متقي د يوناما مشرې سره په لیدنه کې: "د دوحې ناستې کومه ځانګړې پایله نه درلوده"

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتونبایوا د طالبانو حکومت کې د بهرنیو چارو وزارت له چارسمبالي ملا امير خان متقي سره کتنه کې د دوحې غونډې په اړه خبرې کړي دي.

ښاغلي متقي ویلي د دوحې غونډې ځانګړې پایله نه لرله.

د طالبانو حکومت د بهرنيو چارو وزارت له خوا خپاره شوي بيان کې ويل شوي چې دې کتنه کې د دوحې پر غونډې د ملګرو ملتونو د ځانګړي ارزونکي فريدون سينرلي اوغلو پر رپورټ او له ملګرو ملتونو سره د دوی د حکومت د چلند په راتلونکي خبرې شوې دي.

بيان کې راغلي چې د وزارت چارسمبالي ملا امير خان متقي ټينګار کی چې د دوی له حکومت سره دې راشه درشه دوام ولري.

د نوموړي له قوله ويل شوي چې اړتيا ده پر وخت د داسې غونډو په اړه له دوی سره مشوره وشي.

دا غوښتنه داسې مهال کېږي چې د دوحې له غونډې وړاندې د ملګرو ملتونو استازې روزا اوتونبايوا او د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازې توماس نېکلسن له لوړپوړو طالب چارواکو سره د همدې غونډې په اړه خبرې کړې دي.

که څه هم د ملګرو ملتونو د سرمنشي په ګډون ګڼو ګډونوالو د دوحې غونډه بريالۍ بللې خو بيان کې د طالبانو حکومت د بهرنيو چارو چارسمبالي له قوله ويل شوي چې دې غونډې کومه ځانګړې پايله نه لرله.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ يوناما لا تراوسه د دې ليدنې په دې اړه څه نه دي ويلي.

د دوحې له غونډې يوه ورځ وړاندې د طالبانو حکومت د بهرنيو چارو وزارت وويل د غونډې په اړه د دوی غوښتنې په پام کې نه دي نيول شوې نو ځکه په دې غونډه کې برخه نه اخلي.

وروسته معلومه شوه طالبانو غوښتنه کړې وه چې د دوی د حکومت له استازو دې پرته غونډې ته نور افغانان نه غوښتل کېږي او د دوی له استازو سره دې د يوه منل شوي حکومت د استازو په څېر چلند وشي.

خو ملګرو ملتونو دا غوښتنې ونه منلې او د مدني ټولنې پنځه استازي يې هم بللي وو.

د دوحې د غونډې ګډونوالو په افغانستان کې د کار او زدکړو په ګډون ښځو او نجونو ته د هغوی د حقونو په ورکولو او د يوه ټولګډوني حکومت په رامنځ ته کولو ټينګار وکړ.

دا په قطر کې د افغانستان په اړه دويمه غونډه وه. په پام کې ده دغه هېواد کې ورته يوه بله غونډه هم ترسره شي.