ولې ځینې هېوادونه د فلسطین دولت په رسمیت نه پېژني؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د مې په ۲۲مه په یوه همغږي اعلان کې اسپانیا، ناروې او ایرلنډ د مې په ۲۸مه د فلسطیني دولت په رسمیت پېژندلو لپاره خپل پلانونه په ډاګه کړل.
فلسطیني مشرانو د دې پرېکړې هرکلی کړی او دا یې یوه تاریخي شېبه بللې ده.
هغه هېوادونه چې د فلسطیني دولت د جوړولو ملاتړ کوي په دې باور دي چې دا به د اسرائیلو او فلسطینیانو ترمنځ د سولې د خبرو په پرمختګ کې مرسته وکړي.
خو اسرائیلو ورته له غوسې ډک غبرګون وښود او ویې ویل، دوی به د اکتوبر اوومې بریدونو د ویډیو لیدلو لپاره د دغو دریواړو هېوادونو سفیران احضار کړي.
د اسرائيلو بهرنيو چارو وزير اسرائيل کاتز وويل: "تاريخ به په ياد ولري چې اسپانيا، ناروې او ايرلنډ د حماس وژونکو او جنسي تېري کوونکو ته د سرو زرو مډال ورکولو پرېکړه وکړه."
اسرائیل د فلسطین دولت په رسمیت نه پېژني او د اسرائیلو اوسنی حکومت په لویدیځه غاړه او غزه کې د فلسطیني دولت د جوړولو مخالفت کوي. دوی دا استدلال کوي چې دا ډول دولت به د اسرائیلو پایښت ته ګواښ وي.
څوک فلسطین د یوه دولت په توګه پېژني؟
لږ تر لږه ۱۴۰ هېوادونه د فلسطین دولت په رسمیت پېژني، چې پکې د ملګرو ملتونو، عربي ټولنې غړي، د اسلامي همکارۍ سازمان او د ناپیېلو غورځنګ غړي شامل دي.
خو په همدې حال کې د امریکا، بریتانیا، فرانسې، جرمني او استرالیا په ګډون یو شمېر نور هېوادونه، یې په رسمیت نه پېژني.
استرالیا اشاره کړې او ویلي یې دي، دوی ښايي د فلسطین دولت په رسمیت وپېژني چې ورسره "د دوو دولتونو حل لپاره خوځښت رامنځته شي".
په مارچ میاشت کې، د اسپانیا، ایرلنډ، مالتا او سلوانیا مشرانو د اروپایي ټولنې د مشرانو غونډې په څنډه کې یو بیان خپور کړ او ویې ویل، دوی به د فلسطین دولت په رسمیت پېژندلو لپاره کار وکړي، خو کله چې "حالات سم وي".
تر دغه اعلان مخکې یوازې نهو اروپايي هېوادونو د فلسطیني دولت ملاتړ کاوه او له دوی ډېرو دا پرېکړه په ۱۹۸۸ کال کې چې د شوروي اتحاد غړي وو، کړې ده.

د عکس سرچینه، Getty Images
د اسپانیا، ناروې او ایرلنډ لخوا دا همغږی ګام له هغه شاوخوا یوه میاشت وروسته پورته کېږي، چې په ملګرو ملتونو کې د فلسطین بشپړ غړیتوب لپاره د دغه سازمان په امنیت شورا کې رای اچونه وشوه.
امریکا، چې د اسرائیلو اوږدمهاله متحد دی، ملګرو ملتونو کې د فلسطین د بشپړ غړیتوب پرېکړه لیک ویټو کړ، خو د امریکا د دریو متحدانو فرانسې، جاپان او سویلي کوریا په ګډون د امنیت شورا ۱۲ غړو یې په حق کې رایه ورکړه. بریتانیا او سویزرلنډ بیا رایه ونه کاروله.
که امنیت شورا دغه پریکړه لیک چې د الجزایر له خوا وړاندې شوی و، تصویب کړی وای، نو بیا به پرې عمومي اسمبلۍ کې رایه اخیستل کېدای او د فلسطین منلو لپاره به دوه پر درېیمه اکثریت ته اړتیا وه.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرېکړه لیکونه یوازې هغه وخت تصویبېدای شي چې د دې شورا دایمي غړي د امریکا متحدو ایالتونو، بریتانیا ، فرانسه، روسیه او یا چین یې ویټو نه کړي.
د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس ویلي، د امریکا ویټو "غیر اخلاقي" وه، خو اسرائیلو د امریکا د اقدام ستاینه وکړه او هغه پرېکړهلیک یې د شرم وړ وباله.
له رايې ورکولو وروسته، په ملګرو ملتونو کې د امريکا مرستيال سفير رابرټ ووډ امنیت شورا ته وويل: "امریکا د دوو دولتونو د حل ملاتړ ته دوام ورکوي، دا رايه د فلسطيني دولت له جوړېدو سره مخالفت نه څرګندوي، بلکې د دې تصدیق دی چې یوازې د دواړو خواوو ترمنځ له مخامخ خبرو پایله تر لاسه کېدای شي."
ولې ځینې هېوادونه فلسطین د یوه دولت په توګه نه پېژني؟

