تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
په ايران کې د افغان کډوال حال
په ایران کې په تېرو څو میاشتو کې، پر ټولنیزې شبکې اېکس له ډېرو کارول شویو هشټګونو یو یې 'د افغانانو شړل یوه ملي غوښتنه ده' جمله وه.
د افغانانو په تړاو پخوا هم ورته تبصرې پر ټولنیزو شبکو شوې وې خو له ایران د وتلو غوښتنه یې په دې وروستیو کې ډېرو خلکو په وار وار کړې ده. په ایران کې ډېر لوی شمېر افغان کډوال ژوند کوي چې ډېری یې رسمي اسناد نلري. دا هرڅه په داسې وخت کې پېښېږي چې خپله ایرانیان له خراب اقتصاد او نورو ستونزو شکایت کوي.
خو پر ټولنیزو شبکو د افغانانو د شړلو غوښتنې څوک کوي؟ د کمپاین ترشا د چا لاس دی؟ د بي بي سي فارسۍ څانګې علي حسیني پرې رپوټ لري.