اوسني او پخواني مکتبونه

    • Author, اسدالله غضنفر
    • دنده, لیکوال

د پخوا زمانو مکتب او هغه ځای چې له تېرو شاوخوا سلو کلونو یې مکتب یا ښوونځی بولو، له یو بله ډېر توپیر لري.

د تېرې زمانې مکتبونه به ډېری وخت د جومات د څنګ په یوه کوټه کې وو او حکومت یې څارنه نه کوله، اوسني ښوونځي معمولا ګڼې خونې لري او ان که غیردولتي هم وي، حکومت یې څارنه په غاړه اخلي. پخواني مکتبونه اجباري نه وو خو په اوسنۍ زمانه کې ابتدايي زده کړې اجباري دي.

پخواني مکتب ته به ماشومان وراستول کېدل چې په لمانځه، اوداسه باندې پوه شي، د دین له ځینو اساسي ټکو سره چې د ایمان خاوندانو ته ضرور بلل کېږي، بلد شي، د قرآن کریم تلاوت زده کړي او څو لنډ سورتونه حافظې ته وسپاري. په پخوانو مکتبونو کې کله نا کله یو څه سواد زده کېده خو له لویه سره، د اوسنو مکتبونو برعکس چې لیک زده کولو ته زیات پام کوي، د لیک زده کولو ته پکې خاص پام نه کېده. د نانوایانو چوپ خط یا د سوداګرو چوټ د هغه وخت یادګارونه دي چې باسواده کسان ډېر کم وو او خلکو د حساب کتاب لپاره نورې وسیلې کارولې.

د اوسنو جوماتونو سبق د پخوانو مکتبونو د زده کړې ادامه بللای شو. دغو زده کړو طبعا ډېر کلونه نه غوښتل، کال، دوه ورته بس وو. د نولسمې پېړۍ شاعر حنان بارکزی وایي:

زړه مې ستا له لاسه هر ساعت خراب دی

لکه وکه په مکتب کې مرغه ځاله

په مکتب کې د ځالې د ړنګېدو خطر ځکه زیات و چې هلته به ماشومان وو. نن سبا هم چې د مکتب کلمه یاده شي، تر ډېره حده مو د ټیټو ټولګیو شاګردان سترګو ته درېږي. د لوړو ټولګیو زده کوونکو ته ډېر ځله د لېسې شاګردان وایو. لېسه په اصل کې له لرغوني یونان څخه راغلې کلمه ده او د هغه ځای نوم دی چې هلته به لوی فیلسوف، ارسطو درس ورکاوه.

په تېرو زمانو کې به چې ځینو شاګردانو لوړې زده کړې کولې، معمولا هغو ځایونو ته تلل چې نن سبا په افغانستان کې ورته مدرسه یا دارالعلوم وایو. دلته به تر ډېره حده قاضیان، مفتیان، مولویان، ادیبان او مدرسان تربیه کېدل او دیني پوهه پکې اصلي مقصد و.

ګڼو شتمنو او اشرافو غوره بلله چې خپل ماشومان مکتب ته وانه ستوي او په کور کې ورته معلم ونیسي. دا امکان زیات و چې د اشرافي کورنۍ اولادونه داسې کتابونو ته تر نورو زیاته توجه وکړي چې له قدرت او سیاست سره تعلق لري. هغه ښوونه او روزنه چې خوشحال خټک یې په دستار نامه کې تجویزوي، د خانانو او سردارانو کورنیو ته زیاته پکار راتله.

مکتبونه چې عصري شول، د حاضري د کتاب، ترقي تعلیم، ټولګي، مهال وېش او کالنۍ رخصتي په څېر اصطلاحات راپیدا شول چې د زده کړو د نظم و ترتیب زیاتېدو او رسمي والي ته اشاره کوي. د درسي ساعتونو د بېلېدو، د تفریح د وخت او د درس د پیل او پای د معلومېدو لپاره د ښوونځي زنګ هم پخوانی رواج نه و.

