ایا کولی شو د وژونکو فنګسونو مخه ونیسو؟

اقلیمي بدلون ډېر وخت د ځنګلي اورونو، سیلابونو او د ودانیو او فصلونو د زیانمنولو لامل کېږي خو د تودوخې لوړېدل دا معنی هم لري، چې فنګسي ناروغۍ د نړۍ په هغو برخو کې خپرېږي، چې پخوا د دوی د ژوند لپاره مناسب نه وې او سړې سیمې وې.

د بریتانیا د مانچسټر پوهنتون لخوا نوې څېړنه ښيي، یو وژونکی فنګس، چې په ګرمو هېوادونو کې یې په یوه کال کې میلیونونه خلک اغېزمنول، اوس د نړۍ د ګرمېدو له کبله کېدای شي ډېر ژر په اروپا کې خپور شي.

داسې وړاندوینه کېږي، چې د اسپرګیلس ( aspergillus) ډول به یې له افریقا او سویلي امریکا څخه د شمال پر لوري خپور شي. دا وژونکی ډول یې کولی شي د سږو وژونکې ناروغي رامنځته کړي او وار له مخکې اټکل شوی، چې هر کال به په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۱.۸ میلیونه خلک ووژني.

دا خبرداری هغه ساینسي افسانوي سریال ته ورته دی، چې نوم یې 'زموږ وروستی کس' (The Last of Us) دی او په دې تلویزیوني پروګرام کې یو ویرونکی دماغ بدلونکی فنګس انځور شوی، چې د نفوس پراخه برخه له منځه وړي.

په دې ډرامه کې په پراخه کچه د ګواښونو مبالغه شوې خو د بریتانیا اېکزېټر پوهنتون کې د ماشومانو د ساري ناروغیو پروفیسوره اډیلیا وارېس وايي، د فنګسي ناروغیو د زیاتوالي په اړه ډېرې ریښتونې اندېښنې شته.

"فنګسي ناروغۍ له وړو او ځورونکو بڼو نیولې، چې د ورزشکارانو د پښو ناروغي ده (د پښود ګوتو په منځ کې پوپنک یا فنګس) ان تر ژوند ګواښونکو ناروغیو پورې کېدای شي وي. د وینې او دماغي فنګسي ناروغۍ کېدای شي وژونکې وي."

پښې فنګسونو ته په خلاصه سینه ښه راغلاست وايي، ځکه هلته داسې درزونه شته، چې فنګسي حجرات کولی شي پوستکي ته ننوځي. پښې د فنګسو لپاره یو تیاره او لوند چاپیریال دی ځکه چې پښې خولې کوي، په ځانګړې توګه هغه مهال چې جرابې او بوټان پر پښو وي.

یو بل ډول فنګس هم شته، چې که له ساه اخیستو سره زموږ سږو ته دننه شي جدي مسله رامنځ ته کوي، په ځانګړې ډول که زموږ د معافیت سیسټم وار له مخکې کمزوری وي.

دغه ډاکټره وايي، دوی [فنګس] زموږ سږو کې خپل تخمونه ځای په ځای کوي او هغه د "ډبلې ډوډۍ دننني جوړښتونو" په څېر زموږ په سږو کې وده کوي او د ناروغیو لامل کېږي.

د فنګسونو بله اصلي ډله، چې زموږ بدن کې دننه شته ده، خمیرمایه (yeast) ده. تر ټولو مشهوره بېلګه یې کنډېډا البېکانز (candida albicans) نومېږي، چې زموږ د بدن د عادي مکروبونو یوه برخه ده.

پروفیسوره وارېس وايي: "تاسو دا خمیر مایه د ډېرو صحتمندو خلکو په کولمو کې موندلای شئ، او دا د کولمو له یو شمېر مکروبونو سره یو ځای د کولمو ښې روغتیا کې مرسته کوي."

خو که د خمیرمایې ډول فنګس د وینې جریان ته ننوځي هغه هم د داسې یوه کس، چې د بدن د معافیت یا خوندیتوب سیسټم یې کمزوری وي یا یې غړو ته د کومې بلې صدمې یا جراحي عملیاتو له لارې زیان رسېدلی وي، داسې حالت رامنځته کوي، چې مکروبي ناروغۍ ته ورته وي لکه د وینې مسمومیت سیپټیسیمیا (septicaemia) چې یوه ډېره سخته ناروغي ده."

یو بشپړ توپان

ډېری دا فنګسونه وار له مخکې زموږ شاوخوا کې شته خو پوښتنه دا ده، چې ولې اوس ډېرې ستونزې رامنځته کوي؟

د نایجیریا د لېګاس په پوهنتون کې د کلینیکي مایکرو بیولوژۍ پروفیسوره ریتا اولادیل وايي، چې د کوویډ-۱۹ وبا ته په کتو موږ باید د فنګسي ناروغیو په اړه ډېر اندېښمن واوسو. نوموړې وايي، د تودوخې له زیاتوالي سره ناروغۍ زېږونکي مایکرواورګانیزمونه رامنځ‌ ته کېږي.

