تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ایران ورتلونکو بهرنیانو ته د ضمانت 'کفالت' شتون حتمي کړ
ایران ورتلونکو بهرنیو وګړو ته د ضمانت یا کفالت شتون حتمي کړ. بله خوا، د دغه هېواد په بېلو ایالتونو کې د بې اسنادو بهرنیو وګړو د نیولو او ایستلو اړوند پراخ اقدامات روان دي.
د سیستان او بلوچستان ولایت مرستیال او د چابهار ولسوال او د البرز ولایت چارواکو هم پر بې اسنادو بهرنیو وګړو د تازه محدودیتونو تر څنګ د هغوی د نیولو او ایستلو لړۍ چټکه کړې.
له دې سره په ایران کې افغان کډوال له نور فشار سره هم مخ شوي چې ورسره هلته د ژوند، کار او کور کرایه کولو په څېر شرایط نور هم ګران شوي.
د ایران د پارلمان د کورنیو چارو کمیسیون مشر محمد صالح جوکار ویلي چې له دې وروسته به ایران ته ورتلونکي بهرني وګړي یو مقدار پیسې د وثیقې یا ضمانت/کفالت په توګه سپاري او کله چې له ایرانه وځي دوی ته به بېرته ورکول کېږي.
جوکار زیاته کړې چې دغه وثیقه داسې تضمین دی چې بهرني وګړي اړباسي چې دوی ته له ټاکلې مودې وروسته له ایرانه پر وخت ووځي.
د ایران له بېلو ولایتونو د بې اسنادو بهرنیو وګړو پر ضد د تازه محدودیتونو تر څنګ د هغوی د نیونو او ستنولو ګڼ خبرونه ورکړل شوي.
د چابهار ځانګړې ولسوالۍ ولسوال جواد سپاهي پرون د ایران دولتي خبري آژانس ته ویلي چې ټولو چارواکو ته ویل شوي په چابهار کې له بې اسنادو بهرنیو وګړو سره هر ډول تړون او د استوګنې یا سوداګرۍ د ځای کرایه کول منع شوي او له هغو کسانو سره هم جدي چلند کېږي چې بې اسناده بیروني وګړي په کار ګوماري.
هغه له امامانو او متنفذینو هم غوښتي چې له امنيتي ځواکونو سره د بې اسنادو بهرنیو وګړو په ایستلو کې همکاري او همغږي وکړي. هغه ځوانان هم هڅولي چې بې اسنادو بیروني وګړي په ګوته کړي او د دوی طرحه په لږ وخت کې پلې کړي.
د چابهار ولسوال په دې برخه کې د معاملاتو د لارښوونکو او د کارګومارونکو همکاري هم مهمه بللې او خبرداری یې ورکړی چې په دې برخه کې کوچنی غفلت نه زغمي.
د کرمان ولایت د بهرنیو وګړو او کډوالو چارو مشر روح الله خضري پور ویلي چې هغه بهرني وګړي چې په ناقانونه ډول هېواد ته ورغلي او هغه کډوال چې د پاتې کېدو جواز نه لري او هلته د اسلامي مجازاتو د قانون له مخې د هر ډول کوچني یا لوی جرم مرتکب شي په هغه ولایت کې به نشي پاتې کېدی او له هېواده به ایستل کېږي.
د البرز ولایت ځايي چارواکو هم ویلي چې په هغه ولایت کې د بې اسنادو بهرنیو کډوالو پر ګومارل کېدو بندیز جدي تطبيقېږي.