اوربند جګړه پای ته رسولی شي؟

د امریکا ولسمشر د ایران-اسرائیلو ترمنځ اوربند وکړ خو ایا دا اوربند به دوام وکړي چې له لاسه وتلې سوله راستنه کړي؟

ښاغلي ټرمپ د دوشنبې پر ماښام، د اسرائیل-ایران د اوربند اعلان وکړ او هیله یې وښوده چې له دې سره به د جګړې دواړه لوري سولې ته ورسیږي.

پر ایران د اسرائیلو له هوايي بریدونو او د ایران له لوري پر اسرائیلو د توغندیو او ډرونونو له ګوزارونو وروسته پر دوولسمه ورځ، د اوربند اعلان وشو. همدغه جګړه کې امریکا هم د ایران پر اټومي بټیو هوايي ګوزارونه کړي وو.

ایران ویلي وو کله چې اسرائیل خپل بریدونه ودروي نو دوی هم اوربند ته تیار دي. بل پلو اسرائیلو دا هم وویل چې په ایران کې یې خپل هدفونه په نښه او ترلاسه کړي دي.

که څه هم د جګړې ښکېلو غاړو ترمنځ اوربند اعلان شوی و خو ولسمشر ټرمپ هم مهاله دواړه لوري د اوربند پر ماتولو تورن کړل.

که چېرې اوربند وساتل شي نو تمه دا ده چې د دوی ترمنځ دایمي سوله راتللی شي خو د نورو جګړو د ختمولو په څېر دلته هم د هوښیارې دیپلوماسۍ اړتیا ده.

اوربند په څه مانا ؟

د ملګرو ملتونو له نظره د اوربند لپاره ټول منلی تعریف نه‌شته خو کله چې د جګړې اړخونه د نظامي بڼې خلاف عادي وضعیت رامنځ ته کوي، همدا اوربند دی.

دوی وايي، اوربند نظامي کلیمه ده چې د تاوتریخوالي برعکس ده. دا مانا لري چې د جګړې ښکېل اړخونه د خبرو له لارې د مسلې حل غوره وبولي.

ملګري ملتونه وايي، د "اوربند" او جګړې کمولو "اورکم " کلیمې له یو بل سره یو څه توپیر لري.

"اوربند" ډېرې رسمي او هغې هوکړې ته ویل کیږي چې هدف، سیاسي بهیر، د څار او پلې کېدو وخت او سیمه (جغرافیه) یې معلومه وي.

کېدلی شي دا هم روښانه کړي چې د ښکېلو غاړو له لورې کوم نظامي کړه-وړه اجازه لري او کوم یې نه لري او هوکړه شوی اوربند به په کومه بڼه څارل کېږي.

په ۱۹۹۳ کې د لیبریا او د همدغه هېواد د ملي پاټریوټېک ازادۍ غوښتونکې غورځنګ ترمنځ اوربند وشو او جګړه یې پای ته ورسوله.

دواړو اړخونو په دغه اوربند سره هوکړه وکړه چې اضافي وسلې به نه واردوي او د یو او بل پر نظامي مرکزونو به بریدونه هم نه کوي.

دوی دا هم سره ومنله چې د یو او بل اړوند وسایلو او ځایونو ته به اور نه اچوي او د ماینونو له خښولو به هم لاس اخلي.

اوربند لنډمهالی وي که دایمي؟

ملګري ملتونه وايي، اوربند لنډمهالی او دایمي دواړه کېدلی شي او همدا اوربند دی چې ښکېلې غاړې له جګړې لاس په سر شي معنا ډز بندي وشي. د دې لپاره چې تاوتریخوالی را کم کړل شي او د بشري ناورین مخه ونیول شي.

کله چې حماس او اسرائیلو په خپلو کې د ۲۰۲۳ کال نومبر له ۲۴ تر ۳۰مې پر اوربند هوکړه وکړه، حماس ۱۰۵ یرغمل شوي اسرائیليان خوشي کړل او اسرائیلو یې په بدل کې د دوی ۲۴۰ زندانیان ازاد کړل.