د طبي پرمختګونو او د ژوند اوږدوالي له امله اوس ډېر خلک له کمزوري معافیتي سیستم سره اوږد ژوند کوي. دا وايي: "موږ اوس د بدن د هر غړي پیوند کولی شو. د سرطان ناروغانو لپاره کیموتراپي لرو. هر هغه څه چې د معافیت سیسټم کمزوری کوي [ناروغان] د فنګسي ناروغیو له ګواښ سره مخامخوي."

ریتا اولادیل زیاتوي، کله چې د ناروغیو درملنې لپاره ناروغان د اوږدې مودې لپاره سټېرویید داروګان ( مصنوعي هورموني درمل) وکاروي نو ځانته د فنګسي ناروغیو ګواښ ډېروي.

نوموړې دا یادونه هم وکړه، چې د فنګسي ناروغیو د تشخیص او درملنې په وړتیا کې د نړۍ له شمال تر سویله د پام وړ توپیر شته. دا ستونزه نه یوازې د تشخیص تر کچې محدوده ده بلکې کله چې تشخیص وشي نو بیا د فنګسي ناروغیو ضد درملو ته د لاسرسي په برخه کې هم شته.

ډاکټره ریتا زیاتوي، فنګسي ناروغۍ په ګرمو اقلیمونو کې ډېرې عامې دي، په ځانګړې توګه چېرې، چې ډېر خلک په اېدز ( HIV) اخته شوي او د معافیت سیسټم ته یې زیان رسېدلی وي.

د دې په ټکو:" سربېره پر دې چې د دې ناروغۍ دروند بار د نړۍ په سویلي برخه کې دی خو دا به خلک کډوالۍ ته اړ کړی ځکه خلک به درملنې پسې نور ځایونه ولټوي."

څنګه د اقلیم بدلون پر فنګسونو اغېز کوي؟

ارتورو کاساډیوال په امریکا کې د جان هاپکېنز بلومبرګ د عامې روغتیا په پوهنځي کې د مالیکولي مایکروبیولوژۍ او معافیت پروفیسور دی.

دی وايي، نړۍ ورځ تر بلې ګرمېږي، فنګسي ناروغۍ به په هغو ځایونو کې هم خپرې شي چې تر اوسه پکې نه وې لیدل شوې.

"موږ پوهېږو، چې ژوند له حالاتو سره تطابق کوي. ژوند پاتې کېږي خو وېره دا ده چې نړۍ ګرمېږي اوډېر فنګسونه، چې د ناروغیو رامنځته کولو وړتیا لري - د بېلګې په توګه په نباتاتو او حشراتو کې چې د خونې د تودوخې په حرارت ژوندي موجودات دي - دغه فنګسونه به وکولی شي په لوړه تودوخه کې هم ژوندي پاتې شي. که داسې وشي، موږ به هغه فنګسي ناروغۍ وګورو چې اوس مهال په طب کې نه دي پېژندل شوې."

سربېره پردې: "رطوبت د فنګسونو یو لوی عامل دی. فنګسونه ډېرو اوبو ته اړتیا لري او دوی د لوړ رطوبت په چاپیریال کې وده کوي."

دی زیاتوي، وچ شرایط (اقلیم) هم د فنګسونو په خپرېدو اغېزه کوي.

"د مثال په توګه، موږ په متحده ایالاتو کې یو فنګس لرو، چې د یوې ناروغۍ لامل کېږي اود کوکسیډیوایډس امیټیس [coccidioides immitis] په نوم پېژندل شوی. دا د سویل لویدیځ په صحرا کې موندل کېده خو لکه څنګه، چې د متحده ایالاتو دښتې پراخه شوې د دې ژوندي موجوداتو د خپرېدو ساحه هم پراخه شوې. نو زه فکر کوم، چې رطوبت یې د بدلون لوی لامل دی او موږ پوهېږو چې د هوا تودوخه په رطوبت اغېز کوي او پر دې دواړو به بیا د اقلیم بدلون اغېز وکړي."

د پروفیسور کاساډیوال کاري ډلې د مريلنډ ایالت په بالټېمور کې، چې جان هاپکېنز پوهنتون پکې موقعیت لري، د ښار بېلابېلې سیمې و ارزولې چې د فنګسي ناروغیو د بدلون یو موډل یا طرحه جوړه کړی شي.

دوی دا پایله ترلاسه کړه، چې فنګسونو په ښار کې له هوا سره تطابق پیل کړی دی او کېدای شي په ټوله نړۍ کې همداسې پېښ شي.

"موږ هڅه کوو پوه شو، چې دا به څنګه پېښېږي. یوه سړه سیمه هغه ده، چې ډېرې ونې ولري، ډېر واښه په کې شنه وي او ګرمې سیمې هغه دي، چې لږې ونې ولري، ډېر کانکریټ ولري او د تودوخې ترمنځ توپېر یې د پام وړ وي یعنې څلور یا پنځه درجې سانتي ګراد وي."

زموږ بدنونه ساړه کېږي

زموږ بدن کې دننه د تودوخې یو بل بدلون هم رامنځته کېږي. په تېرو وختونو کې موږ فنګسونو لپاره ډېر ګرم وو او په اسانۍ سره یې وده په کې نه شوای کولی خو په تېرو څو لسیزو کې زموږ د بدن درجه سړه شوې ده.

