پاکستان کې د تحریک انصاف ګوند ۱۰۸ مشران او کارکوونکي په بند محکوم شول

د فیصل‌اباد د ترهګرۍ ضد محکمې د تحریک انصاف ګوند او د قامي اسمبلۍ اپوزیشن مشرانو عمر ایوب، زرتاج ګل او شبلي فراز هر یو ته لس ـ لس کاله بند سزا اورولې ده. د ۲۰۲۳ کال د مې پر نهمه نېټه په فیصل‌اباد کې د یوې حساسې ادارې پر دفتر برید شوی و، چې قضیه یې د ترهګرۍ ضد موادو له مخې ثبت شوې وه.

د فیصل‌اباد د ترهګرۍ ضد محکمې د مې پر نهمه پېښه کې، چې تورونه پرې ثابت شوي، ۱۰۸ کسانو ته د بند سزاګانې اورولې دي.

د محکمې له لوري په اعلان شوي حکم کې د پاکستان تحریک انصاف درې مهم مشران، د قامي اسمبلۍ اپوزیشن مشر عمر ایوب، د قامي اسمبلۍ پارلماني مشره زرتاج ګل، او د سینیټ پارلماني مشر شبلي فراز ته لس ـ لس کاله بند سزا اورول شوې ده.

د سني اتحاد کونسل مشر حامد رضا ته هم دوه ځله لس ـ لس کاله بند سزا ورکړل شوې ده، خو پخوانی وفاقي وزیر فواد چودري او د قامي اسمبلۍ غړی زین قریشي له تورونو بری کړل شوي دي.

فیصل اباد کې د یادې حساسې ادارې پر دفتر برید اړونده قضیه کې ټولټال ۱۸۵ کسان تورن وو، چې له ډلې یې ۱۰۸ کسانو ته سزا ورکړل شوې ده. دا سزاوې د پنجشنبې په ورځ اعلان شوې دي.

همداراز، سترې محکمې ترهګرۍ ضد محکمې ته حکم ورکړی و چې د مې نهمې پېښو اړوند قضیې ژر تر ژره پای ته ورسوي. دا نېټه راتلونکې میاشت ختمېږي.

یوه بله قضیه کې هم- څو ورځې مخکې، ترهګرۍ ضد محکمې د پی‌ټې‌اې مشرانو احمد چټه، احمد خان بهچر، ډاکټر یاسمین راشد او میا محمود الرشید ته د مې نهمې پېښې په تړاو لس کاله بند سزا اورولې ده.

د اسلام‌اباد د ترهګرۍ ضد محکمې د نومبر ۲۶مې د مظاهرې په قضیه کې د پاکستان تحریک انصاف د ۵۰ مشرانو د نیولو حکمونه (وارنټونه) صادر کړي دي.

د یادولو ده چې نن د تحریک انصاف د ۴۱ مشرانو د نیولو حکمونه صادر شوي، په داسې حال کې چې د دې ګوند د ۹ نورو مشرانو حکمونه لا له وړاندې ورکړل شوي وو.

دا هم روښانه ده چې دا حکمونه د کراچي کمپنۍ تاڼې د قضیې نمبر ۱۱۹۳ له مخې ورکړل شوي دي.

تحریک انصاف د ترهګرۍ ضد محکمې پرېکړې ننګولو کولو اعلان وکړ

د پاکستان تحریک انصاف (PTI) مشر، بیرسټر ګوهر، ویلي دي چې د ګوند پر ضد ټولې پرېکړې سیاسي بڼه لري او دا پرېکړې به په لوړه محکمه کې وڅېړل شي، خو دا حالت د قضائیه نظام پر اعتبار پوښتنه راولاړوي.

په اسلام‌اباد کې له رسنیو سره په خبرو کې بیرسټر ګوهر وویل: "نن د فیصل‌اباد د ترهګرۍ ضد محکمې په پرېکړه کې د قامي اسمبلۍ او سینیټ د اپوزیشن مشرانو ته سزا واورول شوه. دا ډول پرېکړې که روانې پاتې شي، نو د هېواد جمهوریت به له منځه لاړ شي."

هغه زیاته کړه چې د تحریک انصاف د مشورتي کمېټې له لوري به دا پرېکړې د عمران خان مخې ته کېښودل شي او بیا به دا پرېکړه کېږي چې په پارلمان کې پاتې شي، بایکاټ یې وکړي، که نوې مبارزه پیل کړي.

بیرسټر ګوهر وویل: "هغو کسانو ته چې سزا ورکړل شوې، هغه خلک دي چې پر سیاسي تاوتریخوالي باور نه لري."

نوموړي پر حکومت تور ولګاوه او ویې ویل: "عمران خان د مفاهمت هڅه وکړه، خو پر موږ ډزې وشوې. موږ غواړو چې نظام پرمخ ولاړ شي، زموږ مشر دې خوشی شي، خو داسې ښکاري چې یو څوک دا نظام ټول له منځه وړل غواړي."

هغه دا ادعا هم وکړه چې د عمران خان مېرمنې ته سزا د دې لپاره ورکړل شوې چې پر عمران خان فشار واچول شي.

"موږ پر ټولو ستونزو سربېره له دولت سره د ملګرتیا پرېکړه کړې ده."