تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
عافیې صدیقي شل کاله وروسته خپلې خور سره کتلي
د امریکا په بند کې زنداني پاکستانۍ ډاکټرې عافیه صدیقي شل کاله وروسته خپلې خور ډاکټرې فوزیه صدیقي سره کتلي دي.
په دغه لیدنه کې د هغې خور سره د جماعت اسلامی سناتور مشتاق احمد خان هم مل و.
آغلي مشتاق د امریکا ټیکزاس ایالت په فورټ ورت زندان کې له عافیې صدیقي سره له درېو ساعتونو لیده کاته وروسته په دې اړه ځینې جزیات خپاره کړي دي.
پاکستانۍ ډاکټره عافیه صدیقي په ۲۰۰۳ میلادي کال کې کراچۍ کې نادرکه شوه.
نوموړې په ۲۰۱۰ کال کې افغانستان کې پر امریکايي پوځيانو د برید په تور امریکا کې په ۸۶ کاله بند محکومه شوه.
د امریکا د عدلیې وزارت هغه "د القاعده شبکې غړې او تسهیلوونکې" بللې ده.
خو د عافیه صدیقې ملاتړ کوونکي نوموړې ته د سزا پر دغه پرېکړه نیوکې کوي.
له تېرو څو کلونو راهیسې پاکستان ته د هغې د ستنېدو لپاره یو خوځښت پیل شوی، چې مشري یې د دې خور ډاکټره فوزیه صدیقي کوي.
تر اوسه امریکايي چارواکو او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دغې کتنې په اړه څه نه دي ویلي.
د دواړو خویندو تر منځ ښیښه يي پنډ دیوال مسکا په ویر بدله کړه
ډاکټر عافیه خپله خور دوه ځله وکتله، په لومړي ځل هغه یوازې وه خو په دویم ځل ورسره سناتور مشتاق او وکیل کلائیو سټیفورډسمېت هم و.
ښاغلی مشتاق وايي، ډاکټرې فوزیه صدیقې ته دومره فرصت هم ور نه کړل شو چې خپلې خور سره د زړه خواله وکړي. دوی ادعا کوي چې فوزیې ته د دې اجازه هم ور نه کړل شوه چې عافیې ته د خپلو ماشومانو عکسونه وروښيي.
د دواړو خویندو تر منځ د شیشې پنډ دیوال و. کلائیو سټیفورډ وايي:"ډاکټر عافیه چې کله فوزیه ولیدله نو ورته په خندا شوه خو کله یې چې تر منځ د ښيښې پنډ دیوال ولید چې د دوې د غېږ ورکولو مخه یې نیولې خندا په خپګان بدله شوه."
د ناستې او لیدو خبرې اترې ثبت شوي
عافیه صدیقي سره له لیدو وروسته سناتور مشتاق ادعا کړې چې زندان کې د دوی د درې ساعته ناستې ټولې خبرې ثبت شوي دي.
دی وايي، د عافیه روغتیا ښه نه وه، سترګې یې له اوښکو ډکې وې د زندان د شکنجو له امله خپه او ویرجنه وه.
ښاغلي مشتاق همدا رنګه ویلي چې د عافیې څلور مخامخ غاښونه هم مات شوي او د سر د زخم له امله یې د خبرو اورېدو کې هم ستونزه وه. هغې په پرلپسې دوی ته ویلي چې"ما له دې دوزخه وباسئ."
د ای پي خبري اژانس د رپوټ له مخې، ۲۰۲۲ کال په جولای کې پر ډاکټر عافیه زندان کې دننه د یوه بل زنداني له خوا برید شوی و چې هغه یې ټپي کړې وه.