پروفیسور کاساډیوال وايي: "موږ د فنګسونو پر وړاندې ډېر ښه خوندي یوو ځکه چې موږ د معافیت پرمختللی سیسټم لرو."

"موږ د ملا تیر لرو. ټول هغه ژوي، چې د ملا تیر لري نو پرمختللي معافیتي سیسټمونه لري خو زموږ بدن د تودوخې لوړه درجه هم لري، چې ۳۷ درجې سانتي ګراد ده. دا دومره ګرمه ده، چې د فنګسو ډېر ډولونه له منځه وړي."

"له همدې امله، کله چې خلک په فنګسي ناروغیو اخته کېږي، نو د پوستکي له لارې یې ترلاسه کوي، لکه د نوکانو فنګسي ناروغي... دا یوه سړه سیمه ده."

خو پروفیسور کاساډیوال وايي، زموږ د بدن د تودوخې درجه د ۱۰۰ کاله پخوا پرتله په منځني ډول یو سانتي ګراد ټیټه شوې او دا د فنګسي ناروغیو پر وړاندې د دوی حساسیت بدلوي.

"څرنګه، چې عصري طب د ډېرو [ساري] ناروغیو درملنه کړې او موږ په یوه پاک چاپیریال کې ژوند کوو، زموږ د التهاب کچه راټیټه شوې او له همدې امله زموږ تودوخه هم راټیټه شوې ده."

زموږ د بدن تودوخه په منځني ډول د یوې پېړۍ مخکې پرتله ټیټه ده ځکه خو موږ له هغو مکروبي ناروغیو څخه ډېر لږ کړېږو، چې زموږ د معافیت سیسټمونو د فعالېدو لامل کېږي. خو نړۍ ګرمېږي.

څنګه یې مقابله وکړو، د حل لاره څه ده؟

پروفیسور براملي وايي، چې ځینې خلک پر زراعتي محصولاتو باندې د 'ازول فنګس وژونکو توکو' (azole fungicides) پرکارولو د بندیز غوښتنه کوي، خو د فصلونو حاصلات به کم شي او د خوراکي توکو تولید به راټېټ شي.

پروفیسور براملي د بدیلو درملنو په اړه څېړنه کوي او وايي، د نویو مرکباتو په جوړولو کې یې یو څه بریالیتوب ترلاسه کړی. دا نوي مرکبات به د فنګسي حجرو ډي‌اېن‌اې ( DNA ) ګډوډه کړي او پای که به مړه شي.

یوه بله لاره هم شته: فوسمانوجیپکس (fosmanogepix) د فنګسونوضد نوي درمل دي چې پر خمیرمایې اوپوپنک فنګسونو اغېز لري.

دا له نورو درملنو څخه په بېل ډول کار کوي، ځکه دا د فنګسي حجروهغه چنګکونه ګډوډوي چې فنګسي حجره یې د پروټینونو لېږدولو لپاره کاروي او ژوندي پاتې کېدو لپاره ورته اړتیا لري.

پروفیسور براملي وايي، دا درمل به په راتلونکو څو کلونو کې د لاسرسي وړ وي.

هیله مندۍ لپاره یو بل دلیل هم شته: اسپرګیلوسس (aspergillosis)، یو له وژونکو فنګسي ناروغیو څخه دی، چې د بدن په تودوخه کې وده کوي او اټکل کېږي، چې هر کال په ټوله نړۍ کې د سلګونو زرو مړینو لامل کېږي خو یو مهم محدودیت (کمزورتیا) لري.

پروفیسور براملي زیاتوي: "د هغو ناروغیو لپاره چې د اسپرګیلس (aspergillus) له امله رامنځته کېږي، موږ داسې څه نه دي لیدلي چې له یوه ناروغ څخه دې بل ناروغ ته ولېږدول شي. دا خورا نادره ده. هغه ناروغۍ چې خپرېږي هغه موږ له چاپیریال څخه ترلاسه کوو."

"نو د دې معنی دا ده، چې که موږ وکولی شو په چاپیریال کې د مقاومت رامنځ ته کېدل ګډوډ کړو، نو ریښتونې هیله شته، چې دا نوي درمل به تر اوږدې مودې وکارولای شو."

د نړۍ د نفوس زیاتوالی پدې معنی دی، چې موږ د زراعتي فصلونو د ساتنې لپاره د فنګسونو وژونکو توکو ته اړتیا لرو او دې پراخې کارونې فنګسونو سره مرسته کړې، چې د دارو ګانو پر وړاندې د ځان ساتنې نوې لارې زده کړي. موږ نوې درملنې ته اړتیا لرو چې ځینې یې د جوړېدو په حال کې دي.

پوښتنه دا ده، چې ایا موږ دا ژر ترلاسه کولی شو؟

دا متن د بي بي سي نړیوالې څانګې د انکوایري ("The Inquiry") پروګرام د یوې برخې پر بنسټ جوړ شوی دی.