان په اړه ناستې ودروي.
ځکه چې د هغې په وینا افغانان، په تېره ښځې او نجونې حق لري پوه شي په دې ناستو کې د څه په اړه بحث او پرېکړې کېږي.