تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د کارداشیان د جوارو له پولیو نیولې تر پنکېک پورې - ایا پروټینو ته اوسنۍ لیوالتیا روغتیا ته ګټه لري؟
- Author, جورج سنډېمن، بيبيسي
"لوړ پروټین" لروونکي خواړه زموږ په ټولو سوپر مارکیټونو (لویو مغازو) کې شته ــ له پنکېک او مکرونیو نیولې ان د وریجو تر پوډېنګ (په شیدو کې خوږې وریجې) او پيزا پورې.
مشهور کسان هم په دې چاره کې خپله برخه لري. کلوي کارداشیان په مې میاشت کې د خلود په نوم د پروتین لرونکو جوارو یو ډول پولئ بازارته وړاندې کړې او و ېې ویل چې دا خواړه: "له خوند او پروټین ډکه ناشته ده چې ستاسې ورځ ځواکمنه کوي."
همدارنګه امریکايي سینیمايي لوبغاړي زک اېفران هم په جنورۍ میاشت کې له غلو دانوجوړه شوې یوډول فرني اعلان کړه چې وايي بډایه پروتین لري خو ایا د پروتین دا زیات شوي اعلانونه یوازې تبلیغات دي او کنه په واقعیت سره دا تولیدات د عضلاتو پیاوړي کولو او صحي ژوند ته ګټه لري؟ او ایا دا په اضافي لګښت ارزي؟
د دوی پلور مخ په ډېریدو دی: د مېنټېل (Mintel) په نوم څېړنیزې ادارې لخوا له بيبيسي نیوز سره شریکې شوې شمېرې ښیي، چې سپورت لپاره له کارېدونکو پروټیني خوړو پرته، د ۲۰۲۵ کال په لومړیو دریو میاشتو کې د اته عشاریه درې سلنه اعلان شویو خوراکي توکو په اړه ادعا شوې چې دا د پروتین سرچینې دي، یا ډېر پروتین لري.
دا کچه په ۲۰۲۴ کال کې شپږ عشاریه یو سلنه او له هغه وړم کال کې څلور عشاریه شپږ سلنه وه.
مېنټېل کې د څېړنو مشره کېټي سوینېنین، وايي د پروتین درلودلو ادعاګانې هم د هغو خوراکي توکو په اړه چې په طبیعي ډول ډر پروتین لري لکه د چرګ سینه اوحبوبات او هم د هغو خوړو په هکله چې ګومان یې نه کېږي وراضافه کېږي.
هغه وايي، دمګړۍ داسې ښودل کېږي چې پروتین روغتیا لپاره ګټه لري: "د کریم په ډول نرم خواړه (Mousses)، خواږه، د غلو وچې ټکول شوې دانې (granola)، پنکېکونه، ان پیزا د لوړې کچې پروتین لرولو له ادعا سره وړاندې کېږي."
د بریتانیا په لېورپول ښار کې شخصي بدني روزونکی ایتان سمېت وايي د عضلاتو جوړولو لپاره ډېر پروتین لرونکي رژیمونه اړین دي خو دا باید د لوړ پروتیني ناشتو او څښاکو پرته چې تاسو یې په هټیو کې وینئ ترلاسه شي.
دی وايي: "زه په دې باور یم، چې تر ټولوغوره خواړه هغه دي چې طبیعي حالت ولري او پروسس شوي نه وي. تاسې کولی شئ هغه پروتین چې ورته اړتیا لرئ له سبزیجاتو او بې وازدې یا بې غوړه غوښې څخه ترلاسه کړئ."
هغه په دې باور دی، چې د لوړې کچې پروتین لرونکو ناشتو اسانه ترلاسه کول او په اړه یې د خلکو مثبت نظر د دې لامل شوی چې تولیدونکي یې د بازار موندنې یوې ذریعې په توګه وکاروي.
هغه تولید کوونکي چې ادعا کوي محصولات یې د پروتینو سرچینه ده باید ثابته کړي چې لږ تر لږه ۱۲ سلنه انرژي د همدې پروتینو له کبله ترلاسه کېږي او هغه کسان چې وايي، محصولات یې لوړه کچه پروتین لري هغو لپاره دا سلنه ۲۰ ده.
یادې سلنې ته رسېدو لپاره دوی کولی شي په خپلو محصولاتو کې بډایه پروتین لروونکي اجزاوې وراضافه کړي، لکه مغزیات، غلې دانې، یا یې د اوبو په لرې کولو سره لا غلیظ کړي.
"کله چې یو څوک په بیړه کې وي او غواړي د غرمې لپاره خواړه واخلي نو تاسې یې وینئ چې د دوو هګیو پرځای پروتین لروونکو خوږو یا څښاک ته مخه کوي."
دی زیاتوي: "د شخصي بدني روزونکي په توګه دا ۱۲ کالو کې ما د پروتینو د ګټو په اړه دومره تبلیغات نه و لیدلي لکه نن سبا چې یې ګورم."
پروتین ګټې لري لکه د سپورت فعالیتونو پرمهال د عضلاتو له جوړولو نیولې، د اشتها په کمولو سره د وزن په کمولو کې او د مېندوارۍ پرمهال له مېندو سره تر مرستې پورې.
د بشري تغذیې په برخه کې د پوهنتون یو استاد ډاکټر پاول مورګن وايي، که تاسو د عضلاتو د جوړولو هڅه کوئ، نو باید هره ورځ د خپل بدن د وزن د هر کیلوګرام پر سر شاوخوا یو عشاریه شپږ ګرامه پروتین ترلاسه کړئ.
هغه زیاتوي، چې په منځني ډول یوه کس لپاره، چې غواړي عمومي روغتیا یې سالمه وي دا کچه باید یو عشاریه دوه ګرامه وي.
هغه فکر کوي، چې د سوپر مارکیټ ډېری محصولات چې د پروتینو له کچې سره اعلانېږي یو تبلیغاتي چل دی او خبرداری ورکوي چې کېدای شي ستاسو لپاره هغومره ښه نه وي لکه څنګه چې اعلان شوي.
نوموړی زیاتوي: "زه فکر کوم چې ګټه لري خو موږ اندېښنه لرو ځکه زیاتره یې ډېر پروسس شوي خواړه دي او دا هغه څه دي چې موږ یې په هکله ډېر نه پوهېږو."
د ډېرو پروټینونو د خوړلو خطر
دې وروستیو کې یوه څېړنه د پروسس شويو خواړو په هکله شوې چې اپریل میاشت کې خپره شوه او ښيي چې یاد خواړه له وخته وړاندې مړینې سره تړاو لري.
ښاغلی سمېت وايي، چې د ده د مسلک په ساحه کې څېړوونکي هڅه کوي پوه شي چې د پروټین دوې جلا سرچینې، په هغه صورت کې چې یوه یې پروسس شوې وي، کوم ډول اغېز لري.
بله مسله کالوري ده، کله چې خلک هڅه کوي ډېر پروټین مصرف کړي نو وزن اخلي. دا یوه عامه ستونزه ده. ډاکټر مورګان وايي، هر څه چې په بدن کې زیات شي د غوړو په شکل زېرمه کېږي.
د ځینو پروټینونو په اعلان کې داسې راځي، چې ناشتاوې، سپک خواړه او نوشابې هغومره کالوري لري لکه د ورته موادو عادي محصولات یې چې لري.
له مغزیاتو او خوږو جوړ شوي د نېچر والي پرواین تولید (Nature Valley's protein peanut) او چاکلیت په هرو ۱۰۰ ګرامو کې ۴۸۹ کیلو کالوري لري او د کډبري (Cadbury's peanut) د مغزیاتو خواږه بیا په ورته وزن کې ۴۸۵ کیلوکالوري لري.
ډاکټر مورګان هغه تیوري ردوي، چې ګواکې ډېر پروتین خوړل ستاسو هډوکي زیانمنولی شي یا ستاسو پښتورګو ته زیان رسولی شي، خو که له وړاندې کومه ناروغي ولرئ نواستثناات شته دي.
د پروسس شويو پروتیني محصولاتو په اړه د نوموړي له اندېښنو سره سره، ډاکټر مورګان په ورځنیوعامو خوړو کې د پروتین زیاتوالی ګټور ویني.
دا ښايي په ځانګړي ډول پاخه عمره خلکو لپاره ګټور وي چې د عادي کس په پرتله ډېر پروټین ته اړتیا لري ترڅو په خپلو عضلاتو او هډوکو کې ځواک وساتي.
بریتانیا کې د مشهورې مغازې، ټېسکو (Tesco) د لوړ پروټین پېن پاسټا یا پروتیني مکروني په هر ۱۰۰ ګرامه کې ۸،۸ ګرامه پروتین لري، پداسې حال کې چې عادي مکروني په ورته وزن کې ۵،۸ ګرامه پروتین لري خو بیه یې هم لوړه ده.
د لوړ پروتین مکروني هر کیلوګرام په ۴،۸۰ پونډه (څه باندې پنځه امریکايي ډالر) دی، او د عادي مګروني هر کیلوګرام ۱،۲۹ پونډه (نژدې دوه امریکايي ډالر) کېږي.
نو ایا اعلانېدونکي پروتیني محصولات په پېرېدلو ارزي؟
ایتان وايي، که تاسې داسې کس یاست چې خپلې روغتیا ساتلو لپاره ډېر پروتین غواړئ یا غواړئ خپل عضلات جوړ کړئ نو په ورځنۍ کچه ډېر پروټین کارول کېدای شي درته ګټور تمام شي.
"که ستاسو د خوراکي رژیم ډېری برخه طبیعي خواړه وي چې پروسس شوي نه وي او تاسو خپل هدف ته د رسېدو لپاره ۲۰ ګرامه پروتین اضافه کولو ته اړتیا لرئ او یو څه خواږه غواړئ نو ناشته یا سپک خواړه کارولی شئ خو تکیه پرې مه کوئ. په خوړو کې تنوع او انډول ساتل مهم دي.. "
هغه زیاتوي: "کله چې ما خپل مسلک پیل کړ، خلکو به خپل رژیم یا خوړو کې یوازې د یوې ضمیمې په توګه د پروټینو په اړه خبرې کولې. اوس د هغو شرکتونو شمېر انسان لیونی کوي چې په هرڅه کې پروټین اچوي."