د عصري مکتبونو لپاره خاصې ودانې جوړې شوې، داسې چې د زده کړې هره خونه باید ګڼې کړکۍ ولري چې هوا پکې وچلېږي او رڼا پکې زیاته وي. د درس په خونه کې یوه لویه تخته او تباشیر د اوسنیو ښوونځیو یوه بله ځانګړنه وه. دغه راز په ټولګیو کې مېز و چوکۍ کېښودل شوې چې د لیک و لوست په وخت د زده کوونکو ملا وچه نه شي او هډونه یې صدمه ونه ویني. د سپورت مضمون هم په عصري زده کړو کې ځکه ځای وموند چې نوي تمدن د صحت ساتلو ته توجه زیاته کړې وه.

په عصري ښوونځیو کې د امتحان بڼه بدله شوه. د امتحان پارچه، سوالونو ته د ځواب ورکولو ټاکلی وخت، له ټول ټولګي په یوه زمان او مکان کې امتحان اخیستل، د امتحان نومرې، شقه او له اوسنیو امتحانونو سره اړوندې داسې نورې خبرې په پخوانیو درسي ادارو کې نه وې. په پخوانۍ طریقه کې به استاد معمولا د نوي درس تر ورکولو له مخه له هر شاګرده جدا د تېر درس شفاهي پوښتنه کوله. زموږ د تېرو زمانو په تعلیمي مرکزونو کې د تحریري امتحان یا د کال په پای کې د یو ځایي امتحان اخیستلو مفکوره نه وه. په عصري سستم کې ټینګار کېږي چې یو شاګرد باید په شپږ یا اووه کلنۍ کې په ښوونځي کې شامل شي او سره همځولي کسان په یوه ټولګي کې سبق ته کښېني، خو په پخوانۍ طریقه کې ممکنه وه چې څلور کلن او شپاړلس کلن دواړه یوه استاد ته په یوه کوټه کې ناست وي.

په اوسنۍ زمانه کې ښځو له نارینه وو سره د برابرو زده کړو فرصت وموند خو په دودیزه طریقه کې نجونو یوازې تر لس، دولس کلنۍ پورې اجازه لرله چې د زده کړو لپاره مکتب یا جومات ته له کوره ووځي.

عصري ښوونځیو د فزیک، بیولوژي، کیمیا او جغرافیې په شان نوي مضامین په درس کې شامل کړل. دغه علوم په وروستیو پېړیو کې زموږ له تمدني حوزې بهر، په لویدیځ کې، د ودې یوه نوي پړاو ته رسېدلي وو چې په اوله که یې منل او ژباړل دواړه راته اسانه نه وو. د دغو پوهنو یو لوی مقصد د داسې مهارتونو په زده کړه کې مرسته وه چې د نن زده کوونکي ته سبا ډوډۍ ورکولی شي او د کار په بازار کې ورته ضرورت شته. په تېرو زمانو کې هم ځینې داسې درسونه وو چې د ډوډۍ د پیدا کولو لپاره زده کېدل، مثلا ځینو کسانو به میرزایي زده کوله چې وروسته بیا له سوداګرو سره میرزا یا له حکومت سره مامور شي. خو له لویه سره زموږ په سیمو کې د سبق هدف دا و چې زده کوونکي د دین په اساساتو باندې پوه شي او عقیده یې پخه شي.

د نوي تمدن په زمانه کې بې حده نوي وسایل اختراع شول او له دغو وسایلو استفادې ته کابو هر چا مخه کړه چې په نتیجه کې د ساینسی علومو او مهارتونو زده کړې ته اړتیا تر بل هر وخت ډېره شوه. اوس که غواړو د برېښنا رڼا ته کېښنو، نو د برق د تخنیک مکتبونه او د برق د فزیک زده کړې خو به خامخا وي. اوس چې خپل علاج په حکیم جیانو نه بلکې ډاکترانو کوو نو کیمیا او بیولوژي به خامخا په درسي نصاب کې شاملوو. نوي ژوند او نوي اقتصاد نوي حقوقي نظام او نوې حقوقي پوهې ته اړتیا راپیدا کړه او په دې ډول د اجتماعي پوهنو په تدریسي کتابونو کې هم ډېر بدلون راغی.

د شلمې پېړۍ تر پیله پورې چې نویو حیرانوونکو پرمختګونو زموږ د کور دروازه راوټکوله او د تېرو زمانو له درانه خوبه یې راویښ کړو، دا سوال راپیدا شو چې موږ ولې وروسته پاته یوو؟

په اوسنۍ پښتونخوا کې باچا خان یو هغه څوک و چې شاوخوا سل کاله پخوا یې د عصري مکتبونو او پرمختګ رابطې ته تر نورو ړومبی ورپام شول. په پښتونخوا کې عصري مکتبونو ته مدرسه وایي. ده په خپلو خاطراتو کې لیکلي دي چې د عصري مدرسو لپاره کار اسانه نه و، ځکه ځینو کسانو مخالفت ورسره کاوه او دا خبره یې مشهوره کړې وه چې:

سبق د مدرسې وایي

د پاره یې د پیسې وایي

جنت کې به یې ځای نه وي

دوزخ کې به غوټې وایي(وهي)

له عصري معارف سره د مخالفت یوه لویه وجه دا وه چې له استعمار سره دښمني د استعماري قوتونو د تمدن په مثبتو اړخونو هم شکونه پیدا کول. بله وجه دا وه چې د عصري مکتبونو فارغانو ورو ورو د پخوانو میرزایانو او عالمانو د کار ساحه تنګوله او د منافعو تضاد مخالفت ته زمینه برابروله.

په افغانستان کې اماني دوره د سلګونو عصري ښوونځيو د جوړېدو شاهده ده. په دې دوره کې په اول ځل د نجونو ښوونځي پرانیستل شول چې یو شمېر کسانو ورسره مخالفت وکړ. د ۱۹۲۳ کال په اوړي کې د پغمان په لویه جرګه کې ځینو علماوو او مشایخو له پاچا وغوښتل چې د نجونو له کوره بهر زده کړې دې د حجاب د رعایت په خاطر بندې شي. امان الله خان په ځواب کې ورته وویل: « د نجونو تعلیم ضروري دی. موږ باید د پیغمبر (ص) د حدیث مخالفت ونکړو چې فرمایي، طلب العلم فریضة علی کل مسلم و مسلمة .... زه ګومان نه کوم چې د نورو اسلامي سیمو عالمان او د هند، سند، مصر، مکې معظمې، مدینې منورې، شام، بیت المقدس، بغداد، بصرې، کوفې او ترکیې فاضلان به له تاسې سره په دغه نظر کې متفق وي، ځکه په دې هر یوه معظم اسلامي بلاد کې د نجونو مکتبونه موجود دي.»

خو نه د پیغمبر قول او نه د نجونو د زده کړو په برخه کې د نورو مسلمانانو چلند د دې سبب شو چې یو شمېر کسان د نجونو له مکتبونو سره له مخالفته لاس واخلي. البته، چېرته چې د نجونو ښوونځي پیل شول، ګڼو کورنیو خپلې لوڼې له زده کړو راونه ګرځولې. د امان الله خان د سلطنت په وروستي کال د افغانستان د نجونو په لومړني تاسیس شوي مکتب یعنې مستورات کې تر دولسم ټولګي پورې اته سوه شاګردانې په زده کړو بوختې وې او د نجونو څو نور ښوونځي هم پرانیستي وو.

لکه څنګه چې عصري ښوونځي د ضرورت په اساس جوړ شوي او عام شوي دي، دغسې د ښځو تعلیم هم یوازې قانوني او شرعي حق نه بلکې د اوسني تمدن مادي او اقتصادي ضرورت دی.

په اوسني ژوند کې چې د پخوا په نسبت له خورا ډېرو وسایلو او امکاناتو استفاده کوو، ژوند په مراتبو پېچلی شوی او لګښتونه خورا زیات شوي دي، نو که د مهارتونو لرل یوازې په نارینه وو پورې محدود کړو، ټولنه له بېوزلۍ او پردو ته له احتیاجه نه شي راوتلای او اقتصادي و اجتماعي وده ډېره مشکله کېږي.

ځينو ته شاید پوښتنه پیدا شي چې د معارف له څه نا څه عامېدو سره سره مو ولې اقتصادي او اجتماعي وده چټکه نه شوه؟ ځواب دا دی چې موږ د عصري معارف په ظاهر پسې ډېر او په ماهیت پسې لږ وګرځېدو.

تاریخي اسناد ښیي چې د مصر د فراعنه وو په زمانه کې د زده کوونکو وهل ټکول رواج وو او دا تصور موجود و چې د زد ه کوونکي وهل او وېرول به له زده کړې سره مرسته وکړي. دغه جاهلانه تصور لږ و زیات اوس هم زموږ په ټولنه کې شته چې د ښوونې او روزنې په کیفیت باندې یې ډېر منفي اثر کړی دی.

نیمه پېړۍ پخوا چې زه د مکتب زده کوونکی وم، ګڼو ښوونکو دا بده نه ګڼله چې له لښتې سره ټولګي ته راننوځي او لکه ګاډیوانان چې آسونه په متروکو وېروي، دوی هم زده کوونکي په لښتو ووېروي. لښته ډېر ځله په لاسونو باندې د وهلو لپاره استعمالېده. لا سخته سزا دا وه چې د زده کوونکي په ملا یا د پښو په تلو باندې لښتې ماتې شي. ځينې نورې جزاګانې دا وې: د زده کوونکي غوږ تاوول، په څپېړه وهل، قلم د لاس په ګوتو کې ورکول او بیا ګوتې ورټینګول، په یوه پښه درول، هلکانو ته ویل چې سرونه سره وجنګوي، لاسونه تر ډېرو پورې جګ نیول چې وچ شي او درد وکړي، زده کوونکی داسې کېښنول چې لاسونه یې تر پښو لاندې تېر کړي او غوږونه یې په ګوتو باندې نیولي وي. فزیکي خشونت یو څه کم شوی خو ختم شوی نه دی او د پټکو او سپکو سپورو په بڼه خشونت خو ان د پوهنتونونو ځینې استادان هم دومره بده چاره نه ګڼي.

زما اټکل دا دی چې په افغانستان کې تر نالوستو په لوستو کسانو کې داسې وګړي ډېر وینو چې په روحي مړاویتوب مبتلا او د ژوند په چارو کې وارخطا وي. د دې شي یو لامل راته د مکتب د دوران خشونت ښکاري. زموږ په ښوونځیو کې زده کوونکي په خپل منځ کې هم له یو بل سره توندي و تېزي کوي او یا د مکتب په لاره کې یو بل ځوروي. په نورو پورې خندل په ښوونځيو کې عام دي چې په روحي لحاظ تباه کوونکي نتیجې لري. په اوسنۍ زمانه کې د زده کړو یو لوی مقصد دا دی چې زده کوونکی له نورو سره نرم چلند او مهذب اوسېدل زده کړي، ځکه که یو څوک تکړه متخصص هم شي خو چې له نورو سره د سړیتوب او ګوزارې کولو په راز پوه نه وي، ژوند به یې په ځان او په نورو تریخ کړی وي. پکار ده په خپلو تعلیمي ادارو کې د بې خشونته چاپېریال جوړولو ته ډېر اهمیت ورکړو او دا په یاد وساتو چې خشونت د شخصیت په وده او د درسونو په زده کړه، په دواړو باندې خورا منفي اثر پرېباسي.

په معاصره ښوونه او روزنه کې درې موخې ډېرې مهمې ګڼل کېږي: مهارت یا د مهارت نظري اساسات زده کول، په مهذب اوسېدلو عادت کېدل او د پرانیستي فکر لرل. له پرانیستي فکره منظور دا دی چې وګړی په پټو سترګو نه بلکې له غور کولو وروسته یوه خبره ومني یا ونه مني او بله دا چې له نویو خنډونو سره د مخ کېدو په وخت د څه نا څه ابتکار صلاحیت ولري.

د نوښت او پرانیستي فکر په برخه کې زموږ ښوونه او روزنه ځکه چندان کامیابه نه ده چې د زده کړې په طریقه کې مو پوهېدل نه بلکې درسونه له یاده زده کول ډېر اهمیت لري. د درس په پخوانۍ طریقه کې ټول زور په دې و چې د حافظې لوښی له معلوماتو ډک شي او څرنګه چې له یاده زده کړی متن څو ورځې وروسته هېرېږي نو ان ډېر عالم سړي به هم فکر کولو او د نوي څه کشفولو ته چندان نه وزګارېده ځکه ټول عمر به د زده کړیو خبرو له بیا بیا لوستلو او نه هېرولو سره بوخت و. له عالم څخه دا غوښتنه نه کېده چې نویو ستونزو ته نوې حل لارې ومومي، بلکې توقع ورنه دا وه چې د تېرو پېړیو د عالمانو په پرېکړو دې سم خبر وي.

زموږ د پخواني تعلیمي نظام اکثره درسي کتابونه په اصل کې د تدریس لپاره نه وو لیکل شوي بلکې د تېرو وختونو د ځینو لویو پوهانو او ادیبانو آثار وو چې په مدرسو او مکتبونو کې د تدریس لپاره استفاده ورنه کېده. تدریسي کتاب باید تر وسه وسه په واضح ژبه او په مختلفو صنفونو او عمرونو کې د زده کوونکي سویې ته په پام سره ولیکل شي. زموږ په پخواني تعلیمي سستم کې به مثلا د نظامي سکندرنامه د یوه درسي کتاب په توګه داسې طالبانو لوسته چې په فارسي به ان خبرې ورته مشکلې وې، حال دا چې د نظامي ګنجوي شعرونه د پېچلي تخییل او د زر کاله پخوانۍ ژبې په وجه د فارسي ادب متخصصانو ته هم اسانه نه وو او نه دي، خو څرنګه چې نظامي ډېر منلی ادیب و نو کتاب یې د تدریس لپاره غوره کېده. د پخوانو تدریسي کتابونو پېچلتیا به زده کوونکی او استاد دواړه اړایستل چې د پوهېدلو په ځای له یاده زده کولو ته مخه کړي. د زده کوونکو له سویې د لوړو کتابونو تدریس ورو ورو دا فکر پوخ کړ چې علم ډېر مشکل دی او دغه فکر زموږ په ټولنه کې تر ننه پورې په خپل قوت پاته دی. زموږ د مکتبونو لږ تر لږه ځينې درسي کتابونه د معلوماتو د غیرضروري زیاتوالي، یا د مطالبو د نامناسب وروسته وړاندې والي او یا د سبک د ابهام په وجه زده کوونکو ته څه چې استادانو ته هم مشکل دي خو د اسانه کولو فکر یې راسره نشته ځکه دا مو زړه منلې ده چې علم ډېر مشکل دی.

په تېرو زمانو کې کاغذ خورا قیمته و او دغه شي په پخوانو مکتبونو او مدرسو کې د لیکلو مخه نیوله. وروسته بیا چې کاغذ عام او ارزانه هم شو، زموږ تعلیمي ادارو په زده کړه کې د لیکلو اهمیت ته پام ونکړ. د معاصرې ښوونې او روزنې یوه لویه غوښتنه دا ده چې زده کوونکي باید خپل فکر، احساس او معلومات په خپلو جملو کې ولیکلای شي. زموږ په ښوونځیو کې لیکل یا د املا لپاره وي او یا د دې لپاره وي چې زده کوونکی د امتحان په پارچه کې د کتاب جملې ټکي په ټکی تکرار کړي. په دې طریقه کې د لیکلو استعداد نه غوړېږي او نتیجه یې دا ده چې په افغانستان کې ګڼ پوهان خپله پوهه او تجربه یا نه لیکي او یا یې په داسې بڼه نه لیکي چې په کافي اندازه وضوح پکې وي او لوستونکي پیدا کړي. د لیکلو د استعداد له غوړېدو پرته د علم وده مشکله ده او حتا دا هم مشکله ده چې واضح او دقیق درسي کتاب ولرلای شو.

څرنګه چې زموږ د پخواني طرز په تعلیمي ادارو کې تر ډېره حده د تېرو پېړیو کتابونه تدریس کېدل نو زده کوونکو ورنه د عملي ژوند لپاره ډېر څه نه شوای اخیستلی. زموږ اوسني کتابونه هم له دې اړخه چندان کامیاب نه دي. زموږ د یوه لیسانسه او نالوستي د معلوماتو په سویه کې به فرق وي خو دا امکان شته چې د ژوند او فکر په طرز کې یې چندان تفاوت پیدا نه کړو. وجه دا ده چې زموږ درسي کتابونه د عملي ژوند ښودلو ته چندان پام نه کوي. نیمه پېړۍ پخوا چې زه زده کوونکی وم، تر اخره مو په درسي کتابونو کې دا ونه لوستل چې غاښونه څنګه برس کېږي او یا مثلا له سړکه د تېرېدو په وخت کومو ټکو ته پام وکړو. د ښوونځیو د ادبیاتو په کتابونو کې به ډېر زور د متروکو لغتونو، سوانحو یا بدیعي صنعتونو په زده کړه و، حال دا چې د ادبي متن لوی مقصد دا دی چې احساسات مو وروزي، د ښکلا د لیدلو سترګې راکړي، د ژوند معنا راوپیژني او د سختو شېبو د زغملو وړتیا راوبخښي. دغه راز د ژبې د تدریسي کتاب یوه اصلي ځانګړنه باید دا وي چې که چېرته عریضه کوو یا یوه پېښه بیانوو، یا مثلا له نورو سره خپل فکر شریکوو، نو ویې لیکلای شو.

موږ د نوي معارف په زمانه کې تحریري ازموینې پیل کړې خو د هغو بهتره کولو ته مو چندان پام وانه ړاوه. د تحریري امتحانونو په زمانه کې نقل کول عام شول.

زموږ په ښوونځیو کې د بري منابع درې دي: د زده کوونکي زحمت، د استاد لخوا مفته نومرې او د شاګرد نقل. استاد ځکه معمولا په نقل سترګې پټوي یا مفته نومرې ورکوي چې که ډیر زده کوونکي ناکام شي، د ده تدریس هم تر سوال لاندې راځي. دغه راز یار، اشنا یا زورور له استاده مفته نومرې غواړي او په دغسې چاپېریال کې استاد ته په زړه کې ورتېرېږي چې نورو نو څه ګناه کړې ده؟ راځه، نورو ته هم مفته نومرې ورکړه! که د بري دغه دوې نورې سرچینې موجودې وي، سویه ورځ په ورځ ټیټېږي ځکه زحمت د هیچا خوښ نه دی. چاره شاید دا وي چې پوښتنې بل ځای جوړې شي، په پوښتنو کې فکر ته مخاطبې پوښتنې یو څه زیاتې شي، امتحان بل څوک واخلي او د پارچې نومرې بل ځای، مثلا څو کیلومتره لرې په یوه بل ښوونځي کې، ورکړ شي. که په امتحان کې پوښتنه وشي چې تشبیه تعریف کړئ؟ دا حافظې ته مخاطبه پوښتنه ده خو که یو بیت راوړل شي او سوال دا وي چې په دې بیت کې تشبیه کومه ده؟ دا فکر ته مخاطب سوال دی او د نقل په پرزې کې یې ځواب نشته. فکر ته مخاطبه پوښتنه میخانیکي زده کړه نه بلکې پوهېدل غواړي. پوهېدل د ذهن د ودې سبب ګرځي او میخانیکي زده کړه د امتحان په سبا هېرېږي.

د افغانستان د تعلیمي نظام ستونزې کمې نه دي خو نن سبا یې تر ټولو لویه ستونزه د نجونو د لېسو نشتوالی دی. کله کله ویل کېږي چې افغاني ټولنه ورسره مشکل لري، حال دا چې ان سل کاله پخوا هم چې په افغانستان کې چېرته د نجونو ښوونځی جوړ شو، هلته ګڼو کورنیو خپلې لوڼې له زده کړو محرومې نه کړې. دغه راز یو نیم کس دغه ستونزه له شریعت او خصوصا دیوبندي فکر سره غوټه کوي او دا انصاف نه دی. دیوبند د کالج ته تلونکو لویو نجونو په اړه د ۱۴۴۱ هجري قمري کال د ذیحجې په څلرویشتمه نېټه په خپله فتوا کې په صراحت سره وایي چې په اوسني وخت کې د نجونو زده کړو ته شدید ضرورت دی او که ښځې استادانې پیدا نه شي، نارینه استادان دې سبق وروښیي. د تفصیل لپاره د فتاوای دارالعلوم وقف دېوبند د دویم ټوک ۱۷۹ مخ ته مراجعه کولای شئ.