تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر: عمران خان له 'پرېکړه کوونکو' سره مذاکراتو ته چمتو دی
د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور وايي، د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د یوه پیغام له لارې له 'پرېکړه کوونکو' سره خبرو اترو ته چمتووالی ښودلی دی.
ښاغلي ګنډاپور نن یکشنبه د جولای ۱۳مه په لاهور کې یوه خبري کنفرانس ته وویل: " عمران خان ډانګپېیلي ویلي چې له پرېکړه کوونکو سره مذاکراتو ته چمتو دی، خو له هغو خلکو سره چې واک نه لري، څه ډول خبرې کېدای شي؟."
د یادولو ده چې د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر تېره ورځ د یوه اعتراضي لاریون د پیلولو اعلان ترڅنګ ادعا وکړه چې په ۹۰ ورځو کې به عمران را خوشی کړي او یا به له سیاست څخه لاس پر سر شي.
د یادونې ده، چې د پاکستان پر پخواني لومړي وزیر عمران خان د مالي فساد، دولتي رازونو افشا کولو او دولتي ډالیو پلورلو په ګډون تر ۱۰۰ ډېرو قضیو کې بېلابېل تورونه لګېدلي او پاکستاني محکمو څو ځله په زندان سزا محکوم کړی دی، خو عمران خان پر ځان لګېدلي ټول تورونه ردوي.
د روان کال په جنورۍ کې ښاغلي خان ته د مالي فساد یوه قضیه کې د ۱۴ کالو زندان سزا ورکړل شوه. دا ښاغلي خان ته چې د ۲۰۲۳ له اګست راهیسې زنداني دی، تر ټولو د اوږده مهال بند سزا وه.
ښاغلي خان او مېرمن یې بشری بي بي په هغه قضیه کې د القادر ټرسټ ادارې له لارې د نوموړي لومړي وزارت پر مهال د رشوت په توګه د ځمکې یوې ټوټې په ترلاسه کولو تورن وو.
د عمران خان تحریک انصاف ګوند بیا په دې هکله ویل، چې هغه ځمکه القادر ټرسټ خیریه ټولنې ته د مذهبي زدکړو یوه مرکز جوړولو لپاره ورکړل شوې وه او خان یا مېرمنې یې ترې شخصي ګټه نه ده کړې.
بل لور د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور په لاهور کې د تحریک انصاف ګوند له نورو مشرانو سره په ګډ خبري کنفرانس کې وویل: "زموږ تحریک د عمران خان لخوا اعلان شوی او هغه به یې په خپله مشري وکړي."
ښاغلي ګنډاپور زیاته کړه، " د ۹۰ ورځو (ضرب الاجل) له تېرې شپې راهیسې پیل شوی دی."
د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر په خپلو خبرو کې د پاکستان پر اسټبلیشمنټ، (دا اصطلاح پاکستان کې معمولاً د پوځي مشرتابه لپاره کارول کېږي) هم نیوکه وکړه او ویې ویل: "دې دولتي ادارو خپل کار پرېښود او په نورو فعالیتونو کې یې بوخت شول چې له امله یې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې وضعیت خراب شوی دی."
نوموړي زیاته کړه: "د دې حالاتو مسوولان هغه کسان دي چې مسوولیت یې د 'سرحدي سیمو امنول دي' خو له بده مرغه هغوی پولې پرېښي او پاکستان د تحریک انصاف ګوند شا یې نېولې ده."
هغه تور ولګاوه چې دا د دولتي ادارو دنده نه ده چې سیاست وکړي، خو دوی د حکومتونو په جوړولو، چلولو او نسکورولو کې خپل رول لوبوي، بیا دوی وايي چې موږ غیر سیاسي یو، موږ له سیاست سره هیڅ تړاو نه لرو."
ښاغلي ګنډاپور 'یادو' ادارو ته په خطاب کې، هغوی ته مشوره ور کړه چې سره کښېني، خپلې تېروتنې ومني او مخ پر وړاندې لاړ شي.
د لاهور پر لور تګ
د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشرتابه چې د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور هم په کې دی، پرون شنبه له پلازمېنې اسلام اباد څخه د لاهور پر لور وخوځېد.
د خيبر پښتونخوا اعلی وزير علي امین ګنډاپور په يوه بيان کې وويل چې دا کاروان د پنجاب له اسمبلۍ څخه له 'ځنډول شويو' استازو سره د پيوستون څرګندولو لپاره دی او يوازې د سولې، مينې، ورورګلوۍ او زغم پيغام سره لاهور ته روان دی.
د ویلو ده چې د تېرې جون میاشتې په ۲۷مه د پنجاب ایالت په اسمبلۍ د دغه ایالت اعلی وزیرې مریم نواز وینا کوله چې د تحریک انصاف ګوند د ایالتي اسمبلۍ غړو پرې نیوکې وکړې.
د دغو نیوکو په غبرګون کې د ایالتي اسمبلۍ مشر د اسمبلۍ په راتلونکو ۱۵ غونډو کې د ۲۶ غړو ګډون وځنډاوه.
د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور لاهور ته پر لاره په جهلم سیمه کې له خبریالانو سره په خبرو کې وویل، په لاهور کې یې د 'ملي او ایالتي' پارلماني غړو غونډه ده چې په ترڅ کې به یې د اعتراضي لاریون"له حالاتو سره سمه تګلاره'' به جوړه کړي.
لاهور ته په رسېدو سره، هغه وويل:
"زه د پنجاب له هر هغه کس څخه مننه کوم چې د عمران خان د عسکر په توګه ولاړ دی. پنجاب د (پيټيای) زړه دی، دلته هر وګړی د (پيټيای) ساتونکی دی."
د تحریک انصاف ګوند مشر بېرسټر ګوهر ویلي، 'د پیل کړي حرکت پر مهال یې' نیونې ممکنې نه دي، ځکه چې د ده په خبره، د خیبرپښتونخوا حکومت د پنجاب حکومت ته لیک استولی چې په کې یې ورته ویلي، موږ په لاهور کې د خپل ګوند له غړو سره د غونډې لپاره ځو."
هغه زیاته کړې، ''زموږ پارلماني غړي په غونډو کې له ګډون څخه منع شوي او موږ له هغوی سره د همغږۍ لپاره لاهور ته ځو.''
له بلې خوا د پنجاب په ایالتي اسمبلۍ کې د اپوزېسیون مشر ملک احمد خان بهچر ویلي، لاهور کې د قومي اسمبلۍ، خیبرپښتونخوا اسمبلۍ او د پنجاب د پارلماني ډلې ترمنځ غونډه شوې ده.
هغه زیاته کړې، زموږ غورځنګ اوس پیل شوی، د پنجاب په ایالتي اسمبلۍ کې زموږ د ۲۶ غړو ګډون ځنډول شوی او همدارنګه مو زرګونه کسان پلویان زندانیان او پر زرګونو نورو پسې قضیې ثبت شوې دي.