تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
په زندان کې د عمران خان دوه کاله: ګوندي ملګرو یې 'په ټول پاکستان کې' د احتجاجونو غږ کړی
- Author, نور سعید
- دنده, بي بي سي
د پاکستان پخوانی لومړی وزیر او د تحریک انصاف پاکستان ګوند موسس عمران خان دوه کاله مخکې د ۲۰۲۳ کال اګست میاشتې پر پینځمه نېټه له هغه وروسته په لاهور ښار کې ونیول شو، چې د دې هېواد یوې محکمې د فساد قضیه کې نوموړی په درې کاله زندان سزا محکوم کړ.
په زندان کې د نوموړي دوو کلونو تېرېدو په مناسبت نن (اګست پینځمه) د نوموړي ګوندي ملګرو په ټول پاکستان کې د احتجاجونو اعلان کړی. په ورته مهال د پاکستان پلازمېنې ته څېرمه رالپنډۍ ښار کې ځايي چارواکو پر هر ډول لاریونونو ، غونډو او مظاهرو بندیز لګولی دی.
ځايي مسوولین وايي، د ښار په بېلابېلو سیمو کې به اضافي پولیس ځواک ځای پر ځای کړي او له دې مخکې پرون دوشنبه د پلازمېنې اسلام اباد چارواکو په ایف نائن پارک سیمه کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند له لوري د غونډې کولو غوښتنه رد کړه. اسلام اباد پولیس وايي، د یاد ګوند له لوري نن د ځینو لاریونونو پلان شته او دې ته په پام سره ښايي ځینې څلور لارې وتړل شي. داسې رپوټونه هم ورکړل شوي، چې په اسلام اباد او رالپنډۍ کې د تحریک انصاف ګوند ځینو مشرانو پر کورونو چاپې وهل شوې دي.
د راولپنډۍ سیمې اډیاله نومي زندان په شاوخوا کې هم د اضافي ځواک ځای پر ځای کولو رپوټونه ورکړل شوي دي، چې عمران خان په کې بندي دی. د یادونه ده، چې د محکمې د حکم له مخې پر سې شنبه او پنجشنبه د ښاغلي خان د کورنۍ غړي له نوموړي سره په زندان کې ویني.
له پېښور، کوټې او لاهوره رسېدلي رپوټونو کې ویل شوي، چې د تحریک انصاف سیمه ییز مشران په خپلو سیمو کې د احتجاجي لاریونونو چمتوالی کوي. د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور په مشرتابه یو لاریون نن د پېښور له حیات اباد سیمې پلیږي او د اعلی وزیر ویاند فراز مغول په خبره ګوندي مشران به نن له یوه ''خورا ستر دریځه'' د بالاحصار کلا مخې ته ویناوې وکړي.
د یادونې ده، چې د ۲۰۲۳ کال په مې کې چې عمران خان د فساد تورونو محاکمې په ترڅ کې د محکمې له ودانۍ ونیول شو، پلویانو یې خورا تاوتریخجنې مظاهرې وکړې. په همدې تړاو تېره اونۍ د پاکستان یوې ترهګرۍ ضد محکمې د عمران د ګوند ۱۰۸ غړي په زندان سزا محکوم کړل.
د عمران خان ګوند ویلي، دوی به د دې پرېکړې پر ضد استناف غوښتنه وکړې او دا پرېکړه یې پاکستان کې ''پر دیموکراسۍ یو ګوزار'' بللی.
د رسنیو برخه کې د ښاغلي خان سلاکار زلفي بخاري له اې ایف پي خبري اژانس سره خبرو کې دا پرېکړه پاکستان کې د دیموکراسۍ لپاره یوه توره ورځ وبلله:
''یو په بل پسې د اپوزېسیون مشرانو محکومول د هیڅ یوې دیموکراسۍ لپاره نېک فال نه دی او زموږ د جمهوریت لپاره چې له مخکې یې وضعیت نازک دی، د جدي زیان لامل کېدای شي.''
له دې مخکې هم په تېرو دوو کلونو موده کې د ښاغلي خان یو شمېر پلویانو او ګوندي ملګرو ته د پاکستان له بېلابېلو محکمو سزاګانې ورکړل شوې دي.
د کرېکټ نړیوال ستوری عمران چې وروسته سیاستوال او بیا د پاکستان لومړی وزیر وټاکل شو، د ۲۰۲۳ کال له اګست راهیسې په زندان کې ساتل کېږي او پاکستان کې خورا ګڼ شمېر پلویان لري.
اوس هم له مالي فساد نیولې تر ترهګرۍ پورې له ۱۵۰ ډېرې قضیې داسې دي، چې عمران خان پکې تورن دی او محاکمه یې روانه ده، خو خپله عمران خان او پلویان یې دا تورونه ردوي او لامل یې سیاسي انګېزه بولي.