امریکا کې زنداني پاکستانۍ ساینسپوه عافیه صدیقي د زړه سوي غوښتنه کړې که د سزا د بښل کېدو؟

د پاکستان حکومت وايي، د امریکا زندان کې بندي پاکستانۍ ساینسپوه عافیه صدیقي د زړه سوي 'ترحم 'غوښتنپاڼه لاسلیک کړې او دا غوښتنپاڼه د زندان د چارواکو له لارې د امریکا ولسمشر ته استول شوې ده.

په پارلماني چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار بابر اعوان د پنجشنبې پر ورځ د دغه هېواد مشرانو جرګې ته ویلي، د امریکا په زندان کې بندي پاکستانۍ عافیه صدیقي وړاندې د امریکا ولسمشر ته د ترحم د غوښتنپاڼې پر لاسلیکولو ځینې ملحوظات درلودل، خو اوس یې دا غوښتنپاڼه لاسیلک کړې ده.

ډاکتره عافیه صدیقي د ۲۰۰۸ کال په جولای کې نیول شوې وه. وروسته ۲۰۱۰ کال کې عافیه صدیقي پر امریکايي او افغان پوځیانو د ډزو په هڅې کولو تورنه شوه او امریکايي محکمې په ۸۶ کاله بند محکومه کړه.

امریکايي چارواکو هغه مهال وویل، په افغانستان کې له نوموړې دې لړ کې پوښتنې ګروېږنې شوې، چې د پوځيانو لور ته یې ټوپک نیولی، ډزې یې کړې او (امریکا مرده باد) ناره یې وکړه.

وروسته نیویارک کې څارنوالانو نوموړې د القاعده خواخوږې وبلله او د عمري زندان سزا غوښتنه یې ورته وکړه. د نوموړې لپاره د زندان سزا له اعلان وروسته پاکستان کې پراخ احتجاجونه شوي وو.

امریکايي څارنوالانو ویل، له نوموړې سره د بمونو چمتو کولو فارمولې او په نیویارک کې د یو شمېر مهمو ودانیو نقشې نیول شوې، چې ښيي دا یوه خطرناکه ترهګره ده.

د چارواکو په وینا له عافیه صدیقي سره زهرجن مواد سوډیم ساینایډ هم نیول شوي وو. د عافیه صدیقي مدافع وکیل بیا محکمې ته ویلي و، چې نوموړې رواني ناروغه وه.

د برېښنالیک اړیکه

د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار بابر اعوان د پارلمان غړو ته ویلي عافیه صدیقې له خپلو وکیلانو او د کورنۍ له غړو سره د برېښنالیک په وسیله په اړیکه کې ده.

"دا د ترحم نه، د سزا د بښلو غوښتنه ده"

خو د عافیه صدیقي خور ډاکترې فوزیه صدیقي بي بي سي ته ویلي د حکومت د دې ادعا په اړه هېڅ مالومات نه لري.

هغه وايي: "موږ د ترحم نه بلکې د امریکا د قوانینو له مخې د سزا د بښنی غوښتنه کړې وه" او په دې دواړو کې یو څخه توپیر شته.

هغه زیاتوي د سزا د بښنې په غوښتنه کې د ګرم پېژندل شوي کس پاتې سزا د ولسمشر د صلاحیتونو له مخې بښل کېدای شي او دا د ترحم له غوښتنې سره توپیر لري.

ډاکتره فوزیه صدیقي وايي:

"عافیه صدیقي تر اوسه دوه ځله د سزا د بښلو غوښتنپاڼې لاسلیک کړي دي - یو ځل یې د ولسمشر بارک اوباما په دروه کې او دویم ځل تېر ډسمبر کې د سزا د بښنې پاڼه لاسلیک کړه. "

هغه د پاکستان پر حکومت نیوکه کوي چې "دواړه ځله یې د عافیې د خوشې کېدو لپاره کوم د پام وړ ګام نه دی اخیستی."

فوزیه صدیقي زیاتوي چې د عافیه د غوښتنپاڼې پر چمتو کولو ډېر لګښت راغی او په تېر ډسمبر کې چې یې کله د عافیې لخوا له لاسلیکېدو وروسته د امریکا حکومت ته سپارله نو هغوي ورته وویل چې په انفرادي ډول د دې غوښتنپاڼې سپارل هومره اهمیت نه لري چې د ېوه هېواد د حکومت لخوا ورلېږل شویو غوښتنپاڼو ته ورکول کېږي.

ډاکتره فوزیه وايي دې په میاشتو میاشتو له حکومت څخه د دې غوښتنپاڼې په اړه مالومات غوښتل خو چا نه ورکول. نوموړې زیاتوي: "بلاخره ما او وکیلانو مې په هیوسټن کې د پاکستان له جنرل کونسل څخه وغوښتل چې د امریکا حکومت ته د سپارلې غوښتنپاڼې کمپیوټري نمبر ورکړي چې دوی یې تعقیب کړای شي. "

ډاکتر فوزیه وايي "جنرال کونسل زما وکیلانو ته ویلي و چې د پاکستان سفارت هغه د ترحم د غوښتنې په نوم د زندان چارواکو ته استولی دی. "

هغه وايي "دولتي چارواکي یا په دې نه پوهېدل چې د دغو دواړو غوښتنپاڼو ترمنځ څه توپیر موجود دی او یا یې دا کار په لوی لاس کړی ځکه نه غواړي چې عافیه ژوندۍ پاکستان ته وګرځي. "

فوزیه صدیقي وايي:

"د دې غوښتنپاڼې په سپارل کېدو هم څو میاشتې تېرې شوې خو د تېرې سپتمبر میاشتې پر ۲۴مه چې مې له جنرل کونسل سره خبرې وکړې نو هغه راته وویل چې د امریکا د زندان چارواکو ورته ویلي چې غوښتنپاڼه د زندان له رییس څخه ورکه شوې ده. "

فوزیه زیاتوي:

"امریکا کې د پاکستان جنرل کونسل راته وویل چې له عافیه صدیقي سره یې لیدلي او په دې تړاو یې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ته رپوټ هم استولی دی. "

د بهرینو چارو وزارت ویاند حفیظ چوهدري په دې اړه بي بي سي ته ویلي چې له اړوندې څانګې څخه یې مالومات غوښتي او له ترلاسه کېدو وروسته به یې خبریالانو سره شریک کړي.