قطر کې د طالبانو سفیر: زموږ مهمو غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ویل شوی

قطر کې د طالبانو سفیر: زموږ مهمو غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ویل شوی

ډاکتر محمد نعیم چې د طالبانو حکومت په استازولۍ دوحه کې د افغانستان سفارت چارې سمبالوي، دغلته د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو ناسته کې د دوی د نه ګډون پر دلایلو د بي بي سي له حفیظ الله معروف سره غږېدلی دی.

ډاکټر نعیم په دې ځانګړې مرکه کې ویلي، په دغه ناسته کې د دوی استازو ځکه ګډون نه دی کړی چې نه غواړي "په دې ناسته کې تشریفاتي ګډون ولري."