طالبان وايي تهران ته یې خپل اته دیپلوماتان استولي

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دوشنبې په ورځ له کابله اته دیپلوماتان تهران ته ولاړل چې د نوي شارژدافیر سربېره په ایران کې د افغانستان د سفارت چارې سمبال کړي.

دغه وزارت وايي، دا پرېکړه د سفارت په چارو کې د خنډ او ځنډ د مخنیوي په موخه شوې ده.

ددغه وزارت د اسیا څانګې مشر ذاکر جلالي پر ټوېټر لیکلي، "ایران او ترکیه دوه هغه سیمه‌ییز هېوادونه دي چې ډېر افغانان پکې مېشت دي.

په دې هېوادونو کې د بهرنیو چارو وزات له خوا استول شوو دیپلوماتانو ته د سفارت او کونسلګرۍ چارو له سپارلو سره اوس د سیمې په نژدې ټولو هېوادونو کې د [طالبانو] دیپلوماتیک حضور بشپړ شو. دا یو مهم دیپلوماتیک پرمختګ دی".

طالبان په دیپلوماتیک ډګر کې د خپل یوه بل وړاندې تګ خبر ورکوي، سره له دې چې حکومت یې لا هم کوم هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.

وړاندې، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په یوه لنډه وینا پاڼه کې ویلي وو، تهران کې به د افغانستان د سفارت د نوي شارزدافیر او دیپلوماتاتو کار پیلېدا سره ایران کې د افغان سفارت چارې روانې وساتل شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې راغلي چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي تهران کې د سفارت د سرپرستۍ لپاره فضل محمد حقاني معرفي کړی دی.

پرون غرمه د افغانستان پخوانیو سفارت کارانو چې د پرځېدلي افغان جمهوریت له تړاوه پاتې و، د سفارت وداني پرېښوده.

یوه خپاره شوي انځور کې لیدل کېږي چې د سفارت کارکوونکي د پخواني جهادي قوماندان احمد شاه مسعود د انځور په لېږدولو د سفارت له ودانۍ سره مخه ښه کوي.

د سفارت پخواني چارسمبالي عبدالقیوم سلیماني له سیمه يیزو کارکوونکو سره یوځای ویلي تیار نه دي چې د طالبانو له حکومت سره کار وکړي.

د پخواني حکومت سفیر عبدالغفور لېوال لا له وړاندې، هغه مهال چې طالبان پر افغانستان واکمن شول له ایرانه وتلی و.

نوموړی چې دا مهال په اروپا کې دی دا یې نه ده روښانه کړې چې تهران کې له پاتې کسانو سره یې کومه اړیکه وه او که نه.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوه تازه وینا کې ویلي، دا بدلونونه د افغانستان کورنۍ خبره ده او په افغانانو پورې اړه لري.

طالبانو د ایران مشهد کې هم د افغانستان عمومي کونسل په توګه یو تن معرفي کړی دی.

له دې وړاندې د طالبانو یوه استازي د ترکیې په سوداګریز ښار استانبول کې افغان کونسلګرۍ کې خپل کار پیل کړی و.

له دې سره د طالبانو استازي، په روسیه، چین، پاکستان، قطر، د منځنۍ اسیا په ځېنو هېوادونو او تازه ایران کې د افغانستان سیاسي استازولیو کې مخامخ ښکېلتیا ښيي.

لا خو هېڅ هېواد دې ته نه دی چمتو شوی چې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني.

د طالبانو له حکومت سره "په هېڅ ډول" کار نه کوو

په تهران کې د افغانستان سفارت کې شاوخوا ۳۵ دیپلوماتان کار کاوه، د ۲۰۲۱ کال اګسټ کې د طالبانو له بیا واکمنېد وروسته د هغه وخت د سفیر عبدالغفور لېوال په ګډون ځینو یې دنده پرېښوده او ځینو یې اروپا او امریکا کې پنا واخیسته.

په دې موده کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ۸ دیپلوماتانو د دندو د ختمېدو اعلان وکړ.

اوس په سفارت کې د تېر افغان حکومت شاوخوا ۱۰-۱۵ دیپلوماتان او کارمنان لا هم شته چې راتلونکی یې مالوم نه دی.

د سفارت ځینو دیپلوماتانو او کارمنانو ویلي "په هېڅ ډول" حاضر نه دي چې د طالبانو حکومت ته کار وکړي.

په ټوله نړۍ کې د افغانستان شاوخوا ۶۵ استازولۍ شته چې اداري او کنسولي برخې یې د طالبانو له بهرنیو چارو وزارت سره په ورځني ډول همکاري لري، خو د طالبانو حکومت ته یې د سیاسي او مالي رپوټونو له ورکولو ډډه کوي.