د بریتانیا د پارلمان ۲۲۰ غړو د فلسطین د رسمیت پېژندلو غوښتنه وکړه

د عکس سرچینه، Getty Images
د بریتانیا له درېیمې برخې ډېرو د پارلمان استازو د یوه لیک له لارې د دې هېواد له لومړي وزیر غوښتي چې فلسطین په رسمي ډول په رسمیت وپېژني.
۲۲۰ استازو، چې د ۹ سیاسي ګوندونو استازیتوب کوي، له دې غوښتنې ملاتړ کړی او ویلي یې دي چې د بریتانیا له خوا د فلسطین په رسمیت پېژندل به یو "غښتلی پیغام" او د "دوه دولتونو د حل لارې" پر لور یو مهم ګام وي.
دا لیک په داسې حال کې خپور شوی چې فرانسه هم خپل نیت د فلسطین د رسمیت پېژندلو په اړه څرګند کړی او دا موضوع د بریتانیا پر لومړي وزیر کېیر سټارمر فشار زیاتوي.
د لیک ۱۳۱ تنه لاسلیک کوونکي د کارګر ګوند غړي دي، خو د محافظهکار، لیبرال دیموکرات، زرغون ګوند، سکاټلنډ ملي ګوند او نورو ګوندونو غړي هم شامل دي.
په دې لیک کې ویل شوي چې له څو لسیزو راهیسې د بریتانیا په پارلمان کې د ګوندونو تر منځ یو ګډ دریځ موجود دی چې باید فلسطین په رسمیت وپېژندل شي او د منځني ختیځ کړکېچ د دوه جلا دولتونو له لارې حل شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
په بریتانیا کې د خلکو د عامه افکارو فشار پر لومړي وزیر ورځ تر بلې زیاتېږي.
د جمعې په ورځ مظاهرهچیانو د صدراعظم د دفتر مخې ته لاریون وکړ او له حکومت نه یې نه یوازې د غزې خلکو ته د مرستې رسولو لپاره جدي اقدام وغوښت، بلکې صدراعظم یې د اسرائیلو په ملاتړ هم تورن کړ.
د نړۍ ډېری هېوادونه - نږدې ۱۳۹ هېوادونه – فلسطین د یوه خپلواک هېواد په توګه په رسمیت پېژني، خو ډېری اروپایي هېوادونه او امریکا وایي دا ګام یوازې د منځني ختیځ د اوږدمهاله حل لارې په چوکاټ کې اخیستلای شي.
تېر کال، اسپانیا، ایرلنډ، او ناروې د غزې د اوربند لپاره د دیپلوماتیک فشار زیاتولو په هیله، په رسمي ډول فلسطین په رسمیت وپېژاند.
د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون هم ویلي چې هېواد به یې په سپټمبر میاشت کې فلسطین په رسمیت وپېژني.
ټاکل شوې چې له سبا، یعنې د جولای ۲۸ نېټه (یکشنبه) نه، د عربستان او فرانسې په ګډه مشرۍ درې ورځنی کنفرانس د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې پیل شي، چې هدف یې د دوه دولتونو د حل لارې ملاتړ دی.
امریکا او اسرائیل له مخکې ویلي چې په دې کنفرانس کې به ګډون ونه کړي.
په دې کنفرانس کې به نه یوازې د فلسطین د رسمیت پېژندنې د شرایطو اسانتیا تر بحث لاندې وي، بلکې د فلسطیني ادارې اصلاحات، د حماس بې وسلې کول او د عربي هېوادونو او اسرائیل ترمنځ د اړیکو عادي کېدو موضوعات هم څېړل کېږي.
سره له دې، د بریتانیا لومړی وزیر کېیر سټارمر د جرمني او فرانسې له مشرانو سره تر خبرو وروسته ویلي چې بریتانیا به تر اوسه د فرانسې لاره تعقیب نه کړي.