یو بیخي لنډ مهاله ډزبندي کولی شي، داسې چاپیریال رامنځته کړي چې مذاکراتو ته وده ورکړي او دایمي اوربند ته لار برابره کړي.

یوه بله بېلګه، په ۲۰۰۰ کال کې د ایتوپیا او ایریتریا ترمنځ لنډمهالی اوربند وشو او له خبرو-اترو وروسته یې په خپلو کې دایمي سوله وکړه.

له اوربند وروسته د همدې کال په ډیسمبر کې دواړو غاړو د الجزایر د خبرو له هوکړې وروسته جګړه پای ته ورسوله خو د کمزورو او یا هم د ناکامو مذاکراتو له امله جګړې غځېدلی شي.

ملګرو ملتونو په ۱۹۷۵، ۱۹۷۸، ۱۹۸۱ او ۱۹۸۲ کلونو کې د لبنان د کورنۍ جګړې د پای ته رسولو لپاره د اوربند او مذاکراتو لړۍ پیل کړې. د لبنان کورنۍ جګړه په ۱۹۷۵ کې پیل شوې چې د هر وار د روغې، جوړې د خبرو له ناکامۍ وروسته، اوربند مات شوی او شخړه بیا تازه شوې خو بالاخره د دغه هېواد کورنۍ جګړه د اوربند په همدې هڅو پای ته ورسېده.

دا هم کېدلی شي چې د جګړې یو پلو او یا هم ښکېل اړخونه لنډمهالی اوربند پیل کړي او د خبرو، اترو پر مېز له همدې لومړي پیله ګټه واخلي.

دایمي اوربندونه د بریالیو مذاکراتو په پایله کې رامنځ ته کېږي. په ۱۹۹۸کال کې د شمالي ایرلنډ جګړه د (غوره جمعه) ورځې د تړون له مخې پای ته ورسېده.

د غوره یا ښې جمعې ورځې تړون د شمالي ایرلنډ جمهوري غوښتونکي پوځ (آې‌آر‌اې) او وفادار ډلو ترمنځ اوربند وکړ.

له دغه اوربند وروسته د شمالي او جمهوري آیرلنډ ترمنځ پولې د تل لپاره پرانستل شوې، جګړه پای ته ورسیده او له تعرفو پرته سوداګري پیل شوه.

محدود اوربند کومې بڼې لري؟

د غزې-اسرائیل په بشري اوربند سره اسرائیلي لوري ۱۰۵ فلسطیني زندانیان ازاد کړل او په بدل کې یې حماس ۲۴۰ اسرائیلیان خوشي کړل.

دوی د ۲۰۲۳ نومبر اوربند ته د بشري اوربند نوم ورکړی و. بشري اوربند د جګړې او تاوتریخوالي او بشري بحران را کمولو لپاره ترسره کېږي.

بله بېلګه راوړو، د سودان حکومت له دوو وسلوالو ډلو، د سودان ازادۍ او د عدالت او برابرۍ له ګوندونو سره د اوربند هوکړه وکړه. په دې سره یې د (دارفور) جګړه د ۴۵ ورځو لپاره ودروله نو په دې سره مرستندویه ادارو ځايي خلکو ته بشري مرستې ورسولې.

کله چې په ۲۰۰۴ کال کې اندونزیا څونامي وځپله، د حکومت-اچه ازاد ډلې ترمنځ پر اوربند سلا وشوه. په دې سره هم ملکي خلکو ته مرستې ورسول شوې.

داسې هم کېدلی شي چې د جګړې پرمهال د ښکېلو غاړو له لورې په یوه ځانګړې سیمه کې د جګړې نه کولو هوکړه وشي چې دې ته جغرافیایي اوربند ویل کیږي.

ملګري ملتونو په ۲۰۱۸ کال کې د حوثيانو او د یمن حکومت ترمنځ داسې اوربند وکړ چې د سره سمندر د حدیدې سیمې شاوخوا به جګړه نه کېږي.