د عافیه صدیقي د خلاصون هڅې؛ د اسلام اباد عالي محکمې ولې پر حکومت نیوکې کړې دي؟

د اسلام اباد عالي‌ محکمې د ډاکټرې عافیه صدیقي د خوشي کولو او پاکستان ته د هغې د بېرته ستنولو په اړه پر حکومت نیوکه کړې چې ګواکې څوک ولې د هغې د وکیل ملاتړ نه کوي.

نن دوشنبې د دې محکمې قاضي سردار اعجاز اسحاق خان د عافیه صدیقي قضیې د اورېدنې پر مهال وویل چې "زه نه پوهېږم حکومت له څه وېره لري؟ ولې داسې هېڅوک هم نه شته چې ووايي، موږ له سمېت سره ولاړ یو."

د یادولو ده چې د عافیه صدیقي خور فوزیه صدیقي د امریکايي وکیل 'کلایو سټفورډ سمېت' په مرسته په ۲۰۲۰ کې د امریکا ولسمشر ته پر هغې د "ترحم" غوښتنه کړې ده خو تر اوسه کوم ځانګړی پرمختګ نه دی پکې شوی.

نن دغه امریکايی وکیل پرلیکه او ځینو نور اړوند وکیلان او څارنوالان په حضوري بڼه د اسلام اباد عالي محکمه کې حاضر وو.

د محاکمې پر مهال د قضیې لوی څارنوال منور اقبال دوګل وویل چې حکومت له خپله اړخه په جلا ډول د فوزیه صدیقي ملاتړ ته دوام ورکوي خو په وینا یې، د هغې د خوشي کولو په اړه پرېکړه د یوې نه بلکې د څو ادارو او د "پالیسۍ په کچه" کار دی چې وخت نیسي.

محکمې له ښاغلي دوګل وپوښتل چې "د ترحم اپیل لپاره به سپينې ماڼۍ ته عریضه کوي او که نه؟"

هغه په ځواب کې وویل چې "د پاکستان حکومت له خپله اړخه پوره هڅه کوي"

د "ترحم" او که د "سزا بښلو" غوښتنه؟

په همدې حال کې د دې قضیې حکومتي وکیل له محکمې غوښتي چې "امریکايي ولسمشر ته د ترحم غوښتنې کړنلاره دې ورسره شریکه کړل شي، ځکه چې حکومت به د هغې تر کتلو وروسته پرېکړه وکړای شي."

قاضي له ښاغلي سمېت وغوښتل چې "په یوې اوونۍ کې د عافیه صدیقي د اپيل مسوده له پاکستاني حکومت سره شریکه کړي."

حکومتي وکیل همدا راز له محکمې د دې لپاره د "دوو، درو" اوونیو وخت غوښتی دی.

محکمې د قضیې بیا اورېدنه د سپتمبر تر ۱۳مې نېټې ځنډولې ده.

د یادولو ده چې په ۲۰۲۰ کې د پاکستان حکومت ویلي وو چې د امریکا په زندان کې د دغې بندۍ ساینسپوهې د "ترحم" غوښتنپاڼه یې لاسلیک کړې او د امریکا ولسمشر ته استول شوې ده.

هغه مهال د عافیه صدیقي خور فوزیه صدیقي بي‌بي‌سي ته دا د "ترحم" نه بلکې د "سزا بښلو غوښتنه" بللې وه.

فوزیه صدیقي ویلي وو، "موږ د ترحم نه بلکې د امریکا د قوانینو له مخې د سزا د بښنی غوښتنه کړې" او د سزا د بښنې په غوښتنه کې د ګرم پېژندل شوي کس پاتې سزا د ولسمشر د صلاحیتونو له مخې بښل کېدای شي او دا د ترحم له غوښتنې سره توپیر لري.

عافیه صدیقي ولې زنداني ده؟

عافیه صدیقي په ۲۰۰۸ کال کې افغان پولیسو له کیماوي موادو او ځینو اسنادو سره نیولې وه. ویل کېږي چې په دې اسنادو کې د یوه احتمالي خونړي برید په اړه خبرې شوې وې.

وروسته په ۲۰۱۰ کال کې هغه پر امریکايي او افغان پوځیانو د ډزو کولو په هڅه تورنه شوه او امریکايي محکمې په ۸۶ کاله بند محکومه کړه.

ورپسې په نیویارک کې څارنوالانو اغلې صدیقي د القاعده خواخوږې وبلله او د عمري زندان سزا غوښتنه یې ورته وکړه.

د نوموړې لپاره د زندان سزا له اعلان وروسته په پاکستان کې پراخ احتجاجونه شوي وو.

امریکايي څارنوالانو ویلي وو چې له عافیه صدیقي سره د بمونو چمتو کولو فارمولې او په نیویارک کې د یو شمېر مهمو ودانیو نقشې نیول شوې چې ښيي دا یوه "خطرناکه ترهګره" ده.

د چارواکو په وینا، له عافیه صدیقي سره زهرجن مواد (سوډیم ساینایډ) هم نیول شوي وو.

د عافیه صدیقي مدافع وکیل بیا محکمې ته ویلي وو چې نوموړې رواني ناروغه وه.