د عکس سرچینه، Getty Images
عموما هغو هېوادونو دا کار نه دی کړی او فلسطین د یوه دولت په توګه په رسمیت نه پېژني، چې وايي دوی له اسرائیلو سره د خبرو هېڅ ډول جوړجاړی نلري.
په لندن کې د منځني ختیځ او نړیوالو اړیکو استاد فواز ګرجس په وینا "که څه هم امریکا د فلسطیني دولت د جوړولو اړتیا څرګندوي، خو امریکا د اسرائیلو او فلسطین ترمنځ په مستقیمو خبرو اترو ټینګار کوي، چې دا په اغېزناکه توګه د فلسطین د خپلواکۍ لپاره هیلو ته د اسرائیلو د رسېدو په معنی ده."
د سولې خبرې په ۱۹۹۰ لسیزه کې پیل شوې او وروسته یې د دوو دولتونو رامنځ ته کول د حل هدف وټاکه، چې اسرائیل او فلسطینیان په جلا جلا هېوادونو کې سره یو ځای ژوند کولای شي.
د راتلونکي فلسطیني دولت سرحدونه او ماهیت، د بیت المقدس حیثیت، او د ۱۹۴۸-۴۹ کلونو جګړې څخه چې د اسرائیلو د جوړېدو له اعلان وروسته د فلسطیني کډوالو برخلیک په کې شامل دي، تر ټولو سختې مسلې دي، چې لا هم حل شوې نه دي.
هغه هېوادونه چې غواړي له اسرائیلو سره د ښو اړیکو ساتلو هوډ ولري، په دې پوه دي چې د فلسطیني دولت په رسمیت پېژندل به د دوی متحدین غوسه کړي.
ځينې، چې د اسرائیلو ملاتړي هم پکې شامل دي استدلال کوي، فلسطین د ۱۹۳۳ مونتیویډیو کنوانسیون د بنسټیزو معیارونو له مخې دایمي وګړي، مشخصې پولې، دولت او له نورو هېوادونو سره د اړیکو ټینګولو لپاره وړتیاو سره برابر نه دی.
خو ځینې بیا په دې برخه کې یو څه نرمښت مني.
په ملګرو ملتونو کې فلسطین څه حیثیت لري؟

د عکس سرچینه، Getty Images
فلسطینیان په ملګرو ملتونو کې لکه د "هولي سي" یا د واتیکان ښار په شان له غړیتوب پرته د څارونکي دولت حیثیت لري.
په ۲۰۱۱ کې، فلسطین د ملګرو ملتونو د بشپړ غړیتوب لپاره غوښتنلیک وړاندې کړ، خو هغه وړاندیز د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د ملاتړ نشتوالي له امله ناکام شو او هېڅکله رایه پرې ور نه کړل شوه.
په هر حال، په ۲۰۱۲ کې، د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې د فلسطین دریځ د "غیر غړي څارونکي دولت" په توګه لوړولو لپاره رایه ورکړه، چې دوی ته اجازه ورکوي، د مجلس په بحثونو کې برخه واخلي، خو نه شي کولای په پرېکړه لیکونو کې رایه ورکړي.
د ۲۰۱۲ پرېکړه، چې په لویدیځه غاړه او غزې تړانګه کې یې کې تود هرکلی وشو، د امریکا او اسرائیلو لخوا پرې نیوکې وشوې.
هغه پرېکړه لیک همدارنګه فلسطینیانو ته اجازه ورکړه چې د ملګرو ملتونو د عالي محکمې او د جرمونو نړیوالې محکمې په ګډون د نورو نړیوالو سازمانونو سره یوځای شي.
په واشنګټن کې د منځني ختیځ انسټیټیوټ کې د فلسطین او اسرائیلو چارو د برخې مشر خالد الګندي وايي:"د ملګرو ملتونو د بشپړ غړي کېدو سره به فلسطینیانو ته ډېر ډیپلوماتیکه ګټه ورسېږي. چې په هغو کې له پرېکړه لیکونو د مستقیم ملاتړ واک په عمومي غونډو کې رایه ورکول شامل دی، چې اوس فلسطین دا حق نه لري."
خالد اګلندي زیاتوي " خو له دې شیانو هېڅ یو به د دوه دولتونو حل رامنځته نه کړي او دا یوازې د اسرائیلو اشغال پای ته رسولو سره پېښېدای شي."
په همدې حال کې په لندن کې د ختیځ او افریقا څېړنو مرکز د پراختیایي مطالعاتو او نړیوالو اړیکو پروفیسور ګیلبرټ اچکار په دې باور دی چې "د فلسطین اداره به د ملګرو ملتونو بشپړ غړیتوب سره ډېر څه ترلاسه نه کړي".











