تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ټرمپ وايي امریکا به یو شمېر کډوال ګوانتانامو خلیج ته ولېږي
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د کیوبا په ګوانتامو خلیج کې د یوه داسې توقیف ځای د ودانولو امر کړی، چې د ده په وینا تر ۳۰ زرو پورې کسان به پکې ساتل کېږي.
د ټرمپ په خبره په دغه توقیف ځای کې به چې د امریکا سمندري ځواک په اډه کې به له پوځي زندانه جلا چمتو شي، هغه "ناوړه غیر قانوني مجرم بهرني عناصر ساتل کېږي، چې د امریکا خلک ګواښي."
په ګوانتاناموبې کې له اوږدې مودې راهیسې کډوال ساتل کېږي، چې د بشري حقونو ځینو فعالانو پر دې چاره نیوکې کړې.
د چارشنبې پر ورځ ناوخته ولسمشر ټرمپ د کډوالۍ چارو ''تزار'' ټام هومان وویل، په ګوانتانامو کې به اوسنی شته توقیف ځای نور هم پراخ شي او د کډوالو او ګمرکونو چارو اداره (ای سي اي) به یې چارې سمبالوي.
دی وايي، په سمندر کې به د امریکا ساحلي ساتونکو لخوا د کډوالو له نیول کېدو وروسته دغه کسان مخامخ هلته لېږدول کېږي او په وینا یې د توقیف تر ټولو لوړې کچې معیار به پلی کېږي.
تر اوسه معلومه نه ده، چې په دې توقیف ځای به څومره لګښت کېږي او کله به یې چارې بشپړې شي.
کیوبا حکومت په چټکۍ سره دغه پلان غندلی او تور یې پورې کړی، چې امریکایان پر ''اشغال شوې'' خاوره تشدد او نا قانونه توقیف چارې تر سره کوي.
د ټرمپ دغه اعلان له هغه وروسته مخې ته راځي، چې نوموړي د لاکین رېلې په نامه لایحه لاسلیک کړه، چې دې سره دا لایحه په قانون بدله شوه.
د دې قانون له مخې به هغه بې اسنادو کډوال د محاکمې بشپړېدو تر مهاله په زندان کې ساتل کېږي، چې په غلا تورن شي.
دغې لایحې ته په جورجیا کې د نرسینګ هغې محصلې نوم ورکړل شوی، چې تېر کال د وینزویلا یوه کډوال ووژله.
دغه لایحه د ولسمشر ټرمپ له لاسلیک مخکې د امریکا کانګرېس تائید کړه، چې د قانون جوړونې په برخه کې د ټرمپ ادارې لومړنۍ بریا بلل کېږي.
مخکې هم په ګوانتانامو کې کډوال توقیف کېدل
په سپینه ماڼۍ کې د لایحې لاسلیک پر مهال ټرمپ وویل، د ګوانتانامو نوی اجرائي امر به د امریکا دفاع او ملي امنیت وزارتونو ته لارښوونه وکړي، چې د ۳۰ زره بستریز توقیف ځای ''د چمتو کولو'' چارې پیل کړي.
دی وايي: ''ځینې یې داسې بد (کسان) دی چې ان موږ پر هېوادونو باور نه شو کولای چې دوی به وساتي، موږ نه غواړو چې دوی بیا راشي، ځکه نو موږ دوی ګوانتانامو ته استوو... له دې ځایه وتل سخت دي.''
د ټرمپ په وینا د دې ځای له چمتو کولو سره به د بې اسنادو کډوالو توقیف کولو په لړ کې د امریکا وړتیا دوه برابره زیاته شي.
امریکا متحده ایالتونه له څو لسیزو راهیسې د جمهوریپالو او دیموکراتانو دواړو ګوندونو د حکومتونو پر مهال دغه توقیف ځای د ګوانتانامو کډوالو عملیاتي مرکز (جي ایم او سي) په نامه کاروي.