تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
جو بایډن بلفاسټ کې د ښې جمعې تړون ۲۵ کلیزې لمانځلو مراسمو کې
د امریکا ولسمشر جو بایډن د سې شنبې په شپه شمالي ایرلنډ او ایرلنډ جمهوریت ته د څلور ورځني سفر لومړي تمځای بلفاسټ ته رسېدلی. د بلفاسټ له هوايي ډګره د وتلو پرمهال له ښاغلي بایډن سره د بریتانیا لومړي وزیر ریشي سوناک وکتل.
د جو بایډن دا تاریخي سفر د "لویې جمعې" هوکړې د لاسلیک د پنځه ویشتمې کلیزې له یاد سره هممهاله دی.
د ۱۹۹۸ کال د سولې د هوکړې په لاسلیکېدو په شمالي ایرلنډ کې د لسیزو هغه تاوتریخجنه شخړه پای ته ورسېده، چې زرګونه کسان پکې ووژل شول.
د سې شنبې ورځ هلته ټینګ امنیت نیول شوی و، د بایډن له رسېدو پورې د بلفاسټ منځکې ځینې سړکونه او واټونه تړل شوي وو.
هلته تېر حکومت تېره میاشت هغه مهال وپرځېد چې دیموکرات ټولنتابه ګوند – د ایرلنډ پارلمان کې تر ټولو لوی ګوند- له اروپايي ټولنې د بریتانیا له وتلو (برېګسټ) وروسته په شمالي ایرلنډ کې د سوداګرۍ پر قوانینو د احتجاج د یوې برخې په توګه شا ته شو.
ایرلنډ ته د بایډن له رسېدو مخکې، هغه وویل: "په بلفاسټ کې د کلني یاد په پار او د سولې ساتلو لپاره د امریکا پر ژمنتیا او هوساینې راتلو له کبله دلته راغلی یم".
بلفاسټ به ایرلنډ ته د بایډن د څلور ورځني سفر لومړی تمځای وي، چې په لړ کې به یې له خپلو ایرلنډي خپلوانو سره هم وګوري او پر خپلو ایرلنډي جرړو به خبرې وکړي.
د بایډن له سفر دوه اونۍ مخکې د بریتانیا استخباراتو په شمالي ایرلنډ کې د ترهګرۍ د لوړې کچې ګواښ اعلان کړی و، چې لامل یې د بېلتونپالو جمهوریپالو د فعالیت ډېرېدل ښودل شوي وو.
د دوشنبې په ورځ په لنډندیري کې د بېلتونپالو جمهوریپالو د نا قانونه مانور پرمهال د پولیسو پر یوه ګاډي سوځوونکی لاسي بم وغورځول شو، خو تاوتریخوالی یوازې په یوه ځای کې محدود او ژر پای ته ورسول شو.
پولیسو څلور ورځې وروسته د دیري ښار هدیره کې څلور مشکوک بمونه وموندل.
د بایډن ویاند ویلي، که څه هم ترهګریز ګواښونه وو، خو هغه [بایډن] "دې سفر ته ډېر ډاډمن و".
د امریکا دغه ۸۰ کلن ولسمشر غواړي د ۲۰۲۴ کال ټاکنو ته بیا ځان چمتو کړي، هغه په دوشنبه وویل، هوډ لري یوځل بیا ځان ولسمشرۍ ته نوماند کړي خو "لا تر اوسه یې اعلانولو ته چمتو نه دی".
بایډن بلفاسټ شپه د بلفاسټ ښار په یوه هوټل کې تېره کړي.
د چارشنبې په ورځ به بلفاسټ کې د نوي اولسټر پوهنتون په انګړ کې وینا هم وکړي.
همداشان، په پام کې ده چې د شمالي ایرلنډ پارلمان کې د پنځو ګوندونو له مشرانو سره هم وګوري.
ریشي سوناک به بلفاسټ کې د شمالي ایرلنډ له هېڅ کوم سیاسي مشر سره ونه ګوري.