تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هغه کمزورې کوونکې ناروغي چې د میندوارو ښځو ژوند له سختو ستونزو سره مخامخوي
- Author, جلیلت اولاوالې
"ما د دې ماشوم لپاره دعاګانې کولې خو چې حالت مې ډېر خراب شو غوښتل مې هر څه پای ته ورسېږي."
د کاناډا د اونټاریو ښار ځوانه مور کرېسټابېل نګووبې، چې په دې پوهه شوه میندواره ده ډېره خوشحاله شوه. دې ۳۰ کلنې څو کاله دعاګانې کولې چې د یوه ماشوم څېښتنه شي خو ډېر ژر یې دا خوښي په ناهیلۍ واوښته.
د میندوارۍ خوښي يې په څو اونیو کې د روغتیا په یوه سخته جګړه واوښته. کرېسټابېل کانګې کولې او زړه بدوالی یې درلود. ان د خوړو بوی هم پرې بد لګېده. د کانګو له وېرې یې د اوبو له څښلو ډډه کوله.
معمولا ډېرې امیندواره مېرمنې له لومړیو شپږو اونیو څخه تر ۱۴ اونیو پورې چې د اېستروجن او کوریونیک ګوناډوتروپین (hCG) هرومونونو تولید یې بدن کې زیاتېږي کانګې کوي خو د هغې زړه بدوالی له معمول ډېر زیات و. د کرېسټابېل حالت ډېر جدي و.
بالاخره هغې کې د هایپریمیسیس ګراویډیرم (hyperemesis gravidarum) چې په اېچجي (HG) پېژندل کېږي او شدید زړه بدوالی او سختې پرلپسې کانګې دي، ناروغۍ تشخیص شوه. دا یوه کمزورې کوونکې ناروغي ده چې د میندوارۍ ۳۹ اونیو پورې وي. د کم څښاک او کم خوراک لامل کېږي.
په وروستیو کلونو کې یادې ناروغۍ د خلکو ډېر پام ځان ته اړولی دی. ان خورا پېژندل شوي کسان لکه بریتانیا کې د شهزاده ویلیم مېرمن شهزادګۍ کاترین چې د خپلې درې واړو میندواریو تجربې یې په ښکاره بیان کړې دي.
بریتانیا کې د روغتیايي چوپړونو ملي اداره اټکل کوي، چې دې هېواد کې هرو ۱۰۰ میندوارو مېرمنو کې له یوې څخه درېیو پورې پر یادې ناروغۍ اخته کېږي خو روغتیايي کارپوهان په دې باور دي، چې د دې ناروغۍ په اړه راپورونه کم ورکول کېږي، ځکه نو په نړیواله کچه یې اغېز معلومول ګران دي.
کرېسټابېل وايي: "زه وږې وم، په درد کې وم، خوما نشو کولی څه وخورم. ما ان نشوی کولی څه وڅښم ځکه چې زه له کانګو وېرېدم."
نوموړې وايي، رواني روغتیايي یې هم تر سخت فشار لاندې وه، چې له کبله یې فکر کاوه یوازې ده او څوک یې نه درک کوي.
تشخیص یې ستونزمن دی
د نړۍ په ډېرو برخو کې روغتیايي پاملرنې یا روغتیايي مرکزونو ته د کم لاسرسي له کبله پورته ناروغي له تشخیصه پټه پاتې کېږي. ځنیې مېرمنې له کلتوري ننګ سره مخامخې وي. داسې چې د امیندوارۍ دا سختې نښې د ښځې کمزوري یا مکر او مبالغه ګڼل کېږي.
زرګونو کیلومتره لېرې د نایجیریا په ابوجا ښار کې نیني په خپل لومړي ماشوم میندواره وه، چې ناڅاپه دا سختې نښې پرې را پېښې شوې.
د هغې دا تمه وه چې یو څه زړه بدوالی او ستړیا به لري خو پر ځای یې له سختو کانګو، بدن کې د اوبو سخت کمښت او په بیا بیا د روغتون تګ سره مخامخ شوه او بلاخره د رګونو له لارې ورته اړین مایعات ورکړل شول.
نیني وايي: "ما مخکې هېڅکله د هایپریمیسیس ګرایویډرم په اړه نه و اورېدلي."
د ډېرو نورو میندو په څېر چې د امیندوارۍ لومړی ځل یې وي، دا هم نه پوهېده څه پېښ شوي دي. ان تر هغه چې حالت یې ښه خراب شو او ډېر وخت یې ونیو چې روغتیا پالان یې په اړه اقدام وکړي.
هغه وايي: "روغتیاپالو دا د امیندوارۍ معمولي کانګې ګڼلې."
خو نیني پوهېده، چې د هغې وضعیت نورمال نه و. ان د میندوارۍ په پنځمه میاشت کې یې هم پرله پسې کانګې کولې او هغه مهال چې یې د وینو کانګې وکړې بیا روغتیاپالو ګام پورته کړ.
متخصصین وايي، چې د اېچجي (HG) تشخیص کول اسانه نه دی ځکه چې ډېری وخت یې نښې د میندوارۍ له عادي حالت سره ورته وي.
د نایجیریا د ایبوني سیمې په ولادي مرکز کې د ولادي او نسايي ناروغیو متخصصه ډاکټره نیکیروکا اوچ-نیویداګو خبرداری ورکوي، چې خلک باید اېچجي (HG) له پامه و نه غورځوي، ځکه چې پایلې یې جدي کېدلی شي.
دا زیاتوي: "د امیندوارۍ معمولي حالت کېدای شي د زړه بدوالي او کانګو لامل شي او دې حالت کې ډېری مېرمنې کولی شي خپل ورځني فعالیتونه ترسره کړي او په نورمال ډول خوراک وکړي."
له بلې خوا اېچجي (HG) کمزورې کوونکې ده. انسان له کار غورځوي او ساده کارونه هم ورته ناممکنوي."
هغه خبرداری ورکوي: "[دا] کولی شي، جدي روغتیایي پېچلتیاوې رامنځته کړي، لکه د بدن د مایعاتو د مېنرالونو د انډول نه ساتل ( electrolyte imbalances) چې ممکن په لومړي سر کې خطرناک ښکاره نه شي خو کولی شي د بدن دننه غړو فعالیت په جدي توګه اغېزمن کړي."
لندن کې د ولادي او نسايي ناروغیو متخصصه ډاکټره اډیني اکیسېکو وايي، اېچجي (HG) کولی شي پر ماشوم هم اغېزه وکړي.
"که چېرې د مور درملنه په وخت ونشي، د کم خوراک له کبله به د زېږون پر مهال د ماشوم وزن کم وي، له خپلې معمولي او طبیعي ودې به ډېر وړوکی وي او کېدای شي له وخته مخکې هم پیدا شي."
ایا اېچجي (HG) جینیتکي ناروغي ده؟
څېړنې هایپریمیسیس ګراویډیرم (hyperemesis gravidarum, HG) ناروغي له جینیتکي ستونزو سره نه تړي خو، د سویلي کالیفورنیا پوهنتون څېړونکې ډاکټر ه مارلینا فیجو وايي، قوي شواهد شته، چې اېچجي (HG) ناروغي د کورنۍ له جینیتکي ستونزو سره تړاو لري.
دا وايي: "موږ وموندله چې که ستاسو خور دا ناروغي ولري، نو ستاسو د اخته کېدو چانس ۱۷ ځلې زیات دی او دا جینیتکي تړاو ښيي."
ډاکټر فیجو زیاتوي، چې په اېچجي (HG) اخته مېرمنو کې د امیندوارۍ پرمهال د جيډي۱۵(GDF15) هورمون کچه لوړه وي.
دا هغه هورمون دی، چې د التهاب، میټابولیزم او د حجرو ودې په تنظیمولو کې مرسته کوي او له میندوارۍ مخکې په دې مېرمنو کې په جینیتکي ډول دا کم وي.
هغه وايي: "موږ وموندله چې د هورمونونو په کچه کې دا بدلون حساسیت رامنځته کوي او د هایپریمیسس لامل کېږي."
درملنې
داسې درمل شته، چې د لومړیو ۱۲ اونیو په ګډون د امیندوارۍ په بهیر کې اېچجي (HG) اغېز کمولو کې مرسته وکړي.
په دې کې د زړه بدوالي او کانګو ضد درمل، سټېروییدونه چې یو ډول مصنوعي هورموني داروګان دي او یا د دواړو ګډ ترکیب شامل دی خو، که کانګې کنترول نه شي نو کېدای شي ډېری اغېزمنې مېرمنې د بدن د اوبو کمښت او کم خوراکۍ له کبله روغتون ته اړې شي چې د سیرم له لارې مایعات او خوراکي توکي ورکړلی شي.
طبي متخصصینو چې بي بي سي ورسره خبرې کړي وايي، ښايي اړتیا وي چې ناروغان د ځینو پېچلتیاوو له کبله لکه د بدن د مایعاتو د مینرالونو د نا انډولۍ د سمون په خاطر تر نژدې څار نې لاندې ونیولی شي.
د رواني روغتیا پاملرنه هم تر همدې کچې اړینه ده. د اېچ جې رواني زیان له زیږون وروسته هم تر ډېره کېدای شي دوام وکړي.
د ډاکټر اکیسیکو په وینا، په سختو قضیو کې اېچجي (HG) کولی شي د اضطراب او شدید خپګان په څېر دوامداره رواني ناروغیو لامل شي.
نیني وايي، تر څو میاشتو یې فزیکي او احساساتي کړاو زغمه او ان له زېږون وروسته هم د اېچجي (HG) اغېز دوام درلود.
دا وايي: "زه لکه څنګه چې وم هغه ډول ځان راته نه ښکاره کېده. خلکو به تل پوښتلم چې ولې زما پوستکی ډېر پیکه ښکاري. دغې ناروغۍ سخته ځپلې وم."
هغه زیاتوي: "زه فکر کوم، ګوښېتوب مې د خپګان له رامنځته کېدو سره مرسته وکړه چې وروسته راته پیدا شو."
په سختو حالاتو کې کېدای شي لا زیاتې رواني درملنې او احساساتي ملاتړ ته اړتیا وي.
ډاکټر اوچ-نیویداګو ټینګار کوي چې پوهاوی باید زیات شي ځکه چې اېچجي (HG) په اسانه نه پېژندل کېږي او ډېرې مېرمنې یې پټه خوله تېروي.
مور او ماشوم له روغتیايي ګواښونو د ژغورنې لپاره په لومړي سر کې سمدلاسه د حالت کنټرول کول خورا مهم دي - نه یوازې د کړاو کمولو لپاره، بلکې د ژوند ژغورلو لپاره هم.