فرانسه وايي د فلسطین دولت به په رسمیت وپېژني؛ اسرائیل دا ګام "ترهګرۍ ته انعام" بولي

محمود عباس او مکرون

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د فلسطیني ادارې ولسمشر محمود عباس (کيڼ لور ته) او د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون د ۲۰۲۲ کال د جولای په میاشت کې په پاریس کې د خبرو پر مهال.

فرانسه به په رسمي توګه په سپټمبر میاشت کې د فلسطین دولت په رسمیت وپېژني. د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون ویلي، په دې سره به فرانسه له جي اوو هېوادونو لومړنی هېواد وي چې دا کار کوي.

مکرون په ایکس (پخوانی ټویټر) کې په یوه پوسټ کې ویلي، دا رسمي اعلان به د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په غونډه کې په نیویارک کې وشي.

هغه لیکلي: "اوسنۍ بېړنۍ اړتیا دا ده چې د غزې جګړه پای ته ورسېږي او ملکي خلک وژغورل شي. سوله شوني ده. موږ ته سملاسي اوربند، د ټولو یرغملو خوشي کول او د غزې خلکو ته پراخه بشري مرستې پکار دي."

فلسطیني چارواکو د مکرون د دې پرېکړه هرکلی کړی، خو د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، دا ګام د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر اومه د حماس له برید وروسته "ترهګرۍ ته انعام ورکول" دي.

جي اوه د صنعتي پرمختللو هېوادونو یوه ډله ده، چې پر فرانسې سربېره پکې متحده ایالات، بریتانیا، ایټالیا، جرمني، کاناډا او جاپان شامل دي.

ولسمشر اېمانوېل مکرون د پنجشنبې په ورځ په ایکس کې ولیکل: "موږ د منځني ختیځ د یوې عادلانه او دوامداره سولې لپاره خپلې تاریخي ژمنتیا ته وفادار یو، نو ما پرېکړه وکړه چې فرانسه به د فلسطین دولت په رسمیت وپېژني.

"موږ باید د حماس ملکي کول تضمین کړو او غزه بېرته امن او بیا ورغوو.

"په پای کې، موږ باید د فلسطین دولت جوړ کړو، د هغه د دوام تضمین وکړو او دا ډاډ ترلاسه کړو چې دا دولت به د غیرنظامي کېدو او د اسرائیلو د بشپړ پېژندلو له لارې د منځني ختیځ د ټولو خلکو امنیت ته خدمت کوي. بله لار نشته."

مکرون له دې پوسټ سره یو لیک هم ضمیمه کړی، چې د فلسطیني ادارې له ولسمشر محمود عباس سره شریک شوی او خپله پرېکړه یې پکې تایید کړې.

د اې‌اېف‌پي خبري اژانس په وینا،‌ د مکرون تر اعلان وروسته، د فلسطین د ادارې لوړپوړي چارواکي حسین الشیخ وویل:

"دا دریځ د نړیوالو قوانینو پر وړاندې د فرانسې ژمنتیا ښيي او د فلسطیني ولس د ځان‌واکۍ او خپلواک دولت د جوړېدو د حق ملاتړ کوي".

غبرګونونه

نتنیاهو

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دا پرېکړه وغندله او هغه یې "ترهګرۍ ته انعام ورکول" وبلل.

په واشنګټن کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وویل، متحده ایالات د مکرون دا طرحه، چې غواړي د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ کې د فلسطین دولت په رسمیت وپېژني، "په کلکه ردوي".

هغه پر اېکس (پخوانی ټویټر) کې په یوه پوسټ کې ولیکل:

"دا بې‌پروا پرېکړه یوازې د حماس تبلیغاتو ته ګټه رسوي، هغه ډلې ته چې د سولې خنډ ده. دا د اکتوبر د اومې د قربانیانو لپاره یو توهین دی."

بله‌خوا، د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په ایکس کې ولیکل: "موږ د ولسمشر مکرون پرېکړه سخته غندو، چې غواړي د اکتوبر د اومې له برید وروسته د فلسطین دولت د تل ابیب ترڅنګ په رسمیت وپېژني.

"په اوسنیو شرایطو کې د فلسطین دولت به د اسرائیلو د له منځه وړلو لپاره یوه پټاکۍ وي، نه دا چې سوله‌ییز ګاونډی شي. په ښکاره وایم: فلسطینیان د اسرائیلو ترڅنګ دولت نه غواړي، بلکې د اسرائیلو پر ځای یې غواړي."

د حماس ډلې ویاند دا پرېکړه "په سمه لور یو مثبت ګام" وباله او له ټولو هېوادونو یې وغوښتل چې "د فرانسې پر پله ګام کېږدي ".

دا مهال د ملګرو ملتونو له ۱۹۳ غړو هېوادونو تر ۱۴۰ ډېر د فلسطین دولت په رسمیت پېژني.

ځینې اروپايي هېوادونه لکه اسپانیا او ایرلنډ هم پکې شامل دي.

خو د اسرائیلو ستر ملاتړی، امریکا او د هغې متحدین لکه بریتانیا تر اوسه د فلسطین دولت په رسمیت نه ‌دی پېژندلی.

د بریتانیا لومړي وزیر سر کېیر سټارمر د پنجشنبې په ورځ وویل، د جمعې په ورځ به له فرانسوي او جرمني مشرانو سره "بېړنۍ تلیفوني ناسته" ولري او پر دې به بحث وکړي چې "موږ سملاسيي څه کولی شو چې وژنې ودرېږي".

سټارمر وویل، حکومتولي د فلسطیني ولس "نه‌بېلېدونکی حق" دی او اوربند به "موږ د فلسطین د دولت د پېژندلو او دوو ‌دولتونو حل لارې پر لور بوځي".

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت هم د فرانسې پرېکړه وستایله او ویې ویل:

"دا د فلسطیني ولس د کورواکۍ او خپلواک دولت د جوړېدو د حق په اړه د نړیوالې ټولنې اجماع تکراروي."

اسرائیلو په غزه کې د هغو بریدونو لړۍ پیل کړه، چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر اومه د جنوبي اسرائیلو پر ضد د حماس تر برید وروسته پيل شول؛ په هغه برید کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او ۲۵۱ نور برمته شول.

د غزې د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، له هغه راهیسې تر اوسه لږ تر لږه ۵۹٬۱۰۶ کسان په غزه کې وژل شوي دي.

ډېره برخه غزه اوس کنډواله شوې ده.

د پنجشنبې په سهار، د ملګرو ملتونو د فلسطیني کډوالو اداره (UNRWA) وویل، د غزې ښار له پنځو ماشومانو یو یې اوس له خوارځواکۍ کړېږي او دا شمېرې ورځ تر بلې ډېرېږي.

تر ۱۰۰ ډېرې نړیوالې خیریه مؤسسو او د بشر حقونو ډلو هم خبرداری ورکړی، چې په غزه کې د سختې لوږې پراخ کړکېچ روان دی او پر حکومتونو یې غږ کړی چې سملاسي لاس په کار شي.

اسرائیل، چې فلسطیني سیمې ته د ټولو مرستو د داخلېدو کنټرول په لاس کې لري، تل ویلي چې کلابندي نه ده او د ماشومانو د خوارځواکۍ پړه پر حماس اچوي.

د اردن د بهرنیو چارو وزارت د مکرون د دې اعلان هرکلی وکړ او دا پرېکړه یې "په سمه لور یو ګام" وباله.