د ایران کورنیو چارو وزارت: افغان کډوال دې خپل هېواد ته ستانه شي او افغانستان دې ودان کړي

    • Author, نور سعید
    • دنده, بي بي سي

د ایران کورنیو چارو وزارت وايي، په دې هېواد کې مېشت افغان کډوال باید خپل هېواد ته ستانه شي او ''افغانستان ودان کړي.'' د ایران د کورنیو چارو وزارت ویلي چې نور افغان کډوال نه شي منلی.

دې وزارت یوه بیان کې چې ظاهرا ایران کې د افغان کډوالو پرضد څرګندونو ته غبرګون کې خپره شوې خبرداری ورکړی چې ځینو وېب پاڼو کې د افغانانو پرضد خپرونې د منلو نه دي.

د وزارت بیان کې دغه راز ویل شوي هغه بهرنیان به هم خپلو هېوادونو ته واستول شي چې د کار له جواز پرته ګومارل شوي دي.

د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا په رپوټ کې د دې هېواد کورنیو چارو وزارت له قوله ویل شوي، هغه بهرنیان چې په ایران کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري، د اړوند چارواکو له لوري به خپل هېواد ته واستول شي.

د ایران کورنیو چارو وزارت په دې اړه یو شپږ ماده ییز فرمان خپور کړی، چې په کې راغلي ''په هېواد (ایران) کې د افغانانو منلو امکان نشته.''

په دې امر کې ویل شوي، په یوه نظم کې د هغو ایران مېشتو افغانانو راوستل اړین دي، چې په موقت ډول په ایران کې د اوسېدو قانوني اجازه ورکړل شوې ده.

د ایران کورنیو چارو وزارت دغه هېواد ته د افغان کډوالو بهیر ورماتېدل یوه ''جدي انساني مسئاله'' بللې او په وینا یې لامل یې ''پر یوه هېواد د بهرنیانو تېری او د تپل شوې جګړې له کبله ګاونډیو هېوادونو ته د کډوالو ورتګ دی.''

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت کډوالو چارو وزارت وايي، پرون (اپریل اتمه) د یاد وزارت مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمان راشد په کابل کې د ایران سفارت له سرپرست غلام رضا نجاري سره په کتنه کې ''له ایران څخه د افغان کډوالو د کتلوي اخراج د مخنیوي په باب او په یاد هيواد کې د افغان مهاجرينو د نورو ستونزو د هواري غوښتنه وکړه.''

د ایران کورنیو چارو وزارت په دې هېواد کې مېشت افغان کډوالو ته په داسې حال کې خپل هېواد ته د ستنېدو وايي، چې وار له مخه زرګونه افغانان هره ورځ له ایرانه افغانستان ته شړل کېږي.

په دا وروستیو کې داسې رپوټونه وو، چې ایراني چارواکي هره ورځ په منځنۍ کچه نژدې ده زره افغان کډوال د پولې بل لور ته ستنوي، خو په تېره فبرورۍ کې بیا په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکو دا شمېر تر دې هم زیات وښوود.

د افغانستان کډوالو چارو وزارت په تېره فبرورۍ کې وویل، چې په دوو اونیو موده کې ایراني چارواکو نژدې ۴۵ زره افغان کډوال د پولې بل لور ته ستانه کړي دي.

د طالبانو کډوالو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني د فبرورۍ په نیمايي کې ویلي و، تېرو دوو اونیو کې نژدې ۵۰ زره کډوال هېواد ته ستانه شوي، چې په خبره یې ۴۵ زره له ایرانه او پاتې پنځه زره یې له پاکستانه ستانه شوي دي.

ایراني چارواکي افغان کډوالو ته د ستنېدو او ''خپل هېواد ودانولو'' په داسې حال کې وايي، چې د افغانستان یوه بل ګاونډي هېواد پاکستان هم د ''بې اسناد'' افغان کډوالو ایستلو د دویم پړاو پیلولو اعلان کړی.

د پاکستان حکومت په دا وروستیو کې رسمي اعلان وکړ چې د هغو افغان کډوالو چې د اې سي سي يا افغان وګړو کارډ په نامه اسناد لري د ثبت او معلوماتو راټولو لړۍ پیل کړې ده.

له یاد اعلان وروسته د پاکستان بهرنیو چارو وزارت بیا وویل چې پاکستان په خپلې هغې پرېکړې ولاړ دی چې له هېواده به غیر قانوني کډوال وباسي.

د پاکستان حکومت له دې اعلان وروسته د روانې اپریل میاشتې په لومړیو کې د بښنې نړیوال سازمان ایمنسټي انټرنېشل د کډوالو شړلو دویم پړاو په هکله اندېښنه څرګنده کړه او په وینا یې د پاکستان دا اقدام به په دې هېواد کې مېشت ځینې افغانان په ځانګړې توګه ښځې، خبریالان او مدني فعالان له خطر سره مخامخ کړي.

په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو بيا واک ته رسېدو سره پاکستان، ايران او ترکيې ته د تلونکو افغان کډوالو شمېر ډېر شوی دی. که څه هم پاکستان، ايران او ترکيې په تېرو دوو کلونو کې لسګونه زره افغانان په زوره افغانستان ته ستانه کړي خو د ناقانونه کډوالۍ شمېر لا هم لوړ